افغان موج   

وطن لرو خوخپل واکدار نلرو

دخپلوکړو وړو ھیڅ اختیارنلرو

مونږد بابا په توره فخر کوو

د خپل وخت ھیڅ یو افتخارنلرو

د ژوند ھرڅه په سوال له نوروغواړو

مونږد خپلواک ژوند ھیڅ افزارنلرو

د ارګ واکدار راته پردي خوښوي

مونږ پکی ھیڅ مھم کردارنلرو

د ھرتصمیم واک مود بل سره دی

پکی ھیڅ حق د کوم اظھارنلرو

بیاھم دعواد خپلواکۍ لرو مونږ

مونږد ښو بدو ھیڅ معیار نلرو

مونږد ھرڅه په کیف وکان پوھیږو

خوھیڅ جرئت اوس د اقرار نلرو

یو سوله ییز قیام ضروردی خلکو

بله د خپل خلاصون ھیڅ لار نلرو

الحاج الھام الدین قیام

والدورف/جرمنی

۱۷/۰۸/۲۰۱۴

 .د ګران ھیواد د خپلواکۍ د کلیزی په تړاو