افغان موج   

دمحب زغم لیکنه

اخستل شوی له

http://baheer.com

  

فرهنګ او سياست

 

يو چا د( ډي ان اې ) دفتر ته وربللى وم ، هلته يو ورکشاپ و. چې ورغلم کتل مې چې د نويو جوړو شويو ګوندونو د سر کسان ټول حاضر دي ،نه پوهېږم چې زه يې څنګه دعوت کړى وم زه خو نه په کوم ګوند کې وم نه کوم سازمان کې ، يوازې مې کله کله سياسي ليکنې کولې. ټولو لوکسې دريشۍ اغوستې وې ، ښکلې نيکټايۍ يې تړلې وې د عطرو بويونو خو يې ټوله کوټه په سر اخيستې وه ، يوازې زه په خت پرتوګ کې وم.
 

د کوټې اخر سر ته لاړم او په يوه کنج کې کېناستم ما  وې چې څوک مې ونه شړي. پس له يو څه انتظاره يو دنګ شين سترګي سړى کوټې ته راننوت ، يو ساده کوباى پتلون يې د يوه بې لستوڼي کميس سره اغوستى و ترجمان يې تر ده ډېر لوکس و. ځان يې داسې راوپېژاند زه جېمز واکر د امريکا په خارجه وزارت کې د سياسي ګوندونو په ډيپارتمنت کې کار کوم. نن تاسو ته د سياسي ګوندونو تر منځ د ايتلاف په هکله يو څو خبرې کوم.

د دې په ويلو سره سپينې دړې خوا ته لاړ او په انګرېزي باندې يې وليکل: ايتلاف

بيايې  ټولو ته په ځير وکتل ترجمان ته يې وويل زما له بکس نه کاغذ او قلمونه راوباسه او پر دې څو کسانو چې قلمونه نلري وې وېشه. همدا چې ترجمان د قلمونو پر وېشلو پيل کړ ومې ليدل چې ټولو خپل قلمونه بېرته خپلو جيبونو ته واچول او هر يوه يې ترجمان ته ويل چې:

_  ماته هم راکړه

_  يگ دانه پر مام

_دې خواته وګوره

 له کوټې نه حمام جوړ شو،د جېمز خوله وازه پاتې وه شاو  خوا ته يې حيران حيران کتل. تاسو څه فکر کوۍ  چې دا قلمونه څه ډول وو، پارکر ؟ شيفر ؟ يا کوم بل ډول ګران بيه قلم؟

نه بابا ساده بېک قلمونه وو چې ښار کې په پنځو  افغانيو خرڅېږي.

په همدې وخت څنګ ته مې ناست سړي ته فکر شو چې د قلم په اخيستلو دومره خوشاله و چې خوله يې جينګه پاتې وه. سوټ بوټ يې ښه برابر و، ږيره او برېتونه يې هم پاک خرييلي وو، خو تر لاندنۍ شونډې نه يې لاندې يو غټ تک تور مچ ناست و. لاس مې وروغځاوه چې مچ ترينه وشړم، بد بد يې راته وکتل او وې ويل:

_ چې ميکني؟

_ هيڅ وروره ما وې چې دغه مچ به درنه وشړم

 _ او بې فرهنګ اي ريش اس يا منګس؟

_ اوه ورورکه بخښنه غواړم، دا ږېـره خو دې ماته بيخي لکه مچ غوندې ښکارېده

_ ادم کوهي

       زړه کې مې وويل چې کوهي خو ريښتيا چې يم اوپه دې که نو څه عيب دى ، سمې خو هسې هم زورواکو لاندې کړي دي ، موږ بيچاره ګان خو مجبوره  يو چې په غرونو کې واړوو. خو دا بې فرهنګ يې نو ولې راته وويل، که د داسې ږېرې لرل فرهنګ وي خو ريښتيا هم بې فرهنګ يم.

       يو بل سړکى راغى کاغذ او قلم يې په لاس کې و ، له يوه سره يې د ناستو کسانو نومونه ليکل، د هر چا مخې ته به چې    ودرېد هغه به ځان ورته معرفي کاوه:

 _ بکتاش ( پيکار ګرا ) ريس حزب جوانان فېشن ګرا

_ رحمان قل ( جوشان ) معاون حزب رفاه براى شمال

_ فروزان ( فرزانه فر ) حزب مترقي ارايش

_ داريوش ( قباديان ) حزب مشارکت فرهنګي

  _ عبدالستار ( سنتيار ) مسلمانيک ګوند

       د (  مسلمانيک ) کلمه راته عجيبه غوندې ښکاره شوه ، خو بيا يو چا راته وويل چې د مسلمانيک ( ايک )  د ډيموکراتيک له ( ايک )څخه اخيستل شوى.

