افغان موج   

اوس داسی وخت راغلی چی انسان پکی خرڅیږي

غیرت پکی خرڅیږي او ایمان پکی خرڅیږي

د مال اود متاع په څېرھرڅه خرڅیږي دلته

ضمیرپکی خرڅیږي اووجدان پکی خرڅیږي

د څوپیسولپاره لوړسرونه پلورل کیږي

عزت پکی خرڅیږي اولوړشان پکی خرڅیږي

د وخت پدې بازارکی ټولی ھیلې لیلامیږي

آرزوپکی خرڅیږي اوآرمان پکی خرڅیږي

عجیب غوندې بازاردی ورته وګوره قیامه

غریب خریدارنلري،مشران پکی خرڅیږي

الحاج الھام الدین قیام

12/08/2015