افغان موج   

زما د ګران وطن پتمنوخلکو

 زما باتورو ، غیرتمنو خلکو

 ستاسو میړانی ته سلام کومه

ای میړنیو ای تورزنو خلکو

بیا مو په مینه دلالي کوي څوک

زما په ګران وطن مینو خلکو

بیاموپه لارکی څوک اغزي ویړوي

 ای د آزادژوند آرزومنو خلکو

 بیایی د شوکی په نیت لارنیولي

 څو پردیپالو ، خپل دښمنو خلکو

ګورئ چی ھیڅوخت پری باور ونکړئ

بیا په مشکوکو او شکمنو خلکو

څوک بیاد تیرپه څیر،سوداونکړي

ستاسو په رایو او غوښتنو،خلکو

غله اوشوکمار،ټول درته ښه معلوم دي

 اړتیا یی نشته د پوښتنو ،خلکو

لویو، وړوته سم عبرت په کاردی

له خپلو تیرو تیروتنو ،خلکو

ھوښیاره اوسئ،پری ونه غولیږئ

د کوم دښمن په ارزونو ،خلکو

خپل سوله ایزقیام په وړاندی بوزئ

ای د وطن ګټوته ژمنو خلکو

 

وطنه

چا دی په لارکی پخپل سرګټلی  ویاړ وطنه

چاد پردیوپه خوله ته کړی وران ویجاړوطنه

اصیل زامن دی د سیالانوسره،سیال جوړوي

مُریان لګیادي چی دھرڅه کړي کباړوطنه

څوک په میړانه له پردیو ، ستا ساتنه کوي

څوک دی د لاری په سرچورته دي ولاړوطنه

الحاج الھام الدین قیام

۱۵/۰۴/۲۰۱۴