افغان موج   

 

یاداشت:

 

ادامۀ مقالۀ "سیاه سنگ هنوز جهان جهانی را نگشته است!" را بدلیل اینکه همزمان نبشتۀ تازۀ محترم جهانی برای نشر به پورتال رسید، نخواستم به پایان برسانم، زیرا نبشتۀ ذیل از آقای جهانی، بقیه نکات را که من میخواستم به آن اشاره کنم، روشن ساخته است. البته اضافه مینمایم که آقای محترم صبورالله سیاه سنگ، با استفاده از آزادی اندیشه و قلم، "جهان جهانی" را از روی تنها پنج شعر وی که نزدیک به پنجصد پارچه شعر دارد، به نقد گرفت. این کارحق مسلم ایشان است که هیچ کسی این حق را ازوی گرفته نمیتواند، اما به نظر من این نقد، که قضاوت آن را اکنون باید به خوانندگان گذاشت، به تشخیص معایب و محاسن درآثار شاعر، به قسمیکه یک نقد ادبی آنرا لازم میداند، نه پرداخته است. مهمترازهمه اینکه نقاد از یکسو در نقد خود مکرراً به خطا میرود، تاریخ و ارزش های تاریخی و اجتماعی مردم را نادیده میگیرد و از سوی دیگرشاعر را به "نژادگرایی"، "جنگ افروزی"، "خشونت" متهم میسازد. این چنین دلایل، مرا نیز منحیث یک خواننده وادار به اظهار نظر کرد. اکنون این شما و اینهم  جوابیۀ عبدالبـــــاری جــــهانی!

به امید کامیابی های مزید این دو دانشمند عزیز کـشور!

 

ایمل خان فیضی                                                                                            

 

************************************

 

عبدالباري جهاني

 

 

د سیاه سنګ له دښمنی ډکی انتقادي لیکني ته یوه کتنه

 

 څو ورځی مخکی  د فردا په نوم سایټ کی د صبورالله سیاه سنګ په نوم یوه لیکوال زما پر شعرونو او ادبي کارونو باندی، یوه له دښمنی څخه ډکه، انتقادي لیکنه کړې وه. خو کله چی همدغه لیکنه افغان جرمن ان لاین هم خپره کړه نو زما څخه ډیرو زیاتو دوستانو غوښتنه وکړه چی د سیاه سنګ جواب ولیکم.

 سیاه سنګ خپل مضمون په داسی توندو کلماتو پیل کړی دی چی زه نه پوهیږم ولی دونه په قار دی ځکه چی ما په ژوند کی نه داسی کار کړی او نه می داسی کوم شعر لیکلی دی چی د افغانستان یو فرد دي ما ته دومره په غوسه سي. سیاه سنګ د مضمون په مقدمه کی د درشت ګویی، پلید نګاري، لګدپراني، یاوه پراګني او دغه راز سپکو کلماتو څخه کار اخیستی دی. که زه هم دغه ډول کلمات استعمال کړم نو ځان به مي، خدای ناخواسته، له سیاه سنګ سره برابر کړی او د هغه مقام ته به ور ټیټ سوی یم.

سیاه سنګ د خپل مضمون په سر کی لیکی چی  "نامبرده کمتر به شعر امروز و بیشتر به غزل دیروز پرداخته است... البته جهاني سروده های برون از غزل نیز دارد ولی شمار آنها اندک است."

سیاه سنګ وایی د جهاني ټول آثار می لوستي دي. خو نه ګوري چی زما په لومړی مجموعه، ورکه مېنه ، کی د اته پنځوس شعرونو له جملی څخه یوازي څلور شعرونه د غزل پر طرز لیکل سوي دي. د پایکوب په نوم مجموعه کی له شپږپنځوس شعرونو څخه اته لس غزلي دي او د سباوون په تمه کتاب کی له پنځه شپیته شعرونو څخه  اته ویشت غزلي دي.

دا خو په هر صورت، زه په دی پوه نه سوم چی غزل او یا پر زاړه شکل باندي شعر لیکل د کومه راهیسی ګناه ګڼل سوې ده. البته موږ ده ته دونه صلاحیت نه سو ورکولای چی  د شعر د وزن او طرز د انتخابولو دپاره مصلحت ورسره وکړو.

