افغان موج   

۲/۶/۱۳۹۱

په چک ولسوالۍ کې جګړه روانه ده

د اختر د دوهمې ورځې را پدیخوا د وردګو د ولایت د چک په ولسوالۍ کې د دولت او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د اختر په دوهمه ورځ  د وردګو د چک د ولسوالۍ په لور دولتی پوځی ځواکونو حرکت وکړ. عینی شاهدان وایی چې په دې ځواکونو کې د دیرشو په شاوخواکې ټانکونو او زغره لرونکو وسیلو برخه لرله او د هوائی ځواکونو او الوتکو لخوایې هم حمایت کیده. د اختر په دوهمه او دریمه ورځ دا ځواکونه د لارو په اوږدو کې جوپه جوپه د طالبانو له مقاومت سره مخامخ شول. د ګلی او زمانخیلو په سیمو کې جګړې سختې وی. د مداد په سیمه کې چې دوو تنو (فرمان الله د محمد سعید ځوی د بمبایی کلی د نوآباد اوسیدونکی او عبدالباری د تنګی سیدان اوسیدونکی) غوښتل چې ټانکونو ته ماین خښ کړی، د بي پیلوټه کشفی الوتکو له خوا له منځه یوړول شول. پرون مازدیګر کله چې دا ځواکونه د چک ولسوالۍ ته ورسیدل، نو بیرته د کابل په لور راستون شول چې  تیره شپه هم په سیمه کې جګړې دوام لاره. عینی شاهدانو د تلفون له لارې همدا اوس چې د لسو بجو شاوخوا ده، ماته وویل چې په دې جګړه کې د شیرینخیلو د کلی او شاوخوا لسو د غنمو درمندونو اور اخیستی او دولتی پنځه ټانکونه ویجاړ او له کاره لویدلی دی. همدا اوس د تیلفون له لارې هم  د سختو ډزو غږونه اوریدل کیږی او بمباری هم دوام لری.

د زمانخیلو سبین ږیری مامور آغاجان چې د ویجاړ ټانک له څنګه سیل ته ولاړ وو، د الوتکو لخوا تر ډزو لاندې ونیول شو او شهید شو.

په دې توګه د پیښې د عینی شهدانو لخوا ویل کیږی چې د وردګو د سیمې درې تنه شهیدان شوی، چې دوه یې طالبان او یو یې ملکی وګړی دی. د زخمیانو حساب یې نه ښکاری او په همدې توګه د دولت له ځانی تلفاتو څخه هم کوم خبر نه  دی تر لاسه شوی.

داچې ددې لویې قوې تګ د څه هدف له پاره و، د محل خلکو ته یې درک نه کیږی خو داسې آوازې شته چې ښایی دا په ولسوالۍ کې د میشتو امریکایی پوځيانو د انتقال په خاطر شوی وی.

د نویو معلوماتو د ترلاسه کولو سره سم به یې موږ له تاسې سره شریک کړو.

 

نورمحمد خلیلوال

 

Ghafury