افغان موج   

د١٣٩٢ کال  د رارسيدو له  امله  ټولو افغانانو او د افغان  دغيرتي ملت  نراو ښځو، لويو او وړته  د زړه  له کومې  مبارکي وايم٠

نه کوچيان شته،نه ئې مېلې،نه اوښان شته

نه رمې شته،نه ئې شپول شته،نه چوپان شته

دکوچيانو مېلې،ټولې ميرات ښکاري

نه سيرلي شته،نه ېې وري شته،نه جونګيان شته

چې کوچيان نه وي سپرليه،خوښ مونه شوې

نه کوچۍ شته ،نه ېې ټيک،نه ېې پيزوان شته

ته خوښکلی په کوچيانو وې،سپرليه

چې کوچيان نه وي،څه فرق دې له خزان شته؟

زه قيام،له خدايه داسې سپرلئ،غواړم

چې په خپلومېلوبيا،مېښته کوچيان شته

 

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمنی

15.03.2013