افغان موج   

« هحمد اکبر کرگر» نه یوازی د یوه لوی محقق  او لیکونکی په څیره، بلکه د یوی مبارز او روشنفکر به نامه د افغانستان د ادبیاتو به برخه کښی لوی څیرندوی بلل کیږی. د محترم کرگر د مرکی متن را په داگه کوی چه لاتراوسه د افغان اولس د ادبیاتو دنیمگرتیاوو او بیا پرلپسی د زمانی د غښتنو سره سم؛ څه چه ورباندی راغلی دی دیره په زره پوری او د تحقیق وړ دی. راځی چه دا ښکلی مصا حبی یو ځل بیا په دقت ولولو...

کاپی: د ژواک انترنتی سایت له منابعوڅخه:

له محمد اکبر کرگر سره دافضل ټکور مرکه:

 

دښاغلي محمد اکبر کرگر دليکنو ‘يړنو اواثارو سره زموږ دهيواد دمعاصر ادبې بهير مينه وال اولوستونکي پوره اشنا دي . دلندن ادبي بهير  دروان کال دمارچ په لسمه نيټه دهيواد ددغه نامتو ليکوال څيړونکي اولنډه کيسه ليکوونکي دژوند اواثارو دلمانځنې په وياړ دښاغلي ډاکټر داوود جنبش په کور کې يوه علمي اوفرهنگي غونډه جوړه شوې  وه . په دغه غونډه کي ليکوالو اودکرگر صيب مينه والو برخه اخيستې وه . اودهغه دژوند اوليکنو په بيلابيلو اړخونو باند ې خبري وشوي نو په دې هيله چې دياد دغه غونډه لا ښکلي اورنگينه  شوې وي ما له ښاغلي کر گر سره يو ه تفصيلي مرکه برابره کړي چې  دبهير مينه والو ته يي وړاندي کړم.

په مينه

گ. افضل ټکور

پوښتنه : کرگر صيب ډير هيواد وال ستاسې له لنډو کيسو اوڅيړنو سره اشنا دي زما په فکر تاسې دخپل ژوند په اوږدو کې دروښانيانو دنهضت په اړه ډيرې ليکنې کړي دي څه سبب دی چې تاسې دهغه وخت دنورو تحريکونو په څنگ کې په روښاني دورې ډيرې ليکنې کړي دي ؟

ځواب : تاسی پوهيږۍ لکه لوی خوشحال  بابا چې وايي [ پښتو لاهسې بکره پرته ده . کله چې دپښتنو تاريخ لولو ډير داسې څه شته چې لانه دې څيړل شوي ډيرې پلټنې اوشننې ته اړتيا شته اودا څه چې شوي دپښتنو دژوند دطول اوعرض پر مقياس په نشت حساب دي . مطلب دا چې پښتون اوسني نسل يو لوي رسالت په مخکې لري اوهغه داچي څنگه کولې شو  خپله تيره ماضي بيا احيا کړو. نو دهمدغې علاقي له مخې ما غوښتل چې په پښتنې ټولنه کې چې دپښتنو دموجوديت اوهويت دبيا ژوندې کولو له پاره کوم غورځنگونه تير شوي دهغوۍ فکري ليدتوگه اوفکري ايديولوژيک فلسفي سياسي مذهبې جريانونه تير شوي پر هغو څه وليکم اودهغو  بنياد وڅيړم .

زما شخصي علاقه مندي داوه چې په دغو جريانونو باندي نيمه فلسفي نيمه سوسيو لوجيکه څيړنه وکړم ۪ يو له دغو جريانونوڅخه ما دروښانيناون نهضت غوره کړ۪  تاسي پوهيږی چې دروښانيانو غورځنگ سره له دې چې دپښتنو په تاريخ کې دپيل نقطه نه ده ۪ خو دچا خبره دعطف ټکې دى ۪ ځکه چې بايزيد روښان خيرالبيان ديو خاص فکري ليدتوگى له مخې وليکه  اودهغه په ليکلو کې يي  ځانگړي هدف لر ى ۪ په پښتو ادب کې دروښان پيروان وو چې دلومړي وار له پاره يي لوي لوي ديوانونه وليکل ۪ پښتو شعر اوادب په همدغه وخت کې وده وکړه ۪ اوډير گټور اثار په همدغه وخت کې منځ ته راغلل  ۪ ما غوښتل په پښتو ادب کې چې کوم  جريانونه  تير  شوي وى اويافکري مذهبي ليدتوگه ولري څيړنه وکړم يو ټکي بايد زيات کړم هغه داچې کوم څه چې په لويديځ کې فلسفې مطرح کړل په شرق کې هغه تصوف مطرح کړل ۪ يعنې که ووايو چې که غربيانو فلسفه لرله نوموږ تصوف لرلو ۪ هو هغه څه چې په پښتنې ټولنه کې دازادۍ له پاره اودستبداد پر ضد و  اويا په ټولنه کې داوښتون لهپاره زمينه برابروله زياتره  دتصوف په رنگ کې وو ۪  ۪

