افغان موج   

وران وطن موپه نفاق جوړیږي نه

په وحشت او اختناق جوړیږي نه

په وفاق او اتفاق وطن جوړیږي

یو له  بله په  شقاق جوړیږي  نه

د قومونو ترمنځ ټینګ یووالی غواړي

یو له بله په فراق جوړیږي  نه

د جګړی ورانۍ په سوله کی جوړیږي

د بل جنګ په  اختراق جوړیږي  نه

د وطن جوړول کار او زحمت غواړي

تش د غورو په اغراق جوړیږي نه

د توپک په عوض بیل اوکولنګ غواړي

په  برچه او په  قُنداق جوړیږي  نه

د جګړی پرھر، ملھم غواړي قیامه

په متروکه او شلاق  جوړیږي  نه

الحاج الھام الدین قیام

والدورف/جرمنی

۰۳/۰۵/۲۰۱۴