افغان موج   
FacebookTwitterDiggDeliciousGoogle BookmarksRedditLinkedinRSS Feed

زه افغان یم بد لولی مې څوک نه شي

غلام نه یم خرڅولی مې څوک نه شي

زه د حق په لارد خپل منزل په لوري

ځم په وړاندې درولی مې څوک نه شي

د نړۍ شیطانان ټول که یوځای راشي

پر مخ درومم ستنولی مې څوک نه شي

که ژوندی مې ترمرۍ خېټې ته تیرکړي

سورانګاریمه زغملی مې څوک نه شي

زماد وینې له ھرڅاڅکي لښکرجوړشي

که مې وژني ورکولی مې څوک نه شي

ھرظالم مې پاس په سروھي قیامه

اوس سندان یم ماتولی مې څوک نه شي

الحاج الھام الدین قیام

02/09/2015