افغان موج   

 په اوسنیو شرایطو کې افغانستان په خورا ستونځمن حالت او افغانی ټولنه د خپلې تاريخي ودې د بهير په خورا سخت او پيچليپوړکې قرار لري. د دولت په موجودیت کې عملا د حاکمیت تشهموجوده ده. زموږ په کورنيو چاروکې د ګاونډيو او نورو خارجيهيوادونو  او  ځواکونوبربنډې لاس وهنې ډيرې پراخه دي. دې وضعیت نه يوازې د اوسنيسیاسيسیستم مخالفینو ته د جګړې او  وسلو د کارولو  بهانې په لاس ورکړې، بلکې دولتيمشران يې هم ناراضه او ناامیده کړيدي.

د تيرو اتو کلو پېښو په ډاګه څرګنده کړه چې نه يوازې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په لاس او ملاتړ جوړشویدولت د افغانستان د بیارغونې او دموکراتیکو ريفورمونو په اجرا کې ناکامه پاته دی، بلکې پخپله «نړیواله ټولنه» هم  زموږ ولس، خپلو ملتونواو په مجموعيډول نړیوالو ته د ورکړل شوو وعدوپه تر سره کولو کې بریالۍنشوه. په افغانستان باندې د امريکا او د هغو د مؤتلفو ملګرو د پوځيحملېپه درشل کې اعلان  شويهدفونه د دوی په قول د طالبانو د «بنیادګر او تروریستي» دولت له منځه وړل، د القاعدې او طالبانو د مشرانو-  بن لادن او ملا محمد عمر -  نيول، په افغانستان کې دولس له ارادې سره سم د دموکراتيک نظام ټينګول، د جګړې ځپلياو وران افغانستان بیارغونه او په دې جغرافيایی ټوټه کې د اوسیدونکو خلکو د ژوند د سطحې لوړول، د مخدره موادو د کرلو، ليږدولو، توليد او استعمال په ضدمبارزه او په هيواد او منطقه کې د تروريسم  او تروريستی اعمالو مخنيوی  ؤ. خو داديتر اتو کلو زیار او ایثار  وروسته یې هم د خپلو هدفونو په تر لاسه کولو  کې غوڅ بریالیتوب نه دی تر لاسه کړی.

دامریکا  او  د هغو د ائتلاف د شریکانو د پوځي عملیاتوپه پایله کې  د طالبانو حکومت را وپرځول شو، خو عملاًد هغو په قطعيماتې برياليتوب ترلاسه نه شو.  د القاعدېاو طالبانو رهبران يې ونه شوای نیولای. په هيواد کې سیاسيواک له طالبانو څخه واخيستل شو، خو په بدل کې  يې پيژندل شوو جګړه مارانو،  د ملياو شخصيشتمنیو په وړاندې بې پرواکسانو، د فرديآزادیو ضد دیکتاتورانو،  فناتيکو راديکالانو او له غربي هېوادونو څخه را لیږل شوو بې تکيې او په تودو کې بې نفوذه بیروکراتانو ته وسپارل شو،  چې ډیر يې د وطن او  ولس د خدمت پرځای د خپلو جيبونو او بانکی حسابونو په ډکولو لګيا دي. د خارجی هېوادونواو ځواکونو د لاسوهنو، سازشونو او فرمایشونو په نتیجه کې رامنځته شوی دولت د افغانستان ملی ګټو ته د رښتینو  وفادارو  کسانو څخه نه، بلکې د پرديو هېوادو د ګټود ساتندویانو له ميخانيکي مجموعې څخه جوړ شو.  د کوچنی اقلیت څخه جوړشوي  او له  ولسيتودو څخه تجرید افغانيدولت  په تيرو اتو کالونو کې په دې ونه توانېده چې په افغاني ټولنه کې حداقل مشروعیت تر لاسه کړياو د ټولنې د اکثريت نظر ځان ته راواړوي. نه یوازې دا چې په عمل کې د ولس له خوښې سره سم دموکراتیک او مترقينظام په هیواد کې رامنځته نه شو، بلکې امنيتيوضعه خرابه شوه. جنګ او جګړو شدت او پراختيا وموندله. د افرادو شخصيآزادياو مصئونیت تضمین نه دی. برمته نیول او په کوچنیانو باندې جنسيتعرضونه ډیر دي. هره ورځ په لسګونو وګړی په مختلفو پيښو کې په رنګارنګ سببونو له منځه ځي. ښوونځي سوځول کيږياو د زده کوونکو نجونوپرمخ تيزاب شيندل کيږي. ځانمرګې حملې ډيرې شويدی. لنډه داچې د جرمو، جنحو او جنايتونو لړۍ ډېره چټکه پر مخ روانه ده.

په ډېرو ځایو کې د بیا رغونې پروسه ډیره پڅه ده. په ځينو ولایتونو کې یا دولتيارګانونه د فعالیت قابلیت نه لرياو یا هم له لویو ستونځو سره مخامخ دي. په هيواد کې ځينې دولتيمؤسسې، فارمونه،فابريکې او نور اقتصادياو تولیديتأسیسات  د آزاد بازار پر آرونود خصوصيسکټور د فعالیت د ګړنديکيدو تر بهانه  او نامه لاندې د خصوصيکيدو (پریواټيزاسیون) په پروسه کې معینو کسانو ته د کمو بیو په مقابل کې «ډالۍ» شوې. له ګمرکی عایداتو څخه د شخصياو ګروپيناوړه ګټو اخيستنه دوام لري. د کورونو د بیو د لوړېدو په نتيجه کې د کورونو کرايې لوړې شوې.  لنډه داچې دخارجی ډيرو مرستو سره سره هم د غريبو او متوسطو ټولنيزو طبقو اوقشرونو په ژوند کې د لید وړ ښه والی نه دی راغلی. د فقر او بډايۍ ترمنځ واټن ورځ په ورځ مخ په زیاتېدو دي.

په افغانستان کې د مخدره موادو کرهڼه، قاچاق، توليد او استعمال لا رواج لري. د افغانيکډوالو ستونځه، چې د افغانی ټولنې تر مخ د پرتو غوره ستونځو څخه ګڼل کيږي، د حل پر ځای د پړسوب پر خوا روانه ده. داسې دولتی ځواک او ارګان نشته چې عملاًد افرادو له فرديآزادۍ څخه دفاع وکړای شي.په هيواد کې لا تر اوسه داسې خپلواک، په بین المللياو مليحقوقينارمونو پوه او باورمند، ځواکمن او واکمن قضایيارګان نشته چې د بشريحقوقو په اړه د نړیوالو منل شوو نارمونو سره سمې پريکړېوکړي. امنيتيځواک هم په داسې حالت کې نه دی چې د قضا لخوا د نیول شوو تصمیمونو پلی کيدل په سم ډول عمليکړي.

د داخلياو خارجيغرضداره ځواکونو په لمسون د افغانستان د لرغونو او وروڼو قومونو ترمنځ په مختلفو ذريعو بدبینۍ او دښمنۍ ته لمن وهل کيږي. د يوه دين او مذهب پیروان د نورو د لارویانو په وړاندې په رنګارنګ ډولونو تحريک او لمسول کيږي. د يوې ژبې ويونکيد نورو  د ويونکو او د يوې خوا او محل اوسیدونکي د هيواد د نورو سیمو د اوسیدونکو په ضد تحريک او جنګ او جګړو ته هڅول کيږي. دولتياو حکومتیادارېد اختلاس او فساد په داسې ناروغۍ اخته دي، چې ساری يې په تاريخ کې نه ليدل کيږي. په ځينو ځایو کې دولتی انتظاميځواکونه د امنیت د راوستلو پرځای د بې امنيوسبب ګرزي. لنډه دا چې  د کابل د اوسنيدولت په شان کمزوری، بې کفايته او بې لياقته، ضعيف، فاسد، د ملي منافعو په وړاندې بې پروا، له مسلکيپوهې څخه بې برخې  اوپه برملا توګه د خارجي هیوادو د ګټو د ساتونکو افرادو څخه جوړشوی دولت به په غالب ګمان د هيواد په تاريخ کې نه ويتیر شوی.

 په هیواد کې د ډیرو ګوندونو، سازمانونو، ټولنو او مؤسسو له موجودیت سره سره د دولت په مخالف لورياو اپوزيسیون کې هم داسې سیاسي، اجتماعيجوړښت نشته چې د خارجي او نړيوالو ځواکونو په وړاندې په منطقياو سوله ایزه توګه د سالمو او منل شوو سیاسياو ديپلوماتيکو لارو د افغانستان له عامو ملی ګټو دفاع وکړای شي. ددې ډار شته چې له افغانانو څخه پخپل مورني ټاټوبيکې د پخپلې خوښې ژوند کولو آزاديواخيستل شياو د نورو د ژوند د طرز خامواو غیر ضروريپيښو او تقليد ته اړ ايستل شي.

افغانستان نن په نړیواله کچه د زبر ځواکونو ترمنځ د يوويشتمې پیړۍ د ستراتيژیکو ګټو د ترلاسه کولو له پاره د کشمکشونو او د سیمې د هېوادونو د سيالیو د  دايرې په محراق بدل شوی دی. په نړیواله کچه دکلتورونو، ايديولوژیو، مذهبونو او اديانو ترمنځ د سیالیو، کړکيچونو او خونړیو جګړو د فیصله کولو میدان ګرځېدلې دی.  په تاريخي لحاظ د نړۍ د ستر بین المللی ائتلاف له خوا د وسله والو ځواکونو د عملیاتو په ډګر اوښتی چې همدا اوس تقريبا د څلويښتو هيوادو له خوا،  شاوخوا  اویا زره وسله وال پوځ  دلته پروت دی او د نورو د را لیږلو پلانونه هم شته. ټولو ته څرګنده ده چې دا پوځونه د نړۍ په خورا مدرنو او عصری وسلو سنبال دي. د فوق العاده لوژستیکيخدمتونو او د سوق الجیش له هر ډول آسانتیاوو برخمن دي. دا ځواکونه  پریمانه پیسې، وسلې او وسيلې په لاس کې لري. دې حالاتو افغانستان د نړيوالو جاسوسياو استخباراتيشبکو په قويمرکز اړولی او د مختلفو هيوادونو او ځواکونو ترمنځ د یو بل په وړاندې د چالونو او جالونو د جوړولو او غوړولو له پاره ډیر اغيزمن ډګر دی.

په داسې سختو حالاتو کې د هيواد د انفراسټروکټور رغونه او رامنځته کول، د وږي، ناچاره او جګړې ځپليولس  د نس مړول، د ځان پټول، د سر د سيوري  موندل، د هغو د سواد او ښوونې او روزنې شرايط برابرول، د روغتيا غم يې خوړل او ډیر داسې نور هغه غټ پرابلمونه دي، چې د افغانانو دمتحد فعالیت او د نړيوالو مرستندویانو ترمنځ د همغږۍ پرته  يې حل کول ناشونيدي. 

د افغان ولس تر مخ د پرتو لويو ستونځو حل د ټولو کسانو دنده ده، چې د افغانستان په نامه  نومول شوې جغرافيايی سیمه کې استوګنه لري. هر هغه څوک چې په افغانستان کې ژوند کوي، که نر دياو که ښځې، که په هردين او مذهب عقيده من وي، که د هيواد په هر ګوټ کې ژوند کوي، که په هره ژبه خبرې کوي، که په هر اتنیکي ګروپ پورې تعلق لري، که د هر ډول سیاسيمفکورې څښتن او که هر رهبر او ګوند ته کار کوي؛ تر هرڅه لومړی دا دنده ور په غاړه ده چې د هيواد د پولو او د افغانانو د تاریخيوياړونوساتنه او د اسلام د دین او مختلفو مذهبونو د پیروانو د دينی مناسکو د ادا د آزادۍ لپاره مبارزه وکړي. په افغانستان کې د افغانانو د پخپل زړه ژوند کولو واک، په سوله او امنيت کې د ټولو اوسیدونکو له پاره د ژوند د شرايطو برابرول او د ښځو او نرو له پاره د انساني عزت او شرف خونديکول د هرچاانساني  او وجدانيمسئولیت دی. د دولتي بودجې، د اشخاصو له خصوصی امکاناتو او د نړیوالې ټولنې له مرستو څخه د غلا، چور او چپاول مخنيوی، د ټولو اقتصادي، ټولنيزو او کلتوری ظرفيتونو او امکاناتو اغيزمن او پر ځای کارول او د هیواد د بیا رغونې د پروسې چټکتياد افغانستان د هر وګړيپه ګټه دي. دا او ځينې نور هغه څه ديچې د هيواد د لوړو ملی ګټو په دایره کې قرار لري اوهيڅوک ور سره مخالفت نه شيکولای او باید ويې هم نکړي.

 د افغانستان د دموکراتيزه کولو، امنيت، ثبات او بيارغونې په بهير کې  تر اوسه پورې د همدا لږو لاسته راوړنو ساتنه هم په اوسنۍ شېوه او د اوسنۍ واکمنۍ له توانه وتلی کار دی. که موږ افغانان، د وحدت او اتفاق په لورځانونه ونه خوځوو او په ګډه سره لازم تدبيرونه ونه نيسو، داسې خطر هم شته، چې دا اوسنۍ لاسته راوړنې موهم له لاسه ووځي، د ژوند شرایط مو تر دې هم سخت شي، بیرته په شا ولاړشو، په افغانی ټولنه کې انقطاب نور هم زیات شياو هېواد مو د تجزيې له ګواښ سره مخامخ شي.

د عامو وطنی او سترو ملی ګټو ساتنه یوازې د يوه او يابل قوم، محل او یا سیاسياو ایديولوژیک ګروپ دنده نه ده، بلکې دا د ټول ملت او د هغو د هر وګړيځنډ نه منونکې دندې او مسئولیتونه دياو بايد په ګډه سره يې سرته ورسوو. که کوم ځانګړی قوم، کومه سيمه، د کومې ځانګړې ژبې ويونکی، یو او یابل سیاسی ګوند او ټولنيز خوځښت د عامو ملی او سترو سراسری وطنی ګټو ساتنه د ځان انحصار او امتياز وبولی، داسې فکر وکړيچې ددې چارو د اجرا توان او استعداد يوازې له هغه سره دی او نور ددې دندو اجراته پرې نږدي، دا به ډیره ستره تيروتنه، لويی غوښتنه او د نورو وطنوالو په وړاندې د بې باورۍ او تحقير د تخم شيندنه وی.که په يوه او يابله بهانه يو او يا څو ژبني، محلي، ديني، قومياو یا سیاسياو ټولنيز ګروپونه ځانونه په دې حساسه تاريخي لحظه کې ددې سترو تاريخياو حساسو مليمسئلو له حل څخه باسي، هغه د کوم بل یوه او يا څونورو په غاړه وراچوی، دا به هم د هغوی له خوا د وطن او ملت په وړاندې ستره جفا او بې مسئولیتی وي. تر دې ستره ګناه به داوي، که په داسې حساسو شرایطو کې کوم اتنیکي، ژبني، محلياو یا سیاسیګروپ د عامو ملياو وطنيدندو له اجرا څخه ځانونه وباسي، هغه د بل محل، قوم او سیاسياو مذهبيډلې په غاړه ورواچوياو پخپله  هم بیا له موقع څخه په استفاده د خپلو روا او يا ناروا محدودو ګروپیګټو د ترلاسه کولو له پاره د هغوی په مقابل کې په مبارزه لاس پورې کړي.  

د نړۍ، منطقې او زموږ د خپل هيواد د سياسي، ټولنيز او امنيتي شرايطو  پيچلتیا هر چاته روښانه ده.  زموږ په هېواد، سیمه او چاپيریال کې  د پديدو او پروسو د ودې  لوری ناڅرګند او  تر زیاتې اندازې زموږ له واک او اختياره وتلی دی. دا واقعیت باید و منو چې د نړۍ، سيمې او هيواد په دې مغلقو، سختو او وخت په وخت منقلبو شرايطو کې ددې پراخه، هر اړخيزو، سترو تاريخي او ملي چارو تر سره کول د يوې مشخصې ډلې او سازمان له وسه وتلی کاردی. هيڅ اتنيکی، ژبنۍ،مذهبی او يا محليډله نه شيکولای چې په تنهايۍ سره ددې سترو تاريخي او ملی پرابلمونو د حل له عهدې څخه ووزي. دا د افغانستان د ټولو قومونو، ولایاتو، ديني او مذهبی کړيو، ګوندونو او ټولنيزو مدني سازمانونو ګډې هڅې او هاند غواړی. ددې سترو ملي او سراسری مغلقوپرابلمونو حل يوازې او يوازې د ټولو مليظرفیتونو اوامکاناتو د په کار اچولو او له بین الملليمترقی او عدالت غوښتونکو هڅو او تلاښونو سره دهمغږېکولو له لارې امکان لري.

 دا بیا پخپل نوبت د داسې ملي- سیاسيځواک موجودیت ته اړتیالريچې په داخل کې د افغاني ټولنې د مادياو معنويارزښتونو د تاريخيودې د قانونمنديو پر بنسټ د نړيوالې بشريټولنې د تکامل او وړاندې تګ د عامو او اساسی قوانينوپه رڼاکې د افغانی منل شوو ارزښتونو د ساتلو سره يوځای د اوسنيو مليستونځو د حل له پاره  مناسبه  لار په  نظريتوګه وموندلای شياو د هغو د پليکولو له پاره اړوند ريزرفونه او امکانات په ګوته کړای شي. په دې صورت کې به له يوې خوا دا سراسرياو دموکراتيک سیاسيځواک وکولای شيچې د هيواد په دننه کې د ولسونو پراخې کتلېپه خپل ځان پسې را کش کړي، او له بلې خوا به د نړیوالو ځواکونو له خوا د هيواد او منطقې په سیاسياو ټولنيزوپروسو کې د اغيزمن ځواک په حیث ومنل شي. په افغانی ټولنه کې به د خپل کميت او  ښه کیفيت پر بنسټ د لوړې اوتوريتې او اعتبار خاوندشي، د هېواد د ستونځو د حل له پاره به مناسبې لارې وموندلای شياو دنیول شوو  پرېکړو د خلاق او معقول پليکولو توان به ولري.

 

 نورمحمد غفوری

February 8th, 2010

نوت: دا لیکنه مې لس کاله مخکې کړې وه  او په هغو کې د اوسنیو راغلو حالاتو وړاندوینه شوې ده.