پوښتنه : روښاني نهضت ستاسې  په نظر څه ډول يو نهضت دى ؟ ملي دى ٬ که مذهبي اوکه اولسي ؟

ځواب : په ۱۳۵۴ کال کې  په کابل کي دبايزيد روښان  نړيوال سيمينار جوړ شو ۪ چې ډيرو بهرنيو اوکورنيو پوهانو اوڅيرونکو په کې برخه اخيستې وه ۪ اوددغه غورځنگ په اړوند يي خپلې نظريي وړاندې کړلې ۪ ما هم چې کوم اثر کښلې نو په سريزه کې مې دغې مسالې ته اشاره کړيده ۪ تراوسه پورې ددغه تحريک په اړه کوم کوټلي اوپريکنده  حکم په لاس نه لرو چې ووايو دا تحريک يوازې مذهبې دى ٬ملي دى ٬ اوکه اولسي ۪ زما په نظر روښان يو سرکښه اوازادي غوښتونکي شخصيت دى چې دپښتنو دهويت داحيا په لټه کې يي کار کړي ۪ اودا مساله يعنې دپښتنو دهويت احيا نوموړى  دې ته رابولي چې له غيرو سره په دوښمنې کې واقع شي په دې مانا هغه څوک چې دپښتنو هويت دپښو لاندي کوي ۪دى ورسره دوښمني کوي ۪ ددې کار له پاره هغه وسايلو ته اړه لري اودهغه وخت دفرهنگي چتر لاندي مذهب اومذهبې تعاليم تصوف اوطريقت اودپيروانو راټولول دازادۍ اودپښتنو دمرکزيت دايجاد له پاره يوه وسيله وه اوښه موثره اواغيزمنه وسيله ۪

خو بيا هم زموږ خبره مطلقه حکم نه دى ۪ اونه څوک ددې حق لري چې په تاريخي حوادثو کې مطلقيت ته قايل شي ځکه چې ډير فکتورونه په پيښو کې دخالت لري ۪  دا به ښه وي چې ووايو روښاني غورځنگ هم فلسفي‘ فکري‘عرفاني او تصوفي هغه دى ۪ اوهم اولسي اوفلسفي جريان دى ۪ څرنگه چې ددغه جريان سره داکثريت اولسونو ملاتړ وو اودپښتنو دازادۍ اومرکزيت دايجاد له پاره يي مبارزه کوله چې دا مبارزه څو نورو نسلونو اوجنبشونو هم پسې تعقيب کړلې  ۪

بل هدف يي  دادى چې روښانيانو دپښتنو دازادۍ په لاره کې هم فکري مبارزه کړي ده اوهم سياسي ۪ په دې مانا چې کله دهند گورگانيانو وليدل چې روښا نيان څه ډول دي نو هغوۍ يي دخپل ځان له پاره لوى خطر وباله ۪ که خبره لنډه کړم نو ويلي شم چې روښانې نهضت يو استبدادي ضد نهضت دىدمذهب اوتصوف په رنگ کې  دپښتنو دهويت دتثبيت له  پاره ۪

پوستنه : کر گر صيب : تاسې ډيره موده دافغانستان  د راديو دخپرونو مشر واست هماغه وخت هم لکه داوس غوندې شکايت موجود وو چې دپښتو اودرې ژبې پروگرامونو انډول برابر نه وو تاسې ددې خبري سپيناوى څه ډول کوۍ ؟

