ورستیو پیښو په ډاګه کړه چې نړیوال استعمار او د هغوي کورنیو دلالانو او تالیڅټو په ټول قووت سره په تیرو څلورو لسیزو کې په هیواد کې د پرمختګ، مرکزي ځواکمن دولت او په هیواد او ولس مینو مشرانو د چارو د پرمختګ په لار کې خنډونه رامنځته کړي او د بیلا بیلو استخباراتي، تبلیغاتي، نیابتي او نورو اقتصادي او جګړه ایزو ګواښونو له لارې یې جګړې زموږ پر ګران هیواد او ولس تپلي او د خپلو شومو موخو د عملي کولو په لار کې یې افغانان له ځواکمن نظام او په هیواد مینو ولسمشرانو نه بې برخي کړي دي.
ټولو ته جوته ده چې د امریکا د نا سمو پالیسیو او د پاکستان په لاس د طالبانو ځواکمنول او د هیواد چارې ورته سپارل هغه سترې تیروتنې دې، چې ټوله نړۍ او د همدې زبرځواکو استعماري هیوادونو ولسونه یې له پوښتنو او اندیښنو سره لاس او ګریوان کړي دي.
سره له دې چې د دغو هیوادو ځنی مشران په خاص ډول بایدن او پاکستان، ایران، روسیه او په کور دننه د دوي لاسپوڅي د دغو بې شرمانه پالیسیو چې نتیجه یې په افغانستان کې د نطام ړنګیدل او د طالبي حاکمیت منځته راتلل دي، پړه یې یوازی پر افغان ولسمشر محمد اشرف غني اچوي او د خپلو لاسپوڅو له لارې یې پراخ تبلیغاتي کمپاین پیل کړی، چې ګویا همدا اشرف غني و چې طالبانو سره یې سوله نه غوښته، جګړه او افغان وژنه یې تر سره کوله، ټول قدرت یې ځانته متمرکز کړی و، نړیوالو ته یې غلط امنیتي راپورونه ورکول، طالبانو سره یې پټي اړیکې درلودې، نو ځکه یې ورته ۵۰۰۰ بندیان ورخوشي کړل، ولسوالۍ او ولایتونه یې طالبانو ته پريښودل او بلاخره ارګ یې هم ورته تسلیم کړ؛ نو ځکه د دغو ټولو پیښو مسؤل په خپله اشرف غني دی.
که دغو نیوکو ته زیر شو لیدل کیږي چې له یو لورې یې د جګړو مسؤل ګڼي او له بل لورې یې طالبانو سره د پټو اړیکو او د هیواد د ولسوالیو، ولایتونو او د ارګ د تسلیمیدو مسؤل هم ګڼي، مګر خورا ډېر شمېر افغانان اشرف غني د زورواکو، جنګسالارانو له واک نه ګوښه کول د هیواد د اوبو د سم مدیریت اروپا، عربی نړۍ او یو شمیر نورو هیوادو ته د چین د وریښمو د لارې د بیا احیا کولو او د هوائې دهلیزونو په پرانیستلو او یو شمېر نورو بنسټیزو پلانونو د عملي کولو له امله د هیواد د کورنیو او بهرنیو دښمنانو د سترګو اغزی شو او د دغو ټولو له لورې د یوې ستری توطیې ښکار وګرزید.
د خواشینۍ ځای خو دا دی چې د پردې تر شاه هغه څه او واقیعتونه چې پټ او ښکاره روان دي هیوادوال ترې تل بې خبره پاتې کیږي، نو ځکه کله چې جمهور رئیس محمد اشرف غني، په ورستیو شیبو کې د خلیلزاد په واسطه د امریکا او هیواد پلورونکو اجنټانو کرزی، عبدالله او نورو ملي خائنانو چې سرونه یې د پاکستان، ایران، او یو شمېر نورو هیوادو له ګریوانه راووتل، له خاېنانه توطیو نه کره خبر تر لاسه کړ، د افغان وژنو او هیواد ورانولو نه یې له هیواد نه د وتلو او د خپل ژوند د بقا اصل ته ترجیع ورکړه او کنه د همدغو هیواد پلورونکو د توطیو ښکار به ګرزیدلی وای.
پریږدی چې د هیواد دښمنان یې د فراري، ملي خائین، د دالرو د غله په هیواد کې د روانو ګډوډیو، د مؤقت حکومت د نه جوړیدو په تورونو محکوم وګڼي، مګر تاریخ ژوندی دی او یوه ورځ به دا ثابته شي چې څوک خائین او څوک پر حقه دي.
همدا اوس هم تر تر ډېره بریده معلومیږی چې امریکا له پیله تر دا اوسه نه غوښتل او هم نه غواړي چې په افغانستان کې دې سوله رامنځته شي، ځکه کله چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا او د هیواد د کورنیو اجیرانو مزدورانه او هیواد ورانونکی پلان له خاورو سره خاورې کړ، دا دی امریکا د خپلو پخوانیو اجنټانو له خوا یو ځل بیا د پاکستان، ایران او نورو اروپاېي استخباراتي چینلونو له لارې د شمالي ټلوالې له ادرسه، د جګړې د دوام غږ له پنجشیر نه را اوچت کړ، امرالله صالح د جمهور رئیس په موجودیت کې ځان د افغانستان د جمهور رئیس په توګه اعلان او د جګړې اورته پکۍ وهی، دغو اعمالو وښوده چې امریکا او ورسره دغو هیواد پلورونکو کورنیو ملي خائنینو د پاکستان، ایران، روسیې او یو شمیر نورو هیوادو له لوري د جمهور رئیس محمد اشرف غني د دغو دواړو دورو د هغو سیاسي، فرهنګي، اقتصادي، ټولنیزو او په خاص ډول د اوبو مدیریت د برنامو د پرمختګ په لار کې خنډونه رامنځته کول، چې دا دی اوس یې عملا بیلګې تر سترګو کیدای شي.
زه نه غواړم له اشرف غني نه ملاتړ وکړم، د هیواد د بې سرنوشته وضعیت مسؤلیت یې د ولسمشر په توګه پر غاړه و او دی، خو هغه ژوندی دی، باید افغانانو ته له هیواد نه د وتلو او د هغو تورونو سپیناوی وکړي، چې د هیواد کورنيو او بهرنيو دښمنانو یې ور پسي تړلی دي.
زما له انده اصلي پوښتنه همدا ده چې:
امریکا بیا زموږ په غمځپلي هیواد کې د څه په لټه کې دی؟
امریکا د پاکستان پر مستقیمو لاسوهنو زموږ په هیواد کې د ځواکمن دولت د جوړیدو په لار کې خنډونه رامنځته کړل، طالبان یې ځواکمن کړل، قومي، سمتي او تنظیمي تعصباتو ته یې دومره لمن ووهله، چې کور په کور یې حتی د نفاق اور رابل کړ، شل کلن خپل جوړ کړی نظام یې ړنګ کړ، طالبان یې پر هیواد حاکم کړل، د هیواد مادي او معنوي ارزښتونه یې له خاورو سره خاورې کړل، همدا اوس امریکا، ناټو او غربي انډیوالان یې په زرګونه روڼ اندي افغانان، علمي او مسلکي کادرونه چې د هیواد بشري ملي پانګه ده له هیواده د وتلو له لارې ستره تشه رامنخته کوي، چې د کابل د هوائې ډګر وروستۍ پیښه چې د لسګونو هیوادوالو د مرګ او ژوبلې لامل وګرزید، د امریکا او ناټو غړو هیواد بله افغان دښمنه پالیسي یادولی شو، کیدای شې د کابل د هوائې ډګر وروستۍ چاودنه هم یوه استخباراتي لوبه وي، چې د جګړې د دوام له پاره د نوو موخو په خاطر تر سره شوی وي؛ امریکا هم طالبان د قدرت تر ګدۍ ورسول او هم یې پر ضد د بل ځواک د جوړیدو هڅې کوي. ایا دا په خپله کومه بله غمیزه او ستره توطیه نه ده؟. اوس نو دا افغانانو او طالبانو پورې تړلې ده چې په هیواد کې د پردیو او پریدیـپالو شومو توطیو ته د ملي یووالي او افغان شموله حکومت په جوړولو سره د پای ټکی ږدي او که د پردیو د غلامۍ ژغ تر ابده پر غاړه وړي؟
پای