افغان موج   

زه به ترڅود بل غلام د ځان سلطان بولم ؟

زه به ترڅوپورې رقیب د ځان جانان بولم؟

زه به ترڅو پوري د یاراواغیارفرق نکوم؟

زه به ترڅو دا ټول اغیارسړي یاران بولم ؟

زه به ترڅوپورې پردي ته د خپل نوم ورکوم؟

زه به ترڅوھر بیګانه سړی افغان بولم ؟

ھردروغجن ته به ترڅوپورې چکچکې کوم؟

زه به ترڅوټول پردیپال خپل رھبران بولم ؟

زه به ترڅوپورې باطل ته د حق نوم ورکوم

زه به ترڅوپورې ټول غله پرھیزګاران بولم؟

زه به ترڅو خپلو خپلوانو ته پردي وایمه ؟

زه به ترڅوپورې دوستان خپل دښمنان بولم؟

د ورورقاتل ته به ترڅوپورې غازي وایمه؟

زه به ترڅو افغانوژونکي اتلان بولم ؟

زه به ترڅوپورې پردي جنګ ته جھاد وایمه؟

ترڅوبه زه دا دوزخیان ټول جنتیان بولم؟

ترڅوبه زه قیام لاخپل ضمیرته پړاوسمه؟

زه به ترڅو ھرځناوردلته انسان بولم ؟

الحاج الھام الدین قیام

27/08/2015