          سیاه سنګ وروسته له دی امله هم یو څه په غوسه دی چی ولی ډاکټر ناشناس زما تقریبا دیرش نظمونه د خپلو کمپوزونو دپاره انتخاب کړي دي. که څه هم چی دی د ډاکټر صاحب له قوله وایی چی د جهاني شعرونه ښایسته، ژور او روان دي نو ځکه یی د کمپوزونو دپاره انتخاب کړي دي، خو دی وروسته وایی چی جهاني ګواکی په لوی لاس د بزم او موسیقی بازار ته سترګی نیولي دي ځکه یی نو د نوي طرز شعر لیکلو ته توجه کمه سوی ده.  زیرا سازیانه شدن سروده های امروز در برابر غزل کمرنګ مینماید!!

 لومړی خو د موسیقی دپاره شعر لیکل نه یوازی عیب نه دی بلکه ډیر لوی کمال دی. هغو شاعرانو ته چی غواړی د موسیقی د یوه خاص طرز او کمپوز دپاره داسی شعر ولیکی چی یو څه محتوا هم ولري ددی کار مشکل معلوم دی. سیاه سنګ ته ځکه د دې کار زور نه دی معلوم چی ښایی په دغه میدان کی یی ځان آزمییلی نه وي. زه له بده مرغه د موسیقی او کمپوز دپاره د شعر لیکلو استعداد نه لرم او هر وخت وایم چی کشکی می دغه توان درلودلای. زما ټول شعرونه له کمپوز څخه کلونه مخکی لیکل سوي او وروسته د موسیقی بزم ته ورغلي دي. او که می چیری یو نیم شعر په لوی لاس د موسیقی دپاره لیکلی او کوم هنرمند کمپوز کړی وي نو نه یوازی پر خپل کار پښیمانه نه یم بلکه په خوشاله یم.

شاعر خپل ږغ یوازی د لوستو خلکو غوږونو ته رسولای سی خو هنرمندان هغه ږغ د بلبلانو په څیر د هیواد د غرونو تر لوړو څوکو، تر ګڼو ځنګلونو، تر شنو دښتونو او کیږدیو پوری رسوي. او د شاعر په پیغام هغه کسان خبروی چی دی غواړي خبریی کړي.

 سیاه سنګ وروسته زما یوه غزل، پیالی نسکوروم دي تشومه خو دي نه، را اخیستی ده او اعتراض یی دا دی چی دا غزل نه پیغام لري او نه یی یو بیت له بل سره اړه لري. لومړی خو دا د هر لوستونکي په خپل نظر او تعبیر پوری اړه لري چی د غزل څخه څه اوري او څه ورڅخه اخلی. په دی غزل کی پیغام څرګند دی. شاعر له سرنوشت او قسمت سره په جګړه لګیا دی. حتی نه غواړي هغه پیاله چی سرنوشت او قسمت یی به برخه کړی ده تشه کړي او نسکوروی یی. شاعر اسمان ته یاغی دی او د دی پر ځای چی اسمان پر خپلو او ښکو وژړوي، په چیغو یی غوږونه ورکڼوي. دا چی سیاه سنګ نه غواړي خپل ځان د شعر په پیغام پوه کړي هغه نو د ده خپل کار دی. سترګی او غوږونه یی خپل دي او د خپلو مغزونو اختیار هم یوازي له ده سره دی.

خو داچی سیاه سنګ وایی  د دی غزل مطلع له بدنې سره اړه نه لري. دا خبره له یوی خوا غلطه ده ځکه چی  ددی غزل ډیر بیتونه اړه سره لري. د بلي خوا داسی ښکاری چی زموږ ښاغلی منقد د غزل له صنعت څخه خبر نه دی. د غزل یو خصلت دا دی او له نورو شعرونو څخه په دې را بیلیږی چی معمولا یی یو بیت له نورو سره اړه نه لري او هر بیت یی جلا جلا خپله معنی لري. د خوشال خان خټک هغه غزل مي چی ښاغلي ناشناس په خپل خواږه اواز کی ویلې ده دغه ګړی را په یاد سوه.

