افغان موج   

          د ۱۳۹۲م کال د مرغومې په ۱۸مه نېټه د ماښام په ۶ بجو د طلوع تلویزیون خبري سرویس په ډاګه کړل چې:

          عبدالرب رسول سیاف د جمهوري ریاست نوماند او دده مرستیال تورن اسمعیل عربی ښکار چیان هیواد ته را بللي او د هیواد د جمهور رئیس کرزی د فرمان په خلاف د قیمتی مرغانو په ښکار بوخت دي، تر څو دغه سرمایه هم له منځه یوسی. په افسوس سره، چې جمهور رئیس ښاغلي کرزي او پاتې چارواکو هم ځانونه غلي نېولي.

          په لمړي پړاو کې سیاف او نورو پاکستان ناستو جهادي مشرانو په پاکستان کې افغانې درنې بیبیانې، چې په پت عزت خوندي وې، هلته په خپلو عربو بادارانو خرڅې کړې او عرب خو لا څه کړې، چې ان د پاکستاني کمېشنرانو د زړه لاس ته راوړلو لپاره یې هغو ته هم وړاندې کړې. د دغو مېرمنو له ډلې څخه زیاتې هغه کونډې وې، چې مېړونو یې په مېړانه سره خپل سرونه د هېواد آزادۍ په لار کې ایښي وو.

          د کابل مظلومو خلکو، چې یو وخت لا د دې مشرانو اصلي څېره نه وه پېژندلې، دعا یې کوله، چې خدای دې جهادي رهبران بریالي کړي، چې موږ د دېموکراتیک ګوند له واکمنۍ څخه وژغوري، خو په دوهم پړاو کې کله چې دا وحشي او بې غیرته داړه ماران په کابل حاکم شول، د کابل تر لوټ برسېره تر ۶۰۰۰۰ ډېر د کابل بې ګناه اوسېدونکي یې په خپلو وینو ولړل او تر خپلو کورو یې لاندې کړل. همدې سیاف د مطبوعاتو سره په مرکه کې وویل، چې «د کابل خلک کافر او کمونیستان وو، خلک مو چې وژلي، دا خومو ډېر ښه کار کړی، موږ باید د کابل خاوره تر اوو مترو پورې ژوره وسوزوو». سیاف خان په پغمان او تورن اسمعیل په هرات کې اوس هم د خلکو په وژلو او لوټلو لګیا دي.

          د دې بې غیرتو زړونه د افغانستان په سوزولو، د خلکو په وژلو او لوټلو او د ځمکني حیواناتو په له منځه وړلو سم ساړه شوي نه وو، چې اوس یې په دریم پړاو کې د هوا په مرغانو هم پیل وکړ.

          درنو هېوادوالو! خدای مو د دوی له څلورم پړاو څخه په وساته!

         

مرحله ی سوم میهن فروشی؟

          بتاریخ ۱۸ جدی سال ۱۳۹۲ ساعت ۶ شام سرویش خبری طلوع بیان کرد که:

          عبدالرب رسول سیاف کاندید ریاست جمهوری و معاون وی تورن اسمعیل شکارچیان عرب را به کشور دعوت و برخلاف فرمان رئیس جمهور به شکار پرندګان قیمت بها مشغولند، تا این سرمایه را هم نابود نمایند. متأسفانه رئیس جمهور آقای کرزی و سران باقیمانده ی دولت هم خاموشی اختیار کرده اند.

          در مرحله ی نخست سیاف و رهبران دیګر پاکستان نشین جهادی در پاکستان زنان پاکدامن افغانی را، که به شرف و عزت آراسته بودند، آنجا به باداران عرب خود فروختند و عربان چه که حتی برای بدست آوردن دل کمیشنران پاکستانی زنان عفیف افغان را به آنها نیز پیشکش نمودند. از جمله ی این زنان بیشتر شان بیوه هایی بودند، که مردهای شان جان شیرین خود را مردانه وار در راه میهن فدا نمودند.

          مردم بې دفاع کابل، که یکزمان هنوز چهره ی کریه این رهبران را نشناخته بودند، دعا می کردند، که خدا رهبران جهادی را پیروز ګرداند، که مارا از حاکمیت حزب دمکراتیک نجات بخشند، اما در مرحله ی دوم، بمجردی که این وحشیان بې غیرت بر کابل حاکم ګشتند، علاوه بر چپاول کابل بیش از ۶۰۰۰۰ باشنده ی بی ګناه کابل را غرقه بخون کرده و در زیر ویرانه های خانه های شان دفن نمودند. همین سیاف در مصاحبه ی مطبوعاتی ای ګفت، که «مردم کابل کافر و کمونیست بودند، اینکه مردم را کشتیم خوب کردیم، ما باید خاک کابل را تا عمق هفت متر بسوزانیم».

          دل این بی غیرتان به سوزاندن افغانستان، به کشتن و چپاول مردم و نابود کردن حیوانات زمینی کافی یخ نشده بود، که حالا در مرحله ی سوم به جان مرغان هوا هم افتادند.

          هموطنان ګرانقدر! خدا شما را از مرحله چهارم این جانیان نجات دهد!

Aref Hami <این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید>