افغان موج   

نور محمد غفوری                                           

چې د یار نازکې شونډې مچو نه کړم

که تمامه دنیا راکړی زه بې څه کړم؟

که مې سر ځي که مې مال دیار وصال کې

پروا نکا، زه به واړه نذرانه کړم

له خالقه توفیق غواړم په خدمت کې

چې سمسوره د وطن هره دره کړم

بیا به هلته فیشني او ښکلی ښکارم

چې مې مخ د وطن دوړو کې سپیره کړم

شپه او ورځ مې د وطن له غمه سوځم

خپل هیواد به په اروپا باندې ورنکړم

هیوادوال مې د پردیو په لمسون ځي

چاته ونالم، له چانه به ګیله کړم؟

چې د خپلو آشنایانو نفاق ګورم

دا زخمی زخمی زړګی اوبه اوبه کړم

افغانان چې پخپل منځ کې نه جوړیږي

نو به څنګه له پردو ځنې شکوه کړم؟

یو له بله مرورو وروڼو راشئ

د وحدت په میز به واړه میلمانه کړم

پل په پل به مو په لاره سره بوزم

دا زخمي، زخمي ځیګر به مو پینه کړم

د نفـاق له خیاله ووزئ ســـره یوشئ

زه به خپل ژوندون له تاسې صدقه کړم