افغان موج   

شه مبارک دی ، نوئ کال افغانه

له خدای دی تل غواړم خوشال افغانه

تیرکال خوتیرشو،ځانته ونیسه اوس

دانوئ کال دی په نیک فال افغانه

چی ھمداکال،زمونږدسولی کال شي

خدای ته مُدام کوه ، داسوال افغانه

ھوښیاره اوسه ، بی تدبیره نه شی

مُدام دی لوړلره ، مورال افغانه

پردي به ووزي،داوطن به ستاشي

کامل به ستاشي ، استقلال افغانه

بیانوتوپک پریږده،قلم راواخله

ځان په قلم کړه،ښه سمبال افغانه

که پرمختګ غواړی،کتاب ووایه

له کتاب زده کړه استدلال افغانه

نوردپردیوخیراتونه ھیرکړه

پردئ خیرات لري،جنجال افغانه

ددښمن ھرسوغات حرام وګڼه

پخپل وطن کی خوره حلال افغانه

زمونږوطن ټول،له کانونوډک دی

خوغواړی ستانه ،لږکمال افغانه

ھرڅه پریمان پخپل وطن کی لرو

خوغواړي چل داستعمال، افغانه

دجنګ دلاسه سوړ،سپیره وطن ته

پخپل زحمت راوړه جمال افغانه

اوس دجګړی په ضدقیام شروع کړه

جوړشه جګړی ته سترزوال افغانه

پخپل ملي وحدت دی بیاژوندئ کړه

د پلارنیکه دوخت جلال افغانه

 

الحاج الھام الدین قیام

والدورف/جرمنی

۰۲/۰۱/۲۰۱۴