افغان موج   

لیکوال او شناند

نظرمحمد مطمئن

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ نن ټکی آسیا ته ویلې چې د اسلام آباد خبرو کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوم غړي ګډون نه درلود

دا ډول نیویارک ټایمز هم د طالبانود قطرسیاسي دفتر د برېښنالیک په حواله لیکلي چې د اسلام اباد د سولې خبرو کې ګډونوال د مذاکراتو واک نه لري، دغه کسان د آی ایس آی له خوا یرغمل شوې، د سولې د بهیر د ښه والي پر ځای ستونزې زیاتوي.

د سولې مذاکراتو کې طالب ګډونوال

ویل کیږې د اسلام آباد خبرو کې د طالبانو د سیاسي کمیسون پخوانی مشر مولوی عبداللطیف منصور، حاجی ابراهیم د مولوي جلال الدین حقاني ورور او د طالبانو د وخت د صحت وزیر اوسمهال د طالبانود صحت کمیسون مشر ملاعباس آخند برخه درلودله.

مولوي عبداللطیف منصور او ملا عباس آخند د طالبانو په لیکو کې دوه پېژندل شوې نظامي او سیاسي څیرې دي، تر ډیره واک لري، د پریکړو وړتیا او صلاحیت لري. حاجي ابراهیم ته که د حقاني صاحب له خوا واک ورکول شوې وي سمه ده او که نه وي په تیر کې يې هم له افغان حکومت سره په بېلابېلو وختونو کې اړيکې لرلي وي.

د طالبانو رسمې اعلامیه

داځل د طالبانو د اعلاميې ډول تغیر موندلی، طالبانو د سولې د مذاکراتو یوه ورځ وروسته داسي اعلامیه  خپره کړه چې د اسلام آباد د خبرو رد يې په واضیح ډول سره نه دی کړی، بلکه که ډیر ځیر شو، يو ډول يې دهمدې خبرو د طالب  غړو د صلاحیت تاید کړی دی، ویلي يې دي چې طالبان د ښه پرمختګ او سمون له پاره وخت په وخت د چارواکو په صلاحیتونو کې تغیر او بدلون راولي، د ټولو داخلي او خارجي چارو مسؤلیت سیاسي دفتر لري، سیاسي دفتر واک لري چې هرچیرته او هرځای له کورنیو او بهرنیو اړخونو سره مذاکرات وکړي

دا هم امکان لري چې طالبان به خپل غړې له لاسه ورکول نه غواړي، هغه کسان چې د افغان حکومت سره يې په خبرو کې ګډون کړي، د طالبانو د مشرتابه له اجازې پرته به يې دا کار کړي وي، لکه چې تیره میاشت يې د چین په اوړمچې کې هم ناسته کړي وه، اوس به طالبانو هڅه کوي چې د وېش مخه ونیسي او په ارام سره دغه تر فشار لاندي طالب چارواکې وپوهوي چې په دغه ډول ناستو کې له ګډون څخه ډډه وکړي، نو له همدې امله به يې په خپله رسمې اعلامیه کې نرمښت او تجاهل کړي وي، ولي د سیاسي کمیسون ویاند ډاکټر نعیم دغه خبرې رد کړي دي.

د سولې مخامخ خبرې

اسلام آباد ته نږدې د مرې په ښایسته ښارګوټې کې د افغان حکومت او طالبانو مخامخ د سولې خبرې چې د جولای پر اومه نیټه ۲۰۱۵ يې خبر ورکول شو، لومړی ځل و چې ولسمشر غني ددغو مخامخ خبرو هرکلی وکړ، دا ځل سپينې ماڼۍ هم د طالبانو او افغان حکومت د خبرو هرکلی وکړ.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف چې په ناروي کې و، ثبت شوی پېغام يې پاکستاني ټلویزون خپور کړ او ويلي يې و چې د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې ښه پرمختګ دی.

په منظم ډول د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د همدې سولې خبرو اړند پرته له جزیاتو ډیر لږ معلومات د رسنیو په واک کې ورکول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وروستی اعلان کې راغلي چې د دواړو لورو استازو موافقه وکړه چې خبرو ته به دوام ورکوي او له روژې وروسته به بیا خبرې کوي.

ښکارې چې د سولې  مذاکراتو په دغه  دوه ساعته غونډه کې به  هغو طالبانو چې د سیاسي کمیسون غړیتوب نه لري، ولي واک او صلاحیت به ورکول شوې وي د افغان حکومت استازو ته به يې خپل شرایط او غوښتنې مخامخ ویلي وي.

