افغان موج   

ترڅوبه د غفلت په خوب ویده یی رابیدارشه

په سوداوزیان دی ځان پوه کړه افغانه لږھوښیارشه

ترڅوبه په خپل کورکی د پردیومزدوري کړی؟

د پلار،نیکه په څیردی بیاد خپل وطن بادارشه

ترڅوبه دی دپلار،نیکه پګړۍ د بل په سرږدي؟

د پلار، نیکه پګړۍ ته دی پخپله سزاوارشه

ترڅوبه دی د پلار،نیکه میړانه د ژوندویاړوي؟

د پلار، نیکه لمسیه ! اوس پخپله لکه پلارشه

منم دی چی پلرونه دی زمونږد تاریخ ویاړدی

خوته ھم د پلروپه څیر،ددی وخت افتخارشه

پردیو دی وطن ته د تورتم لښکرراوستی

ځلانده لکه لمرشه،دی تورتم ته روڼ سھارشه

پردیودی وطن په یرغلونو،وران ویجاړکړو

اوس پاڅه،په میړانه د خپل وران وطن معمارشه

پردیودی ولس واړه د مرګ په لارو بوتلو

د ژوندپه لاریی تګ ته اوس مخکښ علمبردارشه

پردي ټول مطلبیان دي ، یارانه یی مطلبي ده

پردۍ یارانی پریږده ، بیاد خپلوخلکویارشه

کارغانودی د ښکلي ګلشن،ښکلي ګلان چورکړل

کارغان له ګلشن وشړه،د خپل ګلشن مالیارشه

مظلوم،جګړه ځپلي،خوارملت ته سوله راوړه

د جنګ په ضد قیام وکړه،د سولی پرچمدارشه

 

الحاج الھام الدین قیام

والدورف/جرمنی

۰۶/۰۳/۲۰۱۴

 

آزاد قضاوت

 

باطل ته به حق نه وایو ، باطل به باطل بولو

قاتل ته به خپل نوم آخلو ، قاتل به قاتل بولو

له ډاره به نور،توروته د سپینو ویل پریږدو

عالم ته به عالم وایو،جاھل به جاھل بولو

د ښه اوبد په منځکی خوتوپیرکول په کاردي

ناقص ته به ناقص وایو،کامل به کامل بولو

 

الحاج الھام الدین قیام

والدورف/جرمنی

۱۹/۰۴/۲۰۱۴