افغان موج   

ځواب

نن ټول افغانستان په شد او مد ځواب درکړی

نن ټول ملت یوځای درته یوګډ ځواب درکړی

د جنګ نه ستړي شوي ولسونه سوله غواړي

دوی ځکه نن په ټولو ، یو مُفرد ځواب درکړی

د بد کارپه بدل کی خو ھرڅوک په بدو اوړي

نن ځکه ولسونو درته بد ځواب درکړی

ولس اوس ھوښیارشویدی،په ښه اوبد پوھیږي

نن ټولو ولسونو په خرد ځواب درکړی

د خلکو فیصله ده ، پکی چون او چرا نه شته

نن خلکو په اتفاق درته د رد ځواب درکړی

انکار لدی ځوابه ، نن ھیڅوک کولای نه شي

ولس درته په ډاګه ، مُستند ځواب درکړی

په ضد دی ولسونه ، بیا قیام ته راوتلي

د تیرپه څیریی بیاھم، مُجدد ځواب درکړی

 

الحاج الھام الدین قیام

والدورف/جرمنی