د وطن ھـــره دره په وینو سره ده
ھره دښته او میــره په وینو سره ده
اوس د کلي ھرګودر په وینو سور دی
ھم د ھر کلي دیره په وینو سره ده
ھلته برزمونږ قبرونه واړه سره دي
زمونږ ھره ھدیره په وینو سره ده
ھردیوال یی په سرو وینو لړل شوی
اوس د ھرملک حُجره په وینو سره ده
اوس د ھرکلي جومات په وینو سور دی
پکی ھره سپاره په وینو سره ده
په ناحقه په دُرو خلک وھل کیږي
د ملا صیب دُره په وینو سره ده
لا د سولی اسره مړه نده، ژوندۍ ده
خو قیامه دا اسره په وینو سره ده
الحاج الھام الدین قیام
17/04/2014