افغان موج   

دګناهونوکفاره

فيصــله مې  دتقــــدير ده، څه  چاره  ده

چې له ګران وطن مې،ليرې ګوزاره  ده

زه بې ساه، دلتـــه راوړی  زمـــانې  يم

ساه مې، ګران  وطنه! لاهم  ستاکره  ده

دلته  اوسم، مينه  هلتــــــــه  رانه  پاتې

لاهملته، دوطن  په  کــــــــور، ديره  ده

چې مې ځان دخپلې ساه سره يوځای شي

ګران  وطنه !  لاخو هيــــله راسره ده

!زه  چې ليـــــرې  له  تا اوسمه وطنه

له ژوندون مې جوړه شوی،مسخره ده

د غرو رلښکر مې، دلته  ماتي  وکړه

له شهيد غيرت  مې، ډکه هـــــديره ده

د وياړونو، جنازې  مې  پکې  اوسي

دلته ژوند مې، د وياړونو مقــبره  ده

نور قيام  ته، دلته ژوندکې ثواب نشته

دلته  ژوند، دګناهونو، کفــــــــاره ده

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمني