افغان موج   

غزل

په اخلاص دخدای دربارته، چاتړلئ  که نيت  نه  دی

هسې ټنډې  لګول دي،  سجدې هيڅ  عبادت  نه  دی

عبادت که  په  رياوي، دثواب  په  ځای  عذاب  دی

دريا  په  سجدو هيڅوخت،  چا  ګټلئ  جنت  نه  دی

د زمزم  پاکو اوبوکې، که ټول ژوند غسلونه  وکړي

خوپدې  اوبو پاک  کړی، چاتورداغ  دتهمت  نه  دی

دقدرت خاوندان واړه، په زورهسې  عزت  غواړي

چې له ډاره يې عزت  وي، اهانت  دی عزت نه  دی

که تاجدار لښتۍ په غوږکړي، دچا شاه دچا غلام شي

په دربارکې يې زلت دې خدای  ورکړی شوکت نه دی

دچا پښو کې زولنې د ي،په لاسوکې يې ولچک  دي

که ارمان يې انساني دی،جيل عزت دی زلت نه  دی

چه دنوروشته په زور خوري،حرام ځانته حلال بولي

داقيامه حراميان دي، خدای پرې کړی رحمت نه دی

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمني

09.06.2011