۱۳۹۰/۸/۲۹هـ ش – ۲۰۱۱/۱۱/۲۰م م. حقیقت
له خپلې دندې څخه شرم
نو که داسې وي، نو نور به بېزو ته ترکاڼ ووایو!
د جهاد په کالو کې سیاف د پاړاچنار تر څنګ په صدې کې د یوه مهاجر کره په مرکه ورغی او د هغه لور یې یوه عرب شیخ ته په نکاح وغوښتله. ده هغه مهاجر ته وویل، چې دا عرب شیخ یو مسلمان او متقی او خورا موړ سړی دی، تا ته به هم ډېرې روپې درکړي او لور به دې له ځانه سره عربو ته بوځي او نیکمرغه به یې کړي. هغه مهاجر هم له یوې خوا د سیاف له ډاره او له بله پلوه د روپیو له لالچه خپله لور هغه عرب شیخ ته ورکړه. هغه عرب شیخ له دې پېغلې سره، چې د عمر له پلوه یې د لور پر ځای یې وه، واده وکړ او څو شپې یې د پیښور په انترکانټینټل هوټل کې ورسره تېرې کړې. وروسته تر هغه یې دا پېغله له ځانه سره د کراچې هوایي اډې ته بوتله او هلته یې د یوه دېواله خواته کېنوله او ورته یې وویل، چې دی ځي و د دواړو لپاره ټکټونه برابروي او بېرته راځي، چې بیا دواړه عربو ته لاړ شي. عرب شیخ عربو ته والوت او بېوزله پېغله یې هلته په تمه پرېښودله. هغه پېغله وروسته تر ډېره ځنډه پورته شوه او په ژړا ژړا یې له یوه او بل پولیس نه د عرب پوښتنه پیل کړه. یو پولیس، وروسته له دې چې د دې کېسه یې واورېده، نو ورله یې وویل، چې ډېرو عربو داسې ډېرې افغاني درنې مېرمنې دلته په ډاګ کې پرېښودلي. نو بیایې په چندې سره د پېښور ټکټ ورله وکړ او یو څو روپې یې هم ورکړې او بېرته یې پېښور ته ولېږله. په همدا راز سیاف زښتې ډېرې افغاني پتمنې پېغلې او مېرمنې په خپلو عربو اربابانو پلورلې دي.
یوه ورځ یوه ډرېور زما دوست ته تېلېفون وکړ، چې زه غواړم تا ووینم. هغه ورته وویل، چې وروره زه دې نه پېژنم، څنګه در سره ووینم. ده وویل، چې ستا نمبر ماته ستا پلاني ملګري راکړی دی. لنډه داچې کله هغه ډرېور راغی نو زما له دوسته یې وغوښتل، چې اروپا ته د تېښتې زمینه ورله برابره کړي، ولې چې ژوند یې په خطر کې دی. زما دوست د لامل پوښته ورڅخه وکړه. د کېسه داسې بیان کړه:
«زه د پروفیسور برهان الدین ربانی ډرېور یم. پرون وروسته له غرمې، چې کله دی مې کور ته ورساوه، ده ما ته وویل، چې د ناصرباغ کمپ ته ولاړ شه او هلته د مجاهدینو فلانی شهید سرګروپ مېرمن ارباب دوست محمد د مهاجرینو پېښوري کمېشنر ته وروله. زه هم ولاړم او د شهید هغه کونډه مې له کوره راواخیسته او افغان کمېشنرې ته مې وروستله. خدای شته، چې یو څه خوشحاله هم شوم، ولې چې فکر مې کاوه، چې رباني خوامخوا دومره زور او پېژندګلوي لري او غواړې چې دې مېرمنې سره د کمېشنرۍ له خواه مرسته وشي. که څه هم کمېشنرۍ ته بې وخته تګ لږ څه تشویش را په برخه کړی ؤ. کله مې چې هغه مېرمن کمېشنرۍ سره کوزه کړه، هغه دننه ولاړه او زه بهر ورله په موټر کې تم شوم. مېرمن له یوه نیمو ګنټو څخه ډېر وخت تېر کړ او زه ځورناکه شوم او له موټره راووتلم او د دړې له پیره لرونکو نه مې پوښتنه وکړه، چې هغه مېرمن ته ووایاست، چې راووځي. هغو په خوارا سپکاوي سره وویل، چې د راوتلو لپاره خو دې راوستلې نه ده، کرار کېنه، چې کله کار یې سم دم تر سره شو، نو په خپله به راووځي. وروسته له ډېره ځنډه، چې کله هغه مېرمن راووتله او موټر کې کېنستله نو چادري یې پورته کړه او کله چې ما د دې حالت او د دې په