افغان موج   

د خلاصون وخت دی، خپل خلاصون ته په غورځنګ راووځئ

ښځی او نر ، میدان ته یو ځای څنګ په څنګ راووځئ

نن د عزت او زلت سوال دی ، که عزت خوښوئ

د خپل عزت خوندي کولوته په ننګ راووځئ

نن د قلم اود توپک تر منځه جنګ روان دی

قلم را واخلئ ، د توپک په ضد په جنګ راووځئ

نن د ښکلا او بدرنګۍ ترمنځ جنجال پیښ شوی

که مو ښکلا خوښیږي، جنګ ته د بدرنګ راووځئ

که په خپل کورکی خپل واک غواړئ،سره یوشئ واړه

ځانځاني پریږدئ ، په اتفاق ټول ھم آھنګ راووځئ

نور د غفلت او د لټۍ خوبونه شاته پریږدئ

د اسارت په ضد جګړی ته ټول بیدرنګ راووځئ

ستاسو پاڅون به د جګړی په ضد قیام شي خلکو

که لږھوښیار،په ھرڅه پوه،په ھوش زرنګ راووځئ

 

الحاج الھام الدین قیام