افغان موج   

دوعدې سره سم دادی ځما دغوښتنو او پوښتنو په لړکې له غيرتي افغانانو څخه څو پوښتنې لرم.

افغانه!

وايه افغانه چې کوم چا درنه حجره ورانه کړه؟

چا د بابا د جرګو خونه، چا ديره ورانه کړه؟

چا دې سورڼۍ، چا دې رباب، چا دې سه تار مات کړو؟

چا دې سندره، چا ټپه، چا ننداره  ورانه کړه؟

 

وايه چې چا درنه  رواج، چادې دستور مات کړو؟

افغانه چا درنه  فرهنګ، چا دې  کلتور مات کړو؟

افغانه چا دې  د غرور پګړۍ  د بل په سرکړه؟

چا دې د پلار د تورې  نښه، چا غرور مات کړو؟

 

له چا شرميږه مه  افغانه، په جرئت  ووايه

نور د درواغو وخت  تير شوی، حقيقت ووايه

چې هر څوک تاته  پدې کار کې ملامت ښکاريږي

اوس ملامت  ته  ګرانه  ته  هم، ملامت ووايه

الحاج الهام الدين قيام