افغان موج   

د دروند ورور امام الدین ساپی صاحب لیکنه می چه د ستار سیرت د پاچاهی نیولو د اخرنیو هلو ځلو په هکله یی لیکلی ، دیره معقوله او پر ځای لیکنه وه ، مونږ ته یی هم جرات راکړو چه په دی هکله څه ولیکو:

حقیقت دادی چه نړیوال استعمار ( بین المللی دهشت ګر یا مافیه ) د نړیوال حکومت د را منځته کولو پروژی د پاره چه له څو پیړیو را په دی خوا د نړیوال ماسونستی ګوند ( چه اکثره یهودان دی ) تر لاس لاندی وه ،

دری برخی کار یی بشپړ شوی ، د اخرو برخو ( نظامی اړخ ) هڅی که یی د بری اخری پړاو ته ورسیږی له هغه وروسته به د نړیوال حکومت یا د زمکی د خدایی دعوی کوی.

د تروریزم د جنګ اعلان د نړیوال حکومت د رامنځته کولو دپاره پلان شوی وو ، د تروریزم د جنګ اعلانولو اصلی او اولنی هدف اسلامی نړی کی د اسلامی نظام ختمول وو ددی یرغل او اشغال اولنی قربانی زمونږ هغه مجاهد اولس وو (چه د کمونیزم څخه یی د لویدیز استعمار ، اسمانی ستورو ته د پناه اخستلوڅخه ژغورنه ورکړه ) تر دی چه اوس د نړی د خدایی ( نړیوال حکومت ) دعوی لری د (نوی نړی حکومتی فرمان) وایی د ټولی نړی هیوادونه باید د دیموکراسی یو قانون او یو سکولریستی حکومتی سیستم ولری او د یوه انسانی خدای عبادت او اطاعت وکړی.

دا چه افغانستان کی حکومتی سیستم چه منظمه اردو ولری ، شتون نه درلود چه جنرالان یی لکه د مصر او نورو هیوادونو په شان په بیه واخلی او نظامی کودتا ګانو کی تری کار واخلی زمونږ د ګران هیواد د اشغال د پاره یی نظامی یرغل په پلان کی درلود.

د افغان مجاهدینو چه کمونیستی بلاک ته یی شرمیدلی ماتی ورکړه ، هغه کمونستی بلاک ، له کوم چه د لویدیز استثمارګرو په زمکه کی د مقابلی توان څه چه د ژوندی پاتی کیدلو هیله هم نه درلودله ، د خپل اخری ژوندی پاتی کیدو د پاره یی دقیقی او ثانیی شمارلی ، د اسمان کومو مهربانو ستورو ته د پناه وړلو په هیله اسمانونو کی سرګردانه ګرځیدل.

د کمونستی استعمار مقابل کی د افغان مجاهدینو جهادی مقاومت او افغانی شهامت نړیوالو ته وښوده چه کمونستانو ته په همدی خاورینه زمکه کی د فقیرو او غریبو ( مګر ایمان او اوچت مورال لرونکی ) افغانانو په لاس ماتی ورکولی شی له کومو چه دامریکا په ګډون ټول لویدیزوالو اسمانونو ته تیښته کوله ، د لویدیز لوفرانو لاړی تیری شوی او د اسمان د ستورو له پناه اخستلو یی لیار لنډه او په همدی زمکه کی د اوسیدلو هیله مند څه چه د ټولی زمکی واکداران شول ، دی نمک حرامو د دی پرځای چه د افغان مجاهد اولس د دی بی ساری قربانیو او شهامت قدردانی یی کړی وی او د دوی سره یی د دوی په وران وطن ابادولو کی هر دول لاس اړونه او مرستی کړی ، برخلاف له اوله په دی هڅو او وسو کی شول ، چه لمړی له افغان مجاهدینو څخه د روسانو د ماتولو د پاره کار واخلی او بیا د افغان مجاهدینو په ماتولو ، اسلامی نړی کی اسلامی نظام هم مات کړی او له هغه وروسته د نړیوال حکومت د رامنځته کولو اعلان او د زمکی د خدای دعوی وکړی.

د لویدیز استعمار چه د انګریزانو یهودان یی مشری کوی ، په فریب کاریو او شیطانی پلانونو جوړولو کی د نړی تر ټولو شیطانانو لمړی مقام لری د دوی د شیطانی پلانونو اولنی برخه همدا چه استخباراتو یی جهادی رهبران او قوماندانان په وسلو او بیسو رانیول تردی چه د ډالرو په مینه او مسابقه کی سرګردانه جهادی رهبران د لویدیز استعمار داسی ذلیله کړل چه له رازونو ناخبره د دستورونو عملی کونکی وو او لویدیزوال د جهاد رهبران جوړ شول ) جبهاتو ته یی مخه کړه مهم قوماندانان یی هم په ډالرو رانیول هغه قوماندانان چه نه پلورل کیدل څه یی له منځه یووړل یا یی غیر فعاله او له واکه وغورځول.

استعمار تر دی د افغانستان په جهاد او مجاهدینو کی ننوتل او جهاد یی خپل ملکیت جوړ کړو چه جهاد ته یی د سوړ چنګ ( کولډ وار ) نوم ورکړو یعنی د روسانو جنګ د امریکایانو سره وو د افغان مجاهدین پکی استخدام شوی وو د جهاد نوم په سوړ جنګ بدلولو د پاره رهبرانو ته په بیلونونو ډالر ورکړل شول جهادی رهبرانو او قوماندانانو د مجاهد اولس د تیرویستلو د پاره د سوړ جنګ یا جنګ سرد په یادولو ویاړنی کولی لکه دامیرصاحب احمدشاه مسعود د یو تصویر د پاسه لیکل شوی وو ( احمدشاه مسعود قهرمان جنګ سرد ) یعنی د نړیوال استعمار یا کفری نړی غلام.

د روسانو له ماتی وروسته لویدیز د جهادی قوماندانانو په لمنځه وړلو ، بدنامولو او یا بدلولو او غلامولو دپاره سرمایه ګذاری وکړه او د دی په څنک کی یی د لویدیز پرستو ، ایران ، روس او هند پرستو او په لویدیز ، پاکستان او سعودی پرستو اخوانیانو سره یی ( د ډالرو په زور) د دوستی اړیکی ټینګی کړی.

پشتو کی یو متل دی وایی ( د حریص کاسه چپه ، لاس یی تش خوله یی سپیره ) د لویدیز په دی پلان کی پورتنی پلورل شوو ډلو ډیری مادی ګټی تر لاسه کړی ولی ظاهر شاه او سیرت بابا پکی تر ټولو بدمرغه وختل ، که نه د امریکا سره د دی پلان په جوړولو او عملی کولو کی اصلی طراحان همدا دواړه وو ، ظاهرشاه ته د دجال له خوا د بابا لقب ورکړی شو ، د ملنګ جان تپه کی یی د یو قبر ځای تر لاسه او لږ تر لږه ارګ کی یی د خپلوعیاشیو او ساعت تیریو پخوانی خاطری بیا ژوندی شوی ، مګرپه سیرت صاحب می خوا بده شوه له ذلیلتیا پرته نور څه ورته ورنکړی شول ، بیچاره ټولی رایی وګټلی مګر پاچاهی یی حامد کرزی ته ورکړه لکه نمرود چه جنت جوړ مګر له ننوتو مخکی یی مرګ میلمه شو.

امریکایانو تر سیرت بل ډیر نازولی غلام ، حامد کرزی صاحب چه د هغو د استثماری اهدافو د پاره تر سیرت صاحب ډیر مناسب او موفق شخص وو د موقتی لاسپوڅی اداری انتسابی ریس وټاکلو سیرت صاحب سره د دی چه پروفیسری یی درلودله او یا د ظاهرشاه ځانګړی استاذیتوب کی یی شپه او ورځ په ځان یوه کړی وه ، د هغی ورځی په هیله چه د ظاهرشاه په کابینه کی به صدراعظم وی ولی د وزارت او یا مدیریت مقام هم چا ورنکړو. د حرص ټول سوچونه او د خیال پاچاهی یی ( چه رایی یی هم ګټلی وی ) دړی وړی او لکه د شګو بند وو اوبو یووړلو اود پاچاهی ټولی هیلی یی د خاورو سره خاوری شوی.

پشتو کی یو متل دی وایی ( درښکاره به یی کړم او دربه یی نکړم ) کله چه چاته معشوقه ځان ښکاره ولی په لاس ورنشی د هغه عشق تر پخوا څو واری لا زیات شی هغه بیچاره د هغه معشوقی په لاسته راوړلو کی ټول عمر لیونی پاتی شی له هرو ممکنو وسیلو هڅه لری ځان هدف ته ورسوی ، اوس هم د ارګ خوبونه وینی لکه داودخان چه ددغه ارګ د ترلاسه کولود پاره د کموستانو سره په ګډه کودتا وکړه چه هم د ده او هم د ټول افغانستان د تباهی سبب شوه ، تر ننه چه مونږ کومه بیه ورکوو دا د هغه کودتا برکت دی.

خبر شوم څو ورځی مخکی سیرت صاحب ، د څو افغانانو سره نیویارک ته تشریف وړی وو چه د ارګ دعاشقانو په لست کی یی نوم بیا درج شی او یا دجال ته وښایی چه زه مو ولی هیر کړی یم . مګر یو کار یی د ځان د پاره ډیر د هوښیاری وو چه هلته یی د یوی موقتی اداری د رامنځته کولو وړاندیز کړی وو دا ځکه چه په ټاکنو کی د سیرت صاحب بری دملت له خوا تر لاسه کیدل ممکن نه دی ډیر نور رقیبان لری چه ترده ډیر مخکی دی ، نو د افغانستان د پاره ( بن ) کی د اولنی موقتی حکومت جوړونی په شان ( چه حامد کرزی پکی د لودیز له خوا اولین انتسابی موقتی ریس وټاکل شو) ، چه وروسته یی بیا د ټولو مادی امکاناتو په لرلو ، فریب کاریو او د نړیوال استعمار په مرسته دیارلس کلونه د لاسپوڅی اداری حکومت وکړو ) ، نو د سیرت صاحب هڅه هم دا چه د هماغی په څیر بیا د موقتی حکومت جوړونه رامنځته کړی ، سیرت صاحب به هم د دجال له خوا د موقتی اداری د پاره انتسابی ریس وټاکل شی ، وروسته به د کرزی په شان په بیه او فریب کاریو ووټونه ترلاسه کوی.

که څه هم مونږ داکترصاحب سیرت ته د هغه د اسلامی پوهی او د استاذی له مخی ډیر درناوی لرو ، دا درنښت به هله زیات وی چه د دیموکراسی نظام پرځای یی دا پوهه د اسلامی نظام د پیاده کولو د پاره کارولی دا چه دی یی د اسلامی نظام په خلاف کاروی نو ده ته به هغه درنښت کله پاتی شی کوم چه سیاف ، کشاف ، ربانی او قاضی امین ته له ذلته غیره نور څه پاتی نه دی.

زما توصیه ، سیرت صاحب ته دا ده ، چه تردی زیات نور ځان نه ذلیله کوی د اسفل سافلین پرځای د احسن تقویم په حیثیت کی ځان وساتی ، دینی عالم او د شریعاتو استاذ چه څه سهوی او غلطی ترسره کړی د هغو ګناهونو د جبران او د راتلونکو نورو خطاګانو د مخنیوی په خاطر نور باید په خپل سیاسی دریز کی بدلون راولی د شیطانی ملګرو پرځای د خدایی ملګرو سره یوځای او د دجالی نظام پرځای د اسلامی نظام لمن ونیسی . که د نړیوال حکومت ( دزمکی خدایی ) د بدو عواقبو ، اضرارو او خطراتو په مقابل کی څه نه شی ویلای د خپلی کورنی او نورو افغانانو د اسلامی روزنی دپاره دی خپل راتلونکی عمر وقف کړی او لا دی اوس د افغانستان د ورونو قومونو د یووالی ، او د امریکا او ناتو د وتلود سمی لیاری طرحه دی جوړه کړی ، که امریکا ورباندی عاشقه وی خبرو ته یی اهمیت ورکوی د افغانستان د سولی او هوساینی قناعت دی ورکړی که دا ممکنه نه وی په دی اخر عمر کی دی د خپل بدن غوښی د داودخان او نجیب په شان د ګلخانی ماڼی په ونو کی د زوړندیدو څخه وژغوری او د داسی پاچاهی خوبونه دی نور نه ګوری چه د دجال له خوا ورته هدیه شوی وی

 

ومن الله التوفیق

 

الحاج استاذ بیانزی