       خير جيمز په اوتو بوتو سر شو ،داسې خبرې يې کولې چې ته وا  موږ ورته ماشومان ښکارېدو. ويل يې چې : (( دايتلاف   ګټه دا ده چې انرژۍ مو پر څو برخو نه وېشل کيږي او که چېرې  ايتلاف سره وکړۍ نو انتخابات ګټلې شۍ، خو د ايتلاف اول شرط دا  دى چې ايتلاف کوونکي بايدسره ګډې موخې او ګډ نظريات ولري)).

 زړه کې مې ووېل موږ د داسې ګوندونو او تنظيمونو ايتلافونه ليدلي دي چې يو د بل وينو ته هم تږي دي يو د بل  په زرهاوو تنه يې سره وژلي دي او نن په يوه کاسه کې ډوډۍ خوري، نو ته څه راته لګيا يې او د ايتلاف درسونه راکوې موږ پخپله په دې کار کې استادان يو. ته وايې ايتلاف کوونکي بايد سره ګډې موخې ولري، خو موږ تور ، سپين ، سور او شين سره ګډوو او بيا نو برګ برګ کېږو.

       د جېمز په خبرو کې يو ټکى هم نه و چې په يادداشت کولو دې وارزي ، خو ټول ناست کسان بوخت وو او قلمونه يې پر کاغذو خوځېدل. ما وې ته ودرېـږه چې دوې څه شى ليکي. يوه ته مې سر ورنږدې کړ که ګورم چې د خپلې امضا پرېکټس کوي ټوله پانه يې په امضاګانو ډکه کړې وه، يو بل تن بيا داسې ښکارېده چې پر خپل نوم به مين وي د کاغذ مخ او څټ يې په خپل نوم ښايسته کړى و. څنګ ته مې ناست فرهنګي چې زه يې بې فرهنګه بللى وم يو زړه کښلى و چې په غشي سورى شوى ، د وينو له څاڅکو څخه يې لښتى بهېدلى او د پاڼې په اخر کې په سيند بدل شوى و. ما خو بيالوژي کې لوستلي وو چې د انسان د بدن ټوله وينه پنځه ليټره کيږي نو دا به د کوم ځناور زړه وي چې دومره ډېره وينه لري.

       جېمز د خپلو خبرو په پاى کې وويل : ښاغلو ! په څنګ کوټه کې ډوډۍ تياره ده مهرباني وکړئ.

د ټولو په څېرو کې د خوشالۍ برېښنا وځلېده.       زه تشناب ته لاړم چې  لاس پرېمينځم، خو چې بېرته راغلم(( نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي )) پر مېزونو باندې بريد و، داسې ښکارېده چې دا ټول خلک له وريجو څخه پرهېز دي او يا خو چا قسم ورکړى چې پرته له غوښې دې بل څه نه خوري. خوړل کاشکې واى ، نه پوهېږم چې داړل  وو که چيچل وو. اوس که ووايم چې د داړونکو په څېر يې پر غوښو حملې کولې خو ما به هم ملالۍ جويا غوندې پسې واخلۍ. تر ټولو جالب خو هماغه فرهنګي و د چرګ ورنونه يې يو په بل پسې پورته کول. په داسې بېړه يې شخوند واهه چې ته وا د ټېکې کار دى.

ورون به يې په دواړو لاسو ونيو او په جينګو غاښو به يې وداړل. په دې وخت کې جېمز هم راغى خو د فرهنګي په ليدلو بېرته  په بېړه ووت، څو شېبې وروسته په منډه راغى يوه ډيجيټله کمره يې په لاس کې وه د فرهنګي عکسونه يې  په داسې حال کې واخيستل چې د يوه ورون  غوښې يې خلاصې کړې او پر هډوکو يې شخوند واهه. جېمز فرهنګي ته پرله پسې تنکيو تنکيو ويل. فرهنګي هم خپل موټى شوى لاس چې غټه ګوته يې نېغه نيولې وه جيمز خواته ښوراوه او تنکيو تنکيو يې ويل.

       څه به ووايم د فرهنګيانو او سياستوالو د دې حال په لېدو مې اشتيا بنده شوه ، فرهنګ او سياست دواړه مې هغوې ته پرېښودل او خپله لاره مې ونيوه.