افغان موج   

چامو وقار،چاموعزت، چا موغرورچورکړو

چارانه ژبه ، چا ادب ، چاموکلتورچورکړو

دلته ھرچاپلمی راجوړی کړی اوچوریی وکړ

چاموګودر ، چامودیره اوچاموکورچورکړو

دلته اوس ھرپردي خپل ځانته څوک مزدورنیولی

 دلته ھرچا د بل چا کور پخپل مزدورچورکړو

څوجادوګروموپه خلکوداسی کوډي وکړل

چی په دمونویی د ټول ولس شعورچورکړو

پردي لاپریږده،خپل له خپلوخوندي پاتی نه شول

دلته ھر ورورد بل په زورباندی خپل ورورچورکړو

دلته تربورد خپل تربورپه ضد پردي راوستل

نن ھرتربورد بل په مټو خپل تربورچورکړو

دلته ھرچاد بل په خوله مونږته ماتم راوړو

دلته ھرچازمونږله خلکونه سرورچورکړو

خلکوراپورته شئ ، د چورپه ضد قیام په کاردی

 چی ھربی ننګ د بل په زور،نن ھرغیورچورکړو

 

الحاج الھام الدین قیام

13/02/2015