لبسیرینو ککړ مخ ته وکتل، په خورا غوسه مې ورته وویل، چې «فلانت را دادی، فاحشه!» هغې مېرمنې په ځواب کې راته وویل: «نه، من فلان خود را نه داده ام، بلکه تو مرده ګاو فلان مرا برای ارباب دوست محمد آوردی و رهبر مرده ګاوت ربانی خان فلان مرا بالای ارباب دوست محمد فروخت». نو کله مې چې د مېرمنې داخبره واورېده په خپلې ښکنځلې خورا پښېمان شوم او د مېرمنې پښو ته مې لاس ورتېر کړ او ورته مې وویل، چې ته مې په دین او دنیا خور یې او په رښتیا سره چې زه و زما رهبر رباني مرده ګاوان یوو. سبا سهار مې چې کله ربانی دفتر ته ورساوه، نو د کارمندانو په دفتر کې مې دا کېسه د ده یو څو کارمندانو ته وکړه، نو ستاسو دوست، چې د ربانی په دفتر کې کار کوي، زه یې په سوکونو او لګتو له دفتر څخه راوویستلم او هلته یې راته وویل: «سرت بوی قورمه مې دهد!» او بیا یې ستا نمبر راکړ او راته یې وویل، چې ده ته ورشه، چې مرسته درسره وکړي او اروپا ته دې ولېږي». ربانی هم په همدا راز ډېرې افغاني پتمنې د پاکستانی او عربو اربابانو پښو ته اچولي.
اوس د «دودیزې لویې جرګې» همدغو سیافی او جمیعتي او نورو تنظیمي غړو د جرګې له مشرۍ څځه د ۳۹مې شمېرې د کمېټې د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
تش په نامه «دودیزې لویې جرګې» ۴۰ کمېټې لرلې او د ۳۹مې کمېټې غړو د کمېتې د شمېرې اړول یې ۴۱مې ته وغوښتل، ولې؟
دا ددې لپاره، چې په افغانستان کې د عام خلکو په منځ کې دود دی، چې مرده ګاو ته نهه دېرش (۳۹) وایي. له همدې کبله په افغانستان کې کله چې د ترافیکو په ریاست کې د داسې نمبر پلېټ وار وي چې ۳۹ شمېره په کې شتون ولري، نو خلک تم کېږي، چې دغه شمېرې تېرې شي او بیا د پلېټ غوښتنه وکړي.
د ریانتا خبره خو دا ده، چې تنظیمي نهه دېرشیان، چې کله یې د خلکو لوڼې په عربو اربابو او د شهیدانو کونډې یې په پاکستاني کمېشنرانو پلورلې، د شرم پر ځای یې د اربابانو پر دوستۍ ویاړ کولو، او نهه دېرشمه دنده یې په خورا ویاړ سره سرته رسوله، اوس څنګه د نهه دېرشمې شمېرې څخه، چې د مرده ګاوۍ لپاره کوم رسمي او ټاکلی کود(شفر) هم نه دی، بلکه دودیز او ټوکه ایز اهمیت لري، دومره کرکه څرګندوي.
که چېرې نهه دېرشیان غواړي، چې د نهه دېرشمې شمېرې څخه د کرکې دوړې خورې کړي او د هغه شاته خپلې پرونې نهه دېرشیزې دندې چې د خلکو د لوڼو او د شهیدانو د کونډو په پلورلو کې یې سرته رسولي، پټې کړي او خپله ننۍ لویه نهه دېرشیزه دنده، چې په یرغلګرو اربابانو باندې د ستراتیژیک تړون په پلي کولو سره د وطن مور پلورل دي، د خلکو له تېزه نظره پټ کړي، نو ړانده یې لوستلي ولې چې خلک ورته وایي: «هر دول چې غواړی، جامې واغوندی، موږ مو د نخرو له طرزه پېږنو».
پکار خو دا وه، چې د دودیزې لویې جرګې د نامه د خچنولو پر ځای یې پر دې شرمېدلې ټولنې باندې د «نهه دېرشیزې لویې غونډې» نامه ایښې وای.
زموږ سپارښتنه نهه دېرشیانو لپاره دا ده، چې خپله دنده دې په ویاړ سره سر ته رسوي، او له خپلې دندې څخه شرم ناوړه کار دی او هیڅ څوک هم نهه دېرشیان په نهه دېرشیزه دنده نه ملامتوي، خو دوی دې هم له خلکو څخه نه غواړي، چې دوی دې په اصلي نامه نه یادوي، ولې که خلک دوی ته د دې کار اجازه ورکړي، سبا بیا دوی له خلکو څخه غواړي، چې بېزو ته ترکاڼ ووایي.