 

د ســــحر باده ګذر په چمن بیا کــــــــړه      په چمن کی رنــګارنګ ګلونه وا کړه

بــــی نیاز څه خبر له نازه چی نازڅه دی       ستا د سترګو بلا واخلم ناز په ما کړه

زه لـه خپله بخته چا وته فریـــــاد کړم         چی پرون یی راته مخ وو نن یی شاکړه

زه خوشال کمزوری نه یم چی به ډارکړم      په ښکاره ناری وهم چی خوله یی راکړه

 

موږ ګورو چی د د ې غزل یو بیت هم له بل سره اړه نه لري او د پښتو ادب د نقد په تاریخ کی له دغه درکه چا دغه غزل ته ګوته نه ده نیولې. د پښتو ادب په تاریخ کی موږ تر دغه ګړیه پوري تر خوشال خان ستر سړی نه لرو، ځکه می د هغه د غزل یو څو بیتونه د مثال په توګه راوړل.  زه یقین لرم چی ښاغلی سیاه سنګ پخپله هم په دی موضوع پوهیږی، ځکه ما اوریدلي دي چی هغه ډیر پوه سړی دی او دا چی د خپل  لیکلي  مضمون په سر کی یی په دونه زړه ورتیا دومره سپک کلمات استعمال کړي دي، پخپله د ده د پوهی نښه ده.

     

 سیاه سنګ وروسته له انګلیسی، فارسی او اوردو څخه زما منظومو ترجمو ته ګوته نیسی او وایی چی دا ډیر بی ګټی کار دی او چی لایی د مشهور هندي صوفی بګهت کبیر شعرونه منظوم ترجمه کړي دي دا خو یی بیخی بی فایدی کار کړی دی ځکه چی دا کار د پښتنو او پښتو ژبی هیڅ درد نه دوا کوي. دی وایی جهاني باید ددی پر ځای د پښتو ژبی د مشهورو شاعرانو لکه حمید موشګاف، خوشحال خټک عبدالرحمن، حمزه شینواري او ... په باره کی لیکني کړي وای او د هغوی آثار یی نقد کړي وای.

        له دونه تعصب، تنګ نظری او حسادت څخه ډکه خبره چی وایی پښتوژبی ته له غربی ادبیاتو څخه منظومی ترجمې هیڅ ګټه نه لری  اصلا په تبصره نه ارزی. نورخو په هر صورت، زه نه پوهیږم چی زموږ دغه نقاد د بګهت کبیر له پیغام او فلسفی او د هند په نیمه وچه کی د هغه له شهرت سره بلد دی کنه. د هغه هندی تصوف بیخی بل ډول انساني پیغام لري. هغه خپل پیغام او فکر د هندوانو د اوپانیشاد او د مسلمانانو د چشتیه طریقې د مشهور صوفی شیخ فریدالدین شکرګنج څخه اخیستی او د انسانانو او ټولو مذهبونو د پیروانو ترمنځ د یوالي تبلیغ کوي. د سیکهانو د مذهب باني، ګرونانک، دده له اشعارو څخه الهام واخیست چی --- ناهي هندو ناهي مسلمان--- چیغه یی پورته کړه او تر نن ورځی پوری د سیکهانو په مقدس کتاب ادی ګرانت کی هم د بګهت کبیر اوهم د شیخ فرید شکرګنج شعرونه  او مناجاتونه خوندي دي. دا افسانه د بګهت کبیر په باره کی مشهوره ده چی وایی پسله مرګه یی پر مړي باندی د هندوانو او مسلمانانو جګړه چی هندوانوغوښتل ویی سوځوي او مسلمانانو غوښتل چی خاورو ته یی وسپاري. بګهت کبیر هندو او مسلمان مریدان درلودل . خو د عمر تر پایه پوری یی د خپلو مریدانو څخه  نذر وانه خیست او په خپله جولاګری یی، چی د هندوانو په کاسټی سستم کی تر ټولو ټیټ کسب وو، ګوزاره کوله. زه ګومان نه کوم چی دا موضوع دي په نوره تبصره وارزي.

 

        د پښتو د شعر او ادب دې خواخوږي، زما د مشکو کاروان په نوم کتاب نه دی لوستی چی هلته می  د پښتو ادب تقریبا ټول ستوري معرفي کړي دي. د هغوی پر ژوند او شعرونو می تبصرې کړي دي  او په دې برخه کي مي دده مشورې ته هیڅ ډول ضرورت نه دی پیدا کړی.

