افغان موج   

راشئ نفرت وغندو، د مینی ګد اظھاروکړو

بس کړو وروروژنه،دجګړی نه نورانکاروکړو

راشئ د نفرت جرړی له بیخ او بنیاد وباسو

ټول لکه سکه وروڼه په یو بل اعتبار وکړو

یو ځای لکه وروڼه د جرګی په ټغر بیا کیښنو

نوردځانځانۍ په ځای په ټینګ وحدت ټینګاروکړو

ھرڅوک د خپل ځان په تیروتنو نظر واچوو

راشئ چی په تیرو تیروتنو اوس اقرار وکړو

وران وطن په سوله آبادیږي ، په جګړه نه شي

راشئ چی په سوله کی ټول ګډ،کاراوپیکاروکړو

لمر مرور شوی ، تورتم دلته اړولي دي

راشئ دی تورتم ته،سرشته دکوم سھاروکړو

ښکاري مروردی چی د سولی بھار نه راځي

راشئ چی په ګډه ننواتی د بھار وکړو

ژوند رانه ھیرشوی، دمرګوپه لورمو مخه ده

راشئ چی له مرګه بیا دژوند په لور ګُذاروکړو

راشئ د جګړی په ضد د سولی قیام پییل کړو

نور به د جګړی په ځای په سوله افتخار وکړو

والدورف/جرمنی

الحاج الھام الدین قیام

 

۰۲/۰۲/۲۰۱۴