افغان موج   

! د مورکۍ ځویه

د خدای پدی کارکی ترټولوسترحکمت پروت دی

چی خپل اولادته د مور زړه کی محبت پروت دی

د مورکۍ مینه کی تزویرنشته،سوچه مینه ده

پکی د مینی یوریښتینی واقعیت پروت دی

د مورپه مینه کی د ټول بشربقا پرته ده

ځکه پدی مینه کی رازد بشریت پروت دی

ھسی به چاته مورضعیف،نحیف موجودښکاریږي

د مور پدی ضعیف وجودکی سترقوت پروت دی

ای د مورځویه ! د مورښه ورګرځولی نه شی

که دی په لاس کی د دنیا واړه دولت پروت دی

داد مورمینه ده چی نن درنه سړی جوړشوی

داد مورمینه ده چی ستا پکی عزت پروت دی

د مورکۍ ځویه ! درته ځان ډیرغیرتي ښکاریږي

خو ستا په مورکی ستاپه سل چنده غیرت پروت دی

که پخپل زور، خپله ځوانۍ اوښایست ډیرغره یی

داد مورښه دي که په تاکی ښه صفت پروت دی

که دی جنت چیری په کاروي،پسی لیری مه ځه

قیامه ستا د مورتر پښولاندی جنت پروت دی

الحاج الھام الدین قیام

31/01/2015