افغان موج   

څو ورځې مخکې د همدې ۲۰۲۴م کال د اکتوبر د میاشتې په ۱۹- مه نېټه مې د «نړیوال نظم او افغانستان» تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړه چې په هغو کې مې د لیکنې په ضرورت، د نړیوال نظم په ماهیت او د عمل په فکټورونو یې رڼا واچوله.

هلتهد نړیوال نظم قواعد، اصول او نارمونه؛ د نړیوال نظم سازمانی بنسټونه او په نړیوال ډګر کې د قوې ویش اوبیلانس د نړیوال نظم د اساسي فکټورونو او اجزاوو په حیث یاد شول. یادونه وشوه چې نړیوال نظم یو چوکاټ دی چې د هغه قوانینو، اصولو، او نورمونو مجموعه ده چې د نړۍ په کچه د هېوادونو ترمنځ اړیکې تنظیموي. دا نظم د نړیوالو تړونونو، موافقو، سازمانونو، او نورو رسمي او غیر رسمي جوړښتونو له لارې رامنځته شوی دی، او موخه یې د سولې، امنیت، اقتصادي پرمختګ، او نړیوالې همکارۍ ساتل دي.نن به دلته د نړیوال نظم په قواعدو، اصولو او نارمونو رڼا واچوو.

1.      د نړیوال نظم قواعد  (Rules)يا (Regeln): 
هغه قوانين دي چې په رسمي ډول د هېوادونو ترمنځ د تړونونو او موافقو له لارې رامنځته شوي او هېوادونه اړباسي چې په خپلو اړیکو کې ځینې ټاکل شوي معیارونه مراعات کړي. ویلای شو چې د نړیوال نظم  قواعد هغه عملي لارښوونې دي چې د نړیوال نظم د اصولو پر بنسټ جوړېږي او د دولتونو ترمنځ د اړیکو لپاره تنظیمي چوکاټ برابروي. دا قواعد مشخص، دقیق، او زیاتره وخت په نړیوالو تړونونو او قوانینو کې په رسمي ډول تعریف شوي دي.په لاندې لیکو کې به د هغو په ځینو مثالونو رڼا واچوو:  

-                 د دولتونو د حاکمیت(Sovereignty) يا  په جرمني ژبه ((Souveränitätد احترام قاعده د هر دولت دا حق تائیدوي چې د خپلو کورنیو چارو په اړه مستقلې پرېکړې وکړي او هیڅ بهرنی ځواک او هېواد حق نه لري چې د دوی په کورنیو چارو کې مداخله او لاسوهنه وکړي.

یا په بل عبارت، د دولت د حاکمیت قاعده د دولت هغه حق او صلاحیت ته ویل کېږي چې په خپله خاوره کې د آزادو او خپلواکو پرېکړو کولو توان لري او د بهرنیو دولتونو له مداخلې پرته خپلې چارې اداره کوي. حاکمیت د دولت یو اساسي اصل دی چې د داخلي چارو، قوانینو جوړولو، او بهرني سیاست ټاکلو په اړه بشپړ واک لري.ټول دولتونه، پرته له دې چې لوی وي یا کوچنی، یو له بل سره مساوي دي او باید د یو بل حاکمیت ته درناوی وکړي. دا قاعده د دولتونو خپلواکۍ او ازادۍ تضمینوي.

د دولت د حاکمیت قواعد په  (۱۹۴۵) زیږیدیز کال کې د ملګرو ملتونو په منشور کې منل شوی او غړي دولتونه بايد د يو بل حاکمیت ته احترام ولري او د زور او ځواک له لارې د مداخلې څخه ډډه وکړي.د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د ۱۹۴۸م کال په نړیواله اعلامیه کې هم د هېوادونو د حاکمیت قواعدو ته اشاره شوې ده، خو تر څنګه یې دا هم وايي چې دولتونه باید د خپلو اتباعو بشري حقونو ته درناوی وکړي.د نړیوالوحقوقو په ډیرو نورو تړونونو کې هم یو د بل په وړاندې د دولتونو د حاکمیت په اړه ټینګار شوی دی.

باید یادونه وکړو چې د دولت حاکمیت سره سره، ځینې مسایل لکه د بشري حقونو سرغړونې، نړیوالې ترهګرۍ، او اقلیمي بدلونونه داسې دي چې په ځینو مواردو کې د نړیوالې مداخلې غوښتنه کېږي. د مثال په توګه، کله چې په یوه هیواد کې بشري حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې کېږي، نړيواله ټولنه ممکن مداخله وکړي ترڅو د دې ستونزې مخه ونيسي.

-                 د زور د نه استعمال قاعده   -د ملګرو ملتونو منشور د دې قاعدې پر اساس ټینګار کوي چې هېڅ دولت نشي کولی چې د زور او ځواک له لارې د بل دولت پر ضد عمل وکړي، پرته له دې چې د ځان‌ د دفاع په موخه وي یا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري اجازه ورکړل شوې وي. د جګړې مخنیوی، د سولې ساتنه، او د بشري حقونو درناوی هغه قواعد دي چې د ملګرو ملتونو په منشور(UN Charter)کې ځای پر ځای شوي او دولتونه یې په مراعات کولو مؤظف دي.

-                 د ملي مساوات قاعدهوایی چې  ټول دولتونه، که لوی وي یا کوچنی، له یو بل سره مساوي دي او باید د مساوي حقونو او مکلفیتونو درلودونکي وي. دا قاعده د نړیوالو اړیکو اساس جوړوي.

-                   د نړيوالو شخړو د سوله‌ییز حل قاعدههم  د نړیوال نظم یوه مهمه قاعده ده چې دولتونه باید خپل اختلافات د خبرو اترو، منځګړیتوب، او نورو سوله‌ییزو لارو حل کړي، نه د جګړو او تاوتریخوالي له لارې.

-                 د نړیوالو تړونونو درناوی او رعایت:هېوادونه اړ دي چې د هغو تړونونو له مخې چې لاسلیک کړي یې دي، عمل وکړي. د بېلګې په توګه، د اقلیم په اړه د پاریس تړون، د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون(NPT)، او د نړیوال سوداګریز سازمان(WTO) تړونونه او ډیر نور باید د هغو هېوادونو له خوا مراعات شي چې لاسلیک کړي یې دي. د نړیوالو قوانینو له مخې، جګړه‌ ییز جنایتونه، نسل وژنه، او بشري ضد جنایتونه غیر قانوني ګڼل کېږي، او هېوادونه د دې مسئولیت لري چې د دغو جنایتونو مخنیوی وکړي.دا د نړیوالو تړونونو او قوانینو د اعتبار لپاره ډېر مهم دی.

-        د بشري حقونو رعایت:دولتونه مکلف دي چې د خپلو اتباعو بشري حقونه وساتي او له هغوی سره په درناوي چلند وکړي. دا قاعده د نړیوالو تړونونو او سازمانونو له لارې ملاتړ کېږي، لکه د بشري حقونو نړیواله اعلامیه.

همدا راز د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، د ځان د دفاع حق، د نړیوالو سازمانونو قوانینو ته درناوی او داسې نور هغه قواعد دي چې د بشری نړیوال نظم په جوړولو کې غوره رول لوبوي.

په لنډه ویلای شو چې د نړیوال نظم قواعد  هغه دقیق او اجباري قوانین دي چې د دولتونو ترمنځ اړیکې تنظیموي او د نړیوالو اړیکو د ثبات او نظم لپاره یو اړین چوکاټ برابروي.

(دوام لري)

۲۴د اکتوبر د ۲۰۲۴م کالب

نور محمد غفوري

 

 

Ghafury