افغان موج   
FacebookTwitterDiggDeliciousGoogle BookmarksRedditLinkedinRSS Feed

ځان طبیب بولي ، درمل ورسره نه شته

د علاج او ټکور ، چل ورسره نه شته

یم حیران د شاعر ، داسی شاعرۍ ته

ځان شاعربولي ، غزل ورسره نه شته

باغوان داسی ګلبوټي باغ ته راوړي

اغزي ډیرلري خوګل ورسره نه شته

مُلاھروخت ، بل ته ښه اوبد ورښيي

خوپخپل ګفتارعمل ورسره نه شته

شيخ خپل ځان له ټولوخلکودینداربولي

خوپه خدای باندی توکل ورسره نه شته

ھرسړي ته ځان ترنوروھوښیارښکاري

خود ښه اوبد اټکل ورسره نه شته

دلته ھرسړی په تکوتوروشپوکی

په لاردرومي خومشعل ورسره نه شته

ډیرد یومنزل په لوری، ورتلل غواړي

خوتنھا روان دي ، مل ورسره نه شته

له ظالمه به ، مظلوم څنګه خلاصیږي

چی د ھیڅ قیام تکل ورسره نه شته

الحاج الھام الدین قیام

والدورف/جرمنی

۱۴/۱۰/۲۰۱۴