 له مودې راهیسې پر طالبانو بېلابېل فشارونه و چې خپل دریځ مخامخ افغان حکومت سره شریک کړي، تر ټولو زیات فشار د پاکستان هیواد و چې ددوی منځګړیتوب ومني او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښينې، دا ډول د امریکا فشار داو چې طالبانو باید مخامخ طالبانو سره خبرو ته کښينې.

له دي سره سره هغه هیوادونه چې طالبانو سره يې د سولې اړوند په اړیکو کې پرمختګ درلود چې قطر، چین، ناروي، جاپان ، ایران او ترکیه یادولای شو، دهغوی غوښتنه به هم داوه چې يوځل طالبان خپل ځينې شرایط افغان حکومت ته مخامخ وړاندي کړي، تر څو نړيوال او د سولې اړوند ذیدخل هیوادونه پوه شي چې افغان حکومت د طالبانو شرایطو منلو ته چمتو دی که نه؟  او لوی موانع د سولې په مخ کې کوم دي.

هغو افغانانو چې له طالبانو سره يې په دوحه، ناروي او دوبۍ کې کتلي و، تر ډیره معلوميږي د هغوی غوښتنه هم داوه چې طالبان باید خپلې غوښتنې له افغان ولس او مخامخ افغان دولت او نړیوالو سره شريکې کړي.

داډول د طالبانو په لیکو کې هم ځينې داسي کسان و چې طالبانو څخه يې غوښتنه درلودله چې افغان حکومت ته مخامخ خپلې غوښتنې وړاندي کړي، او حکومت و ازمويې چې د طالبانو دې غوښتنې ته چې بهرنیان دي له افغانستان څخه ووځې کوم ډول ځواب ویلای شي.

که طالبانو افغان حکومت ته خپل پخواني شرایط وړاندي کړي وي چې د بهرنیانو وتل ، د طالب مشرانو نومونه له تورلسټ څخه ایستل، پر طالب مشرانو د اعلان شو جوایزو لغوه کول،  د قطر دفتر په رسميت پېژندل، د سولې له پاره رښتونې هڅې او يو داسي حکومت باندي هوکړه چې ټولو افغانانو ته  دمنلو وړ وي.

په کور دننه د حکومت خپلمنځې اختلافاتو ته په کتلو سره ښکاري چې دغه ډول د طالبانو غوښتنې به د افغان حکومت تر واک پورته وي، او افغان حکومت به ونه شې کولای چې د طالبانو غوښتنو ته مثبت او پر وخت ځواب وويې.

داچې داځل د سولې خبرو کې د امریکا او چین استازو ګډون درلود، يوه ښه پرمختګ دي، موږ ډیر ځله ويلې چې د سولې د خبرو د پرمختګ ضمانت دي لوي هیوادونه وکړي، اوس به معلوم شي  چې د طالبانو غوښتنو ته به افغان حکومت او امریکا څه ډول ځواب ووايې.

د سولې ددغه تازه مذاکراتو څخه د پخواني ولسمشر کرزي مشروط ملاتړ هم رسنیو را اخستي دی.

طالبان په خپله خوښه که  د فشار او مجبوریت له مخې خبرو ته کیناستل

پوښتنه داده  که طالبان پرته له فشار څخه  د زړه له کومې خبرو ته حاضر شوې وي، پاکستان هم پکې مثبت رول لوبولی وي، بیا په کار وه چې اسلام آباد کې د سولې مذاکراتو ته د طالبانود سیاسي دفتر (قطر دفتر)  ځينې غړې راغلي وای، په خبرو کې يې مخامخ برخه اخستې وای، ځکه طالبانو خو په وارو وارو ویلي چې د سولې مذاکراتو واک او صلاحیت يواځي د دوی د سیاسی کمیسون (قطر   دفتر) سره دی.

که چیرته پاکستان د طالب مشرانو په خوښه مذاکراتو ته زمینه برابره کړي وي، په کار ده چې طالبان د سولې مذاکراتو کې خپل ګډون ومني، واضیح داخبره دوی نه ده منلي، دغسي یو ګونګ او مجهول حالت تشویشونه نور هم زیاتوی، په داسي حال کې چې په اوس وخت کې هر څه ډیر ژر روښانه کيږي، رسنۍ او سرچینې دومره زیاتې دي چې خبرې پټې نه پاتې کيږي، خو د اسلام آباد خبرې لا هم ګونګې دي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو اړوند سرچینې ګرده پاکستانۍ رسنۍ دي، هر څه د پاکستانې چينلونو څخه راوځي، افغان حکومت، طالبان، امریکا او چین په دي اړه وضاحت نه کوي.

