ښځه مور ده، ښځه خور ده
ښځه ترور، ښځه ننګور ده
ښځه مورد بشريت ده
څوک ئې ځوی دی، څوک ئې لورده
د بشر د بقار ازدی
ګهواره ئې د شعور ده
سرچينه د محبت ده
ښځه لوړ د مينی شور ده
د هر کور بله ډيوه ده
پرې روښانه هر يوکور ده
لکه لمر ښکلي ځلا ده
چې رڼائې په هر لور ده
د ټول ژوند ښکلی ملګری
د ميړه د مټو زور ده
دا د ښځې برکت دی
چې پرې دا جهان سمسور ده
که دا ښکلئ موجود نه وي
نوبيا دا جهان نسکور ده
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمنی
8.03.2013
دښځونړيواله ورځ