افغان موج   

تاچې په ټوکوکې پيغورراکړو

په خوب ويده ومه تاشورراکړو

دبی غورۍ له خوب دې پاڅولم

تاپه خنداخندا،شعورراکړو

له ځان بی خوده وم،په خوددې کړمه

راته دې بېرته دزړه زورراکړو

چې مې ورک کړئ ځان بياوموندلو

په سترګوړوندوم خوتانورراکړو

دژوندانځورمې ټول له يادوتئ وو

تامې په ياددژوندانځورراکړو

ځمادې ورک منزل راوښودلو

تامې منزل ته دتګ لورراکړو

چې درقيب پلاس پرهرپرهروو

تامې زخمي زړه ته ټکورراکړو

په تاخمامينه بی ځايه نه وه

داپه رښتيادمينې پورراکړو

قيام به تل پکې يوازې اوسي

تاچې جانانه دزړه کورراکړو

 

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمنی