نه مې غم د خپل فامیل او نه د ځان دی
داچې ډیر مې ځوروی غمد افغان دی
لویه خدایه په علت یې نه پوهیږم
چې د ولې قهرولی پرې آسمان دی؟
تر دا ټولو غمو لوی غم یې جګړه ده
سره وژني دواړو لورو ته افغان دی
هره ورځ سل او پنځوس میندې بوریږي
هر یو پلار یې د اولاد په ویر فغان دی
د ملت شتمنی څو زورواکو لوټ کړه
ولس خوار وچې ډوډۍ ته سرګردان دی
د فساد سردمداران زموږ مشران دی
شرارت له هرې خوانه را روان دی
چې زورګیر دی، فسادی دی شرانداز دی
د پردیو په خدمتکې قهرمان دی
منافق دی په خوله یوه او عمل بل کړي
د ملت غم ورسره نشته، تش د ځان دی
هغه نن زموږ په ملک حکمرانی کا
سرچپه د ترقۍ کاروان روان دی
راشئ ټول شو چې دا شر او فساد ورک کړو
ټول هغه چې موهنوز بیدار وجدان دی
«غفوري» چې اسلامي نړۍ ته ګورم
څومره وروسته پاته شوی مسلمان دی!
کابل- افغانستان
د ۲۰۱۴ میلادی کال د جون میاشت