         سیاه سنګ وروسته پر دی خبره په غوسه دی چی ما ولی د خیام رباعیات ترجمه کړي دي. دی وایی دا ځکه بې ګټي کار دی چی په پښتو ژبه کی تر ما دمخه ډیرو نورو کسانو د خیام رباعیات ترجمه کړي دي. زه نه پوهیږم  په دی کی د انتقاد ځای کوم دی. ما خو ټول خپل وخت په تیر کړی دی. خپله طبع مي آزمیلې ده او زه ګومان کوم دا د هر شاعر خپل حق دی چی د ځان لپاره یو کار وټاکي. ما هیڅ وخت نه دي ویلي چی زما ترجمه تر نورو ښه ده. خو دده د معلوماتو دپاره باید ورته ووایم چی لوستونکو زما د خیام د رباعیاتو ډیر ښه هرکلی کړی دی. دوه ځله چاپ  سوي او اوس هم په بازار کی نه پیدا کیږی.

        سیاه سنګ ښایی نه وي خبر چي د خیام رباعیات په انګلیسی ژبه کی څه باندی لس ځله ترجمه سوي او هر ځل داسی کسانو ترجمه کړي دي چی په انګلیسی او فارسي ژبو کی یی بشپړ صلاحیتونه درلودل. دده د معلوماتو دپاره باید  ورته ووایم چی د خیام نهه نیوي رباعیات یوځل ایډوارډ فیتزجیرالډ ترجمه او پنځه ځله چاپ کړل. ورپسی ایډوارډ هینری وین فیلډ، بیا جان لیزلی ګارنر، وروسته جوسټن هنټلي مکارتی، ورپسی ریچارډګالین او ورپسی ایډوارډ هیرون ایلن په خپل وار د خیام رباعیات ترجمه او چاپ کړل. ددی ټولو مترجمینو کار په خپل وار ستایل سوی او ارزول سوی دی او هیح منقد نه دي ویلي چی نور نو بس دي، زیات یی مه ترجمه کوی.

       دا خو د سیاه سنګ ادبی تبصرې اوانتقادونه دي، خو تر دی چی را تیر سو نو بیا ګورو چی د هغه له ړانده تعصب سره مخامخ کیږو. کندهار می د بابا په قواله دی. داسی تعبیروي چی ګواکي زه د هغه لوی ولایت د ملکیت دعوه کوم. داسی لیونی به چا لیدلی وي چی د یوه ښار د ملکیت دعوه وکړي. د دې معنی یوازي دا خبره ده چی دا ښار زما وطن او یا زما د پلار وطن دی. مشکل فقط دې خبری پیښ کړی دی چی لیکوال د پښتو ژبی له اصطلاحاتو سره بلد نه دی.

اې زما وطنه د لعلونو خزانې زما      ستا هره دره کی دي د تورو نښانې زما

ددې معنی به داوي چی غنی خان د ټولی پښتونخوا د ملکیت دعوه کړې ده او یا د هغی سیمی په درو کی د تورو ټولی نښانې یوازي په ده اړه لري؟

          سیاه سنګ د سرداری کلمه هم په دغه مغرضانه شکل تعبیروي او وایی چی جهانی خپل ځان د برترنژاد ، برتر نماینده بولي. زه نه پوهیږم چی د برتر نژاد څخه به د دې غرضی لیکوال مطلب څوک وي. خو ما په همدغه شعر کی ویلی دي چی:

    

که تاجک دی که اوزبک دی یو افغان دی     د دې خاوری هزاره ترکمن زما دی

 

د لته نو کوم یو برترنژاد سو چی ما به د هغه د سرداری دعوه کړې او په هغه حساب به می پچه په خپل نامه را ایستلې وي. په دی بیت کی خو د افغانستان تولو لویو اوسیدونکو قومونو ته په یوه سترګه کتل سوی دي. مګر د سیاه سنګ په اصطلاح ګواکی ما د هزاره او ترکمنو د ملکیت دعوه کړې ده.

 

چی فکرونه د نفاق پالي به سر کي      امتیاز یی د وهلو کشتن زما دی

 

         سیاه سنګ وایی چی که امریکایان در خبر سول چی ته د خلکو د وهلو او وژلو خیال لرې، محاکمه کوي دي. لومړی خو ما نه دي اوریدلي چی چا دي څوک په شعر کی د یوی تشی لویی خبری  په ګناه محاکمه کړی او په سزا رسولی وي. البته که  پخپله له سیاه سنګ سره دا قدرت وای نو ما به لا پخوا سر نه درلودلای. دوهمه خبره دا ده چی د سیاه سنګ ولی د هغو کسانوپه  له منځه وړلو خوابدیږی چی په وطن کی د نفاق اورونه بلوي. افغانستان د تجزیی پر لوری بیایی او د همدغه نفاق په نتیجه کی منځته راغلي جنګونه او تباهي دایمي کوي. که ماته ریشتیا هم د هغو کسانو د له منځه وړلو امتیاز راکړه سي چی زما هیواد بدبخته کوي او زما وطن نور هم د نفاق په لمبو کی سوځوي نو زه به په دغه امتیاز افتخار وکړم.

          سیاه سنګ وایی چی د وهلو او وژلو پر ځای به بهتره وای چی د خبرو دپاره د لاری د هوارولو ږغ سوی وای. خو زه وایم چی دی وایی زما ټول کتابونه یی لوستی دي. څرنګه یی زما له سل ګونو بیتونو او شعرونو څخه یوازی دغه یو شعر او څو بیتونه انتخاب کړل. ده به حتما زما چمن چمن وطنه شعر لوستی وي، خو څرنګه چی سترګی یی تعصب ړندې کړي او غوږونه یی همدغه بیځایه تعصب کاڼه کړي دي نو زما چمن چمن وطنه شعر نه په سترګو وینی او نه یی په غوږو اوري.

 

راځه وروڼه سره خپل سو کوربه خلاص کړو له پردیو

پر یوه کـاسه به ټول سو  طلسم مات کــړو د پـــــــیړیو

لــــه تربور سره جوړه سو لښکر جوړ کړو د بــــګړیو

ســــاندی وشـــــړو له مېنـــــی را ته مـــخ سی د ښادیو

مـــــرور ســــــره جــــرګه ســـو ډزي وکـړو د خوښیو

اوښــــــکی وچي کـــړو د سـترګو وینی پریولو له کالیو

لا تر کــــــــــله به یی پاته له کـــــاروانه د سیــــــــالانو

زمـــــــا چـــمن چـــمن وطنه څنګه کور سوې د زاغانو

 

سیاه سنګ زما په شعرونو کي د سولي او وروری پر چیغو غوږونه کاڼه کړي دي او، دا ډزی ولی کوی، اووه پاڼی شعر یی، یا نه دی لوستی او یا څرنګه چی دده له غرضه ډکي لیکني په درد یی نه خوړل، هسی له نظره غورځولی دی.

 

 

هغه ګولی چی اوروې ستا پر کاله لګــــــــیږي

ستا د ورینداري پر سینه ستا پر وراره لګیږي

هـغه پرون چی جنازه وه زما خورکی یی یوړه

پــه خپل راکټ دي د پلرونو کنډواله لګــــیږي

لا بـــه ترکــــله بی وطنه بی کفـــنه ګــــــرځو

څــــوبه  اورونه لا په لاس د بیــــګانه لګیږي

دا ډزي بنــــــدي کــــــی زهره می چـــــــوي

د خــــــــــــدای دپــــــــــــاره ډزي ولی کوی

 

      صبور سیاه سنګ ماته هم د خپل ځان په عینکو کی ګوري او د هغه شعر په اساس چی کندهار ته می لیکلی دی او د هغه باتور اولس په توره او تاریخ می ویاړلي دي، دده په اصطلاح، سنګر ګیری های نژادی و زباني  بولی او لا دا هم وایی چی کله ما د پکتیا د شیربریتو یادونه کړې ده نو ګواکي د مړاني او غیرت افتخار مي یوازی، دده په اصطلاح، همنژاد او همزبان ته بخښلی دی. او د آمو، واخان او پنجشیر میړونه می له یاده ایستلي دي.

          لومړی خو، کله چی یو شاعر په خپله یوه حماسه کی د یوه ښار یا د یوه یا څو قهرمانانو نومونه اخلي او په هغوی ویاړي، نو ددی معنی دا نه ده چی نور هیواد او یا نور قهرمانان یی له نظره غورځولی دي. بلکه د یوه ښار، یوه میدان او یا یوه قهرمان څخه د سمبول په حیث کار اخلي. که سړی یوازي د احمدشاه بابا او پانی پټ یادونه کوي نو ددی معنی دا نه ده چی موږ یوازی دغه یو قهرمان او دغه یو میدان لرو. زموږ لمن له قهرمانانو ډکه او تاریخ مو له میدانونو ډک دی. مګر که موږ په هر نظم کی خپل ټول قهرمانان او د هیواد هر ښار او سیمه یادوو نو بیا خو له شعر څخه تاریخ او جغرافیه جوړیږي.

     او بل نو سیاه سنګ د خپلی ټولی پوهي او هوښیاری سره پر ما باندی تورلګوی چی کندهار ته می شعر لیکلی او حتی خپلی پښتنی سیمی می هیری کړي دي( ځکه چی دی له پښتنو سره ډیره خواخوږی لري)خو په غټو سترګو په همدغه کتاب کی هغه شعر نه ویني چی ما پرکونړ باندي د مجاهدینو د یرغل او ناتار په وخت کی لیکلی او پر هغه سپیڅلې خاوره می د خپلو بچیو د تیریو له امله ژړلي دي.

 

یو د کرالي قصـــاب بل د نرنـګ داړه مـار

درته لمبه سوه مځکه درته اسمان سو په قار

زمـــــا ملنـــګو خلــکو دا د کوم جــرم سزا

زمـــــا مـــعصوم اولسه ووایـه څه دی ګناه

.................

کونړه تیری به سي د کړاوونو ورځی

د جـــــنازو خبري دا د غمونو ورځی

.......

څـــه چی پر تا راغلي د هیریدلو نه دي

کونړه ستا قاتلان زموږ د بخښلو نه دي

 

     سیاه سنګ پر ما باندي تور لګوی چی ولي مي یوازی د خپلو همنژادو او همزبانو!! صفت کړی او پنجشیر او واخان می له یاده ایستلی دي . خو څرنګه چی دده سترګی تعصب ړندې کړي دي نو په همدغه کتاب کی چی ده د کندهار شعر ورڅخه انتخاب کړی دی هغه شعر یا نه وینی او یا په لوی لاس سترګی ورباندي پټوی چی ما د پامیر او په تیره بیا د پنجشیر غښتلو او باتورو اولسونو ته لیکلی دی.

 

هسکه پامیره د غرونو میره

بیا دي پرتې دي واوري پر ږیره

بیا دي لمن ده له کیسو ډکه

د چا له فتحی د چا له ویره

 

زمان در وړی لښکر د ټکو  ( صاعقه ها)

پر سر دي اوري سره آفتونه

د حوادثو ځولی در سیخ سوه

د تورو وریځو یاغی پوځونه

 

بیا دی په غیږ کی پنجشیر یاغی دی

بیا درنه رپي د خلکوزړونه

بیا دي ښکاره کړې پولادي موټي

بیا دي له زوره ډک سول رګونه

 

بیا دي شل کړي بیا دي مات کړي

د چا لاسونه د غاښونه

بیا له سکندره لاري دي ورکي

بیا یی خوږمن دي ټول اندامونه

 

بیا دي جوغې ته اړم سول غشي

بیا دي پر تړو ګرځی ټانکونه

بیا امتحان دی بیا آزموینه

بیا د سلګونو فتحو یادونه

 

بیا دي پر څوکو واوري لمبه دي

بیا دي ګریوان ته توی سول اورونه

بیا دي لمن کی د مرګ نارې دي

بیا دي درو کی ورک سول پوځونه

 

هسکه پامیره د غرونو میره

......

څو چی نړی وی ژوندي به پایی

څوک چی اوسیږی ستا پر لمنو

کیسی به نه سی د زمان هیری

ستا د پلرونو ستا د نیکونو

 

څو چی جهان وی هسکی به اوسي

ستا د لمني پولادي پرښي

ورکي به نه سي په افسانو کي

ستا په درو کي د وینو کرښي

 

څو چی اسمان وي څو چی جهان وي

ستا خرخښې به پکښي یادیږي

چی تا ورکړي د غضب غشي

نه به مړه کیږی نه به رغیږي

 

څو چی دا مځکه څو چی انسان وي

ستا به داستان وي او ستا خبري

هیر به یی نه سي کاري وارونه

که اسکندر دی که سرې لښکري

 

هی در واري سم د ګوربت کوره

ستا له درونه ستا له شیلو نه

ستا له عظمته ستا له قدرته

له لوړو څوکو له ګړنګو نه

 

هسکه پا میره د غرونو میره

بیا دي پرتې دي واوري پر ږیره

 

          که د لوستونکو د ستړي کیدلو غم را سره نه وای نو به می دا ټول شعر دلته را وړی وای خو ګومان کوم چی د سیاه سنګ او سیاه سنګیانو د، په لوی لاس، پټو کړو سترګو د پرانیستلو لپاره به همدا یوه برخه کفایت کوي. سیاه سنګ ماته دپامیر د سیمی داسی شاعر ښودلای سي چی د خپلو غرونو څوکو ته یی په دغه ښایست شعر لیکلی وي؟ ماته د هغی سیمي داسی شاعر ښودلای سي چی یو ځل یی د کندهار د باتورانو په لاسونو کی د سپینو تورو ځلا ستایلې وي. دا سی کوم شاعر یا، د ځان په شمول، کوم لیکوال راته ښودلای سي چی په دې وروستیو څو کالو کی یی د کندهار او د هغی ټولي پراخی سیمی  د بیګناه خلکو پر قتل عام باندی یوه اوښکه توی کړې او یا یی لږترلږه د زړه سوي اظهار کړی وي.

 زما د پاره ټول افغانستان خپل هیواد دی. هری لویشتي ته یی د خپل کور په سترګه ګورم. د وطن د هری سیمی د پیغلی پلو می د خپلی خور عزت دی. زما دپاره کندهار او پنجشیر دواړه د یوه هیواد بیلی بیلی سیمي دي. یو ځل بیا سیاه سنګ، چی تعصب یی سترګی ړندې کړی دي، د هماغه کتاب لوستلو ته رابولم چی ده د کندهار شعر ورڅخه انتخاب کړی دی. ماچی په پاکستان کی د مهاجرت او غربت په شپو کی د کندهار ښار یاد کړی دی نو مي پغمان او پنجشیر هم له یاده نه دي ایستلي.او د پردیس پسرلي په نوم شعر کي می هر یو جلا جلا په یاد دی.

زما پر ښکلی پغمان اوري

له اسمانه آفتونه

سپیني واوري سره لمبه دي

باندي ګرځی تور دودونه

 

زما له مسته کندهاره

بوی راځی د وحشتونو

سپیني واوري سره لمبه دي

باندی ګرځی تور دودونه

 

د کرملین خروړي سپي به

د پروان پر پولو ګرځي

د نیپالم تنورونه

د پنجشیر پر تړو غورځي

 

زه به اوس هم لا هوکیږم

رانه هیر به وی دردونه؟

د پردیو پسرلي ته

ورلیږمه به شعرونه؟

 

      اوس نو د سیاه سنګ سترګي، چی تعصب ړندې کړي دي، څوک څرنګه پرانیزي. دا کار یوازي د خدای تعالی په وس پوره دی.

سیاه سنګ وروسته زما پر فوکلوری کیسو باندي دونه کودکانه او مضحکي تبصرې کړي دي چی سړی نه پوهیږی یوه ادیب او نقاد ته دغه راز فکرونه، تحلیلونه  او اټکلونه څرنګه پیدا کیدلای سي. د زمریانو خپلوي په نوم یو شعر یی را اخیستی دی چی د هغه نکل ټول مفهوم د زورورو او پاچاهانو بد قولي او پر خپل لوز باندي پښیماني ده. خر زموږ په ټول فوکلور کی د بی عقلی سمبول دی. ګیدړ په شرقی او غربی فوکلور کی د هوښیاری او شیطانت سمبول دی. زمری تقریبا د ټولي نړی په فوکلوري نکلونو کی د پاچاهی، قوت او زیاتره وختونه د زور او ظلم سمبول وي. په دی برخه کی، له بده مرغه، زما هیڅ ابتکار نسته او که یی د ابتکار افتخار زما وای نو زه به ډیر خوشاله وای. دی وایی څرنګه چی جهاني کندهاریانو ته د زمرو خطاب کړی دی نو دلته یی هم مطلب کندهاریان دی او خر حتما د کوم مظلوم اولس سمبول دی چی د زمري د پنجو ښکار دی او په پای کی لا د بیعقل خطاب هم ورته کیږی. سیاه سنګ د ګیدړ په باره کی څه نه دي ویلي. البته له خره سره یی خواخوږي د قدر وړ ده.  ځکه چی ډیر بیځایه وژل کیږی او پسله مرګه لا د بیعقل او جاهل خطاب هم ورته کیږی. خو سیاه سنګ باید دونه متوجه سي چی دا نکل د خره د بی عقلی په باره کی نه دی بلکه د زمري د ظلم په باره کی دی. دی باید د نکل وروستنیو بیتونو ته توجه وکړي.

دا قــــانون دی د ځنـــــګله د ځنـــاورو

زړه ور نه کښینی تر څنګ د زورورو

خـــدای ورکړی دی نصــیب د جاهلانو

چـــی قولـــونه څـــوک منـي د باچاهانو

پـــه کــله کی یی ماغزه نه وه خالي وه

ځکه ستا سره په خیال کی یی دوستي وه

 

        اوس نو که سړی د سیاه سنګ څخه پوښتنه وکړي چی موږ به د خره پر ځای بل دونه بی عقل حیوان له کومه کړی وای چی د ګیدړ منتر او شیطانت دونه ژر اثر ورباندی کړی وای. ځکه نو موږ دده له اجازې پرته خر انتخاب کړ. البته سیاه سنګ ته زما یوه دوستانه مشوره داده چی د زمري د نامه له بیځایه یادولو سره پام وکړي، چی دا لس کاله کیږی د یوه مړه زمري نوم او عکس د کابل پر ټوله اداره باندي حکومت کوي.

       سیاه سنګ د خپل خصمانه مضمون په پای کی زما د سبزه کوب شعرته، چی ډاکټرصاحب ناشناس کمپوز کړی دی، اشاره کړې او ادعا کوی چی ما دا شعر د خلقیانو د رژیم په وخت کی لیکلی دی. ګواکی دی زما خبره دروغ بولی چی ما دغه شعر د شهید داوود خان د حکومت په وروستیو شپو کی لیکلی دی. اختر پټ میړه نه دی. ما په زرګونو پښتانه پیژني. محترم سلیمان لایق، چی سیاه سنګ په دغه ارتباط په خپله لیکنه کی اشاره ورته کړې ده، ژوندی دی. زه دونه سپین سترګی نه یم چی د خپل دونه شهرت سره سره د زرهاوو خلکو په مخ کی دروغ ووایم. چی سیاه سنګ زما خبره نه مني نو نه به یی مني.

      سیاه سنګ بالاخره د خپل مضمون په پای کی زما ځینی شعرونه په فارسی ترجمه کړي دی او مطلب یی دا دی چی ګواکی دی د ډیر پراخ نیت او نظر خاوند  دی. انصاف دا دی چی ډیری بیخونده ترجمې یې کړي دي. هغه روح او ښایست چی په اصل کی پروت دی په ترجمه کی نه لیده کیږی. ده لکه چی زما ترجمې لیدلی دي نو یی فکر کړی دی چی د شعرونو ترجمه اسانه کار دی. زه وایم سړی باید دونه بار ته اوږه ورکړي چی وړلای یې سي.

سیاه سنګ او سیاه سنګیانو ته زما وروستۍ خبره دا ده چی زما ټول شعرونه د افغانستان خلکو ته وقف دي. په ژوند کی می د هیواد د پراخو اولسونو ترمنځ د نفاق یوه خبره نه ده کړې. زما په تقریبا پنځه څلویښت کلنه شاعري کي یوه کلمه تعصب څوک نه سی ښودلای. د افغانستان د هری ژبی او هر اولس سره تعصب او دښمني ملی خیانت بولم. ځکه نو د هغو کسانو په ترټلو او وژلو افتخار کوم چی زما له هیواد څخه د یوې لویشتي د بیلولو خیال لري او یا می د اولسونو تر منځ د نفاق تخمونه شیندي. د اولسونو ترمنځ جنګونه دایمی کوي او د میلیونو بیګناه انسانانو د قتلیدلو او د ښارونو او کلیو د تباه کیدلو سبب کیږي.