ددغسې مهمو ناستو او غونډو اړوند چې پوره ۱۴ کلونه وروسته افغان حکو مت او طالبان د سولې مخامخ خبرو ته کینې په کار وه چې ابتدايې کارونه يې د نړیوالو او یا خو سېميېزو اصولو مطابق سرته رسيدلي وای، ولي دومره ژر هرڅه په عجله د يو تفریح په ډول تر سره شول، هغه هم د مرې په تفریحې ښارګوټې کي.

په کار وه چې افغان حکومت، طالبانو  دا ډول د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مخامخ مذاکراتو اړوند اعلاميې د يو بل د باور په موخه خپرې کړي وای، د سفرونو دقیق نيټه مخکې له مخکې اعلان شوې وای، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت يې رسمې کوربه توب اعلان کړی وای، لکه چې تیره میاشت د ناروي هیواد د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو رسمې کوربه توب کاو.

ددغسې مخامخ خبرو له پاره دا اړینه وه چې ایران، سعودي عربستان، قطر، امارات، ترکیه،  هند، دمنځنۍ آسیا هیوادونه او حتی روسیه په اعتماد کې واخستل شي.

ښکاري چې يواځي استخباراتي لوبه ده، پاکستان غواړي چې افغان حکومت او نړيوال وغولوي، پر طالبانو به يې فشار راوړی وی، چې هسې يو عادی ناسته دي ځينې ټیټ پوړې طالبان له افغان حکومت سره وکړي.

آیا پاکستان د سولې اړوند خبرو کې رښتونی دی؟

که پاکستان د سولې خبرو کې رښتونې وي بیا نو ویلای شو چې د اسلام اباد د سولې لنډ او پڅ مذاکرات يو ښه پرمختګ دی، ولي که د پاکستان هڅه يواځي داوې چې افغان حکومت او نړیوالو ته وښيې چې طالبان خبرو ته کينولی شي او له طالبانو سره په پټه توافق شوی وي چې درانه شرطونه د سولې مذاکراتو کې وړاندي کړي هغه چې د افغان حکومت له واکه نه کيږي، بیا نو ویلای شو چې دا به هم د پاکستان د تیرې يوې لسیزې د سولې اړوند مذاکراتو د تګلاري برخه او نوي بڼه وي.

په اسلام آباد کې د جولای د اومې مذاکراتو څخه به پاکستان ډیره ګټه پورته کړي، اوس به اړ نه وي چې افغان حکومت ته د طالبانو د سولې میز ته راکښ کولو کې سپيناوی وکړي، عملا يې داکار وکړ، زیان به يې ډیر زیات طالبانو ته ورسیږي، هغوی چې هر وخت يې د پاکستان په منځګړیتوب له افغان حکومت سره د خبرو کولو رد او ډډه کوله.

طالبانو د  سولې د مخامخ  خبرو چمتوالی نیوی

زه باوري یم طالبان د سولې خبرې کوي، ولي د هغوی د مشر ملامحمد عمر مجاهد اجازې ته ګوري، تر اوسه هغه ورته د افغان حکومت سره د مخامخ خبرو کولو اجازه نه ده کړي، بیا څه ډول باور وکړو چې  د اسلام آباد ناسته به د طالبانو په خوښه د افغان حکومت سره د سولې مذاکرات و؟

کله که د طالبانو مشر ملامحمد عمر د طالبانو سیاسي کمیسون ته د افغان حکومت سره د مخامخ خبرو اجازه وکړي، بیا به د طالبانو سیاسي کمیسون اړ وي چې د سولې د مذاکراتو اړوند يو واضیح او روښانه میکانزم او تګلاره ولري.

افغان ولس به د افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو باندي هغه وخت باور ولري چې د طالبانو د سیاسي کمیسون (قطر دفتر) غړې د سولې مذاکراتو کې مخامخ ګډون ولري، دا خبره طالبانو نږدې په خپله هر اعلامیه کې کړی چې د خبرو واک د طالبانو له سياسي کمیسون سره دی، کله چې د خبرو جریان او مذاکرات د سیاسي دفتر له خوا رسما رد کیږي، بیا هم شک دی چې د اسلام آباد خبرو کې چل او فریب نه وي.

موږ پر دي هم پوهیږو او په خپلو لیکنو، ټلویزوني او راډیوي  بحثونو او  مرکو کې مو ولي چې د دوحې (پګواش غونډه)، د ناروي او دوبۍ ناستې په کرار کرار بالاخره د طالبانو او افغان  حکومت تر منځ مخامخ خبرو ته لاره هواروي، او یو وخت به دغه دواړه لوري مخامخ خبرو ته کيني.

زما د معلوماتو له مخې طالبانو غوښتل چې نوی افغان حکومت سره خبرې وکړي، د امریکا سره امنيتې تړون او د پاکستان مداخلت دغه پروسه دادی نږدې ۹ میاشتې ځنډنۍ کړه.

حکمت  کرزي د طالبانو د قطر دفتر له استازو سره د اشرف غني د حکومت له جوړیدو مخکې هم لیدنه کړي وه، د هغوی سره يې شناخت پيداشوی و، د حشمت کرزي د مرګ اړوند يې د طالبانو سره خبرې کړي وي، کوم چې  طالبانو يې بیا وروسته وختونو کې د ده د ورور په مرګ کې لاس لرل رد کړي و.

دا ډول حکمت کرزي د ناروي کانفرانس کې هم ګډون درلود، په دغسي نړیوالو کانفرانسونو کې ډیر ځله زمینه برابريږي چې شکېل اړخونه یوبل سره وګوري، ددي امکان نه شي رد کیدای چې حکمت کرزي به د طالبانو له پلاوي سره په ناروي کي کتلي وي، او د سولې اړوند به يې ځينې غیر رسمې خبرې کړي وي.

داځل چې د نورو لوړ پوړو افغان چارواکو پر ځای حکمت کرزي د سولې اړوند مذاکراتو کې ګډون وکړ، دوه لاملونه به يې و، لومړی داچې د قطر دفتر کسان پېژني، وګورئ چې طالب ګډونوال استازیتوب کولای شي که نه، آیا په غونډه کې طالب ګډونوال د قطر دفتر غړي دي که نه؟

بل داچې د طالبانو د ټيټې کچې کسانو په ناسته کې ګډون درلود، افغان حکومت هم نسبتا د ټيټې کچې کسان غونډې ته واستول.

موږ هیله لرو چې د طالبانو سیاسي کمیسون او افغان حکومت ټولې  د سولې اړوند پټې خبرې  په خپل وخت سره د افغان ولس سره شريکې کړي، او دواړه لوري هڅه وکړي چې د استخباراتي جګړې قرباني نه شي، بلکه سولې ته د رسيدو له پاره اساسي لارو چارو باندي غور او فکر وکړي.

طالبانو هڅه کوله چې په نږدې کال یو نیم کال کې  د سولې مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي، لومړی د خلکو او طالب جنګیاليو ذهنونه د مخامخ خبرو له پاره اماده او بیا مستقېم د سولې مذاکرات له افغان حکومت سره پېل شي.

پاکستان له وخت نه په ګټې اخستو بیړه وکړه  د طالبانو دغه پلان يې بیا له خنډ او ځنډ سره مخ کړ، دا ډول افغان حکو مت هم پر خپلو لوړ پوړو کسانو بې باوره شوې وه هغوی چې په پټه او ښکاره يې له طالبانو سره اړيکې نیولي او ناستې يې کولي، همدا لامل به و چې  دومره په بیړه او ناسنجیده مخامخ ناسته پرته له مقدمې د پاکستان په وساطت اسلام آباد کې په بیړنې او غیرتخنیکې ډول جوړه شوه.

د معلوماتو له مخې د پاکستان او طالبانودقطر دفتر د غړو ترمنځ فاصله ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو ده، په ټوله کې پر طالبانود پاکستان فشار ډیری طالبان له پاکستان څخه ایستلو او لیري کولو ته اړ کړي، ویل کیږي طالبانو پاکستان ته ویلي چې  نور به د پاکستان په خاوره کې پاتې نه وي، له دي هیواده به وځي، او اړ نه دي چې د پاکستان فشار او خبره ومني

افغان حکومت باید د سولې اړوند د حکومت دننه خپلمنځې ستونزې حل کړي

 په کار ده چې افغان حکومت په کور دننه د سولې اړوند  خپلمنځې ستونزې د پخواني ولسمشر کرزي له ډلې، اجرایوي رئیس عبدالله عبدالله په ټوله کې د شمال ټلوالي،د اجرايوي رئیس له  معاون محقق او د ولسمشر لومړي مرستیال دوستم سره  حل  او د سولې اړوند د بېلابېلو نظرونو پرځای يو روښانه تګلاره او يو نظر ولري.