افغان موج   

ستر سوال

 

چــه مو یو ورور بل ته وایي،دزړه حال بیـــا

خـــدایــه راولې ولس تــه ، دا مجــــال بیــــا

 

خــــدایـه تـه دفالبین زوړ منتـــر، بدل کـــړي

چــــه راووزي دورورۍ او مینې فــال بیـــــا

 

د نفـــرت په ځـای،مونږ مینه غواړو خــــدایه

چـــــه د مینې، محبت شـــو جــوړ مثال بیــــا

 

خــدایه کــورته مــو دســولې ، نعمت راوړې

چـــه دوروڼو تــر منځ نه وي ،غالمغال بیــــا

 

چــه پــه ګـډه ، ګــډدښمن تـه ماتې ور کـــړو

چــه مــو ښکارته دبچو،نه راوړي جال بیـــا

 

اشغالګرته په خوله داسې دروندسوک ورکړو

چه څوک دلــته زړه ښه نه کړي،داشغال بیـــا

 

واړه یو ځــای، لــه غمــونـو  رخصت واخلو

خوښئ یو ځای کـــړو،  په ګـډه استقبال بیــــا

 

خـــدایه ته یي تــر ابده ، کـــور میرات کـړې

که راوړي مـونږ ته ، څـوک بل قتل وقتال بیا

 

زه قیــــام به ېې په ســـر، نــذرانه پرې کـړ م

که مې خدای قبول په درکړي ،داسترسوال بیا

 

الحاج الهام الدین قیام

والدورف/جرمني