ځواب : که تاته ووايم چې ته په خپله شاعر يي نو شاعر له څه سره مخالف وي ۪ ؟ ځواب ساده دى دکليشې سره ۪ زما مطلب دادى چې انتقادونه بايد هر وخت موجود وي ۪ بايد ترسره شي چې نيمگړتياوي پوره شي ۪ خو دشرايطو اوحالاتو په پام کې نيول هم يو څه غور اوتامل غواړي ۪  زه چې کله راډيو ته ولاړم نو په رښتيا دا انډول برابر نه وو۪ ما يوازې يو سلسله کارونه وکړل اوکه ووايم چې هغه هم ما ځانته نه دي کړي ښاغلي زرين انځور ٬ خداى بخښلي سيدجان ملال ٬ پروين ملال ٬ قدرمن حافط صيب ٬ له راډيو څخه بهر خداى بخښلي روهي صيب خداى بخښلي دوست شينواري استاد بختاني خدمتگار  ٬ په کابل پوهنتون کې ځينې استادانو په مرسته يو شمير پروگرامونو ته پاملرنه وشوه ۪ دې ته زمينه برابره شوه چې دځوان نسل په روزلو کې راديو خپل حق ادا کړي ۪ تاسې په خپله شاهد ياست چې يو ځوان نسل په همدغه موده کې راوټوکيده چې ددغه نسل په روزلو کې بي له شکه دراديو ٴپروگرامونواغيز هم وو ۪ شاعران اوليکوالان ستوديو گانو ته راتلل دراديو په تالارونو کې يي مشاعري اوغونډې جوړولې اويو شمير هنري اوادبې پروگروامونه هم پيل شول ۪ زه دا ادعا نه کوم چې دا ټول به ما ترسره کړي وي خو يو څه زمينه مې برابره کړي ده اوهر هغه څه چې مې په وس کې و هغه مې کړي دي ۪

پوښتنه : له کابل راډيو نه تاسې بيا دچاپ اوخپرونو دولتي کميټې ته ولاړى اودهغه موسسې مشر شواست .  دکتابونو دچاپ اودليکوالانو دحق الزحمې په اړه هم ډيرى ليکوالو سر ټکاوه چې دپښتو ژبې نه انډول برابر دى اونه دپښتو ليکوالانو حق الزحمه ددرې ژبو سره برابره ده ۪

ځواب :يو ټکې به مخکې له دې چې دپوښتنې ځواب ته راشم درته ووايم ۪ اوهغه داچې ليکوال اوشاعر چې انتقادي نه وي هغه ليکوال نه دى ۪ راځو به په مشخص ډول دحق الزحمو مسالې ته چې  بالکل بيله مساله ده ۪ اوهغه داچې  پر ما پورې ځکه تړاو نه لري چې دپښتو اودرې ژبو داثارو له پاره  دحق الزحمو يو هيات وو هغوى به يو اثر کتلو او بيا به دهغوۍ له خوا داثر حق الزحمه لومړۍ ٬دويمه ٬ دريمه درجه ارزيابي کيدله اوورکول کيدله خو دپښتو کتابونو دانډول په باب به هم بيا تاسې شاهد کړم چې دپښتو ژبې دکتابونو لست به ښاغلي زلمي هيوادمل زما په شخصې غوښتنه جوړاوه اوحتې ځيني کرنيز اثار اقتصادي اوتاريخي کتابونه به هم هغه په لست کې ځاى کول ۪ ما له لاس وهنې پرته چاپ ته استول ۪ ان تر دې چې زه په هغه وخت کې دوزيرانو دشورا ديو مرستيال له خوا چې پښتنې ضد روحيه يي درلوده اوس اوس يي دغه روحيه دتاريخ تحليلي په ليکلو لا پسې جوته شويده وغوښتلم ۪ اوپه دې يي تورن کړم چې گوندې زه دپښتو  ژبي ته زيات کار کوم اويا زما په پاملرنه دپښتو کتابونه زيات چاپيږي ۪

سره له دې چې دپښتو اودرې ژبو انډول برابر نه وه۪ يو سبب يي دا و چې افغانستان په کاپى رايټ کې شامل نه وو موږ زيات شمير ايراني مترقي اثار اوپه ايران کې ژباړل شوي بهرني اثار يا دتوده دگوند اثار چاپول ۪ چې لوستونوکو ته ورسيږي ۪ ما دصدارت مرستايل ته وويل چې : تاسې حق په جانب نه ياست ما تراوسه له بده مرغه دخوشحال ديوان نه دى چاپ کړې  خو دحافظ ديوان په مطبعه کې چاپ شوي ۪ ماته دواړه ژبې  دافغاني فرهنگ دوه سترگي دي ۪ اوتاسي دا لست کتلي شۍ ۪  زه دژبې تعصب نه لرم خو له متعصبينو کرکه لرم ۪ اوبس ۪

همدغسې يوه کيسه دحق الزحمې په برخه کې هم را ياده شوه ۪ اوهغه داچې کله چې دارواښاد ننگيال شعري ټولگه چاپ شوه نو هغې ته دويمه درجه حق الزحمه ټاکل شوي وه په دې خبره زما اود خپرونو دريس هم چې ډير پښتو ضد سړي وو شخړه راغله اوپه نتيجه کي له کاره گوښه شو ۪ ما تر خپلې وسې هڅه کړي ۪ همدومره زما وسه وه ۪ ۪ يوه ورځ ماته يو دوست په پيښور کې وويل چې تا دډيرو کسانو اثار چاپ کړل خو زما دې چاپ نه کړ ماوويل : تاولې خپل اثر چاپ ته وړاندې نه کړ ۪ بلکې مالومه ده چې تاسې اثر نه درلود ۪  

پوستنه : کر گر صيب : ستاسې دادبې ژوند يوه دپام وړ برخه لنډه کيسه جوړوي ۪ اوتر اوسه مو ډيرې لنډې کيسې ليکلې اوخپرې کړي دي ۪ کله مو لنډه کيسه پيل کړل اودلنډې کيسې په هکله ستاسو نظر څه دى ؟ اوس هم کيسه ليکۍ اوکه نه ؟

ځواب : په زړه پورې پوښتنه ده ۪ زه چې کوم وخت دابن سينا په ښوونځي کې ووم نو دغې ليسې يو کتابتون درلود ۪ هلته دپښتونخوا ډير اثار چې هلته چاپ شوي و هلته راوړل شوي و په دغو اثارو کې دارواښاد مهدې شاه مهدي٬ غني خان ٬ اونورو اثار هم و۪ ما ددغه اثارو لوستل پيل کړل اودهماغه مطالعي په نتيجه کي ما هم لنډه کيسه پيل کړله  بيا چې کله پوهنتون ته ولاړم زما يو استاد مرحوم دا کتر شجاعي چې په گويټه انستيتوت کي يي کار کاوه زه هلته وبللم ۪ اوما هلته خپل داستانونه ولوستل ۪ ما دلومړي ځل له پاره داسې احساس وکړ زه چې څه ليکم دا هم لنډې کيسې په څير يوڅه دي ۪ دهغه دهڅونو په اثر اودغه راز دنورو دوستانو دهڅونو په اثر مې له لنډو کيسو سره مينه پيدا شوه ۪ اوتر اوسه لنډه کيسه  ليکم ۪ ۪ زه په دې باور يم چې داستان دژوند مربوط يوه پديده ده ۪ سره له دې چې په پښتو ادبياتوکي داستان لنډه کيسه اوناول دومره زيات عمر نه لري خو ورځ په ورځ دغه برخه هم چټکه وده کوي ۪ پياوړي کيږي اوخپل پړاوونه وهي ۪ زموږ په کيسو کې مختلف جريانونه اوس ليدلى شو  ۪۪ ۪۪ ۪۪ ۪۪۪۪

اوسني نسل يواځي په روايتي اودوديزه کيسه ليکنه باندي نه قانع کيږي ۪ اوس بايد زموږ ادبيات هم دسيمي له ادبياتو سره سيالي وکړي ۪ ژوند پيچلى دى ۪ اودغه پيچلتيا بايد په کيسه کې هم منعکسه شي ۪

پوښتنه : ستاسي له نظره پښتو لنډه کيسه يوازي روايتي بڼه لري ؟

ځواب دقيق نه شم ويلي خو زه فکر کوم چې ډير ساده انځورونه اوپيښي موږ نور نه شي قانع کولي ۪ زموږ ليکوال بايد دمسايلو عمق ته ننوزي ۪ زموږ لنډه کيسه بايد له انسان سره سروکار ولري ۪ بايد دانسان له درون سره سرو کار ولري ۪ دټولني له روان اودرد سره اوپه کليت کي دانسان له درد سره ۪

پوښتنه : يوه ډيره دورځي مساله چې نن ورځ په کابل کې هم زموږ په فرهنگي حلقو کې مطرح کيږي چې گويا دپښتو شعر تر يوې اندازي خپل رسالت پوره کړي اوزموږ ليکوال  بايد نثر وليکي تاسي په دې اړه څه وايي ؟

ځواب : تاسي وگورۍ چې په ۱۳۴۰ مو کلونو کې تر پنځوسمو کلونو پوري موږ څومره کيسه ليکونکي ليکوال لرل ۪ څومره شاعران مو لرل اواوس وگورۍ چې دغه شميره لس برابره زيات شويدى ۪ زما په فکر دادډيرې انديښنې وړ نه ده تاسي که سراج الاخبار وگورى اويا له هغه نه لږ راوروسته داماني نهضت دوري  اثار ولولې وينو هلته پښتو ژبه اوپښتو اثار ډير کم دي بيا چې کله پښتو ټولنه منځ ته راغله نو بې له شکه چې پښتو ټولنې په دې برخه کې ډير گټور اوارزښتناک کار کړي دى اوپه  دې کې نثر هم وده کړي ده ۪ زه فکر کوم چې دپښتو نثر به لاپسې ښکلي اوپياوړي شي  خو بايد ووايو : سره له دې چې زموږ ادب شعري ادب دى خو بيا هم زموږ هڅه بايد ترداسي حده پراخه شې چې ښه شعر هم موږ قانع نهکړي ۪ اوزموږ شاعر دلا ښه شعر دويلو اوهستولو پهلټه کې شې ۪ په خلاقيت کې قناعت کول لږ څه ديکارتي تاءمل غواړي ۪ .بله داچې ژوند اودژوند بهير متنوع اورنگارنگي لري ۪ دښکلا هستونه حد اواندازه نه لري ۪ شرايط اوحالات خپل هستوونکي زيږوي ۪ 

پوښتنه : په پښتونخوا کې موږ داسې مثالونه لرو لکه ارواښاد مهدې شاه مهدي ښاغلي طاهر اثر چې خپل عمر يي لنډيي کيسه ليکنې ته وقف کړى دى ۪ زموز په هيواد کې تاسې داسې څوک وينۍ چې دخپل ژوند زياته برخه يي معاصري لنډې کيسې ته وقف کړي وي ۪

ځواب : ولي نه زه فکر کوم ډير داسي کسان شته چې  ډيرې ښې لنډې کيسې يي کښلي ښې اوستندرد کيسې يي ليکلي دي ۪ امين افغانپور ٬  زرين انځور اونور يي  مثالونه  دى ۪ چې تراوسه يي ډيري اوښي لنډې کيسې ليکلي دي ۪ خو دزرين اودهغو دامثالو وړتيا په دې کې هم ده اودا يوه برتري ده چې دوي نور څيړنيز اواکادميک کار هم کوي ۪ يوازي په لنډه کيسه  کې چپر ځاى نه دي پاتې ۪ په لومړي سر کې احسان الله هير و چې يوازي لنډي کيسي يي ليکلي ارواښاد موسې شفيق يو څه وليکلي ۪ استاد تږي هم يو څه خو ډيري په زړه پوري وليکلي ۪ شپون صيب دکمال تر حده دا کار ورساوه ۪ اواوس ډير ځوانان شته چې دا کار کوي ۪

پوښتنه : کرگر صيب : ستاسي ځيني کيسې  ډيري پيچلې دي يعني ساده گي اورواني نه لري تاسي قصدا دا کارکوۍ اوکه په طبيعي ډول :

ځواب : زه عمدي اوقصدي دا نه کوم ځکه ما له مخه دا پريکړه نه وي کړي چې زه به څه ليکم که لنډه ووايم دا په طبيعي شکل را ځي اوساده کيسه مانه راضي کوي اوبل ځواب دا دي چې ايا ژوند اوانسان گوندي ساده شيان دي ؟