افغان موج   

ما د ملي، دموکراتو او ولسي ځواکونو په اړه څو کاله د مخه او څو وارې مفصلې لیکنې کړې او نشر کړې دي چې ورپکې د هغوی په ماهیت، ورته والي او ځانګړنو باندې تماس نیول شوی.

اوس دادي بیا دا مسئله د افغانستان د سیاسي ټولنیزو فعالینو ترمنځ را پورته شوې چې د هیواد اوسنیو ستونځو ته په کتو د هر څه تر مخه د ملی ځواکونو اتحاد او غښتلتیا ته اړه لیدل کیږی. په دې خاطر لازمه ګڼم چې د سیاست د مینه والو ځوانانو او خپلو ځوانو ملګرو له پاره په دې لیکنه کې د ملي ځواکونو په اړه لنډ تیوریکي معلومات ولیکم. د نورو دوو اصطلاحاتو (دموکراتو ځواکونو او ولسي ځواکونو) په اړه که مې وخت وموند، بیا به بل وخت تماس ونیسم.

 د سیاسي ملي ځواکونو په اړه خبرې کول د یوې ټولنې د دولت‌جوړونې، ملي حاکمیت او سیاسي ثبات له زاویې څخه ژور اهمیت لري. سیاسي ملي ځواکونه هغه عناصر دي چې د سیاسي، حقوقي او فرهنګي چوکاټ له لارې د یوههېواد د ملي ګټو، ملي هویت او دولتي پالیسیو د ملاتړ لپاره فعالیت کوي. په سیاست او ټولنیزو علومو کې، ملي ځواکونه هغه بنسټونه، عناصر او فکري سرچینې دي چې د یوه هېواد د ملي هویت، سیاسي ثبات، ټولنیز نظم، او ملي ګټو د ساتنې لپاره اړينې دي. د ټولوهغو افرادو، ډلو،بنسټونو، سیاسي ګوندونو، سازمانونواو ډلو ټولګه چې په سیاسي ډګر کې د دولت په کچه د حاکمیت، د ملي یووالياو ملي ګټود ساتنې او خوندي کولو لپاره کار کوي، ملي ځواکونه جوړوي.دا ډول ځواکونه لکه څنګه چې د موجوده دولت د رسمي سیستمونو په چوکاټ کې کار کوي، همدا شان د دولتي او حکومتي پولو د باندې د ټولنې په بیخ کې هم فعالیت کوي.

د ملي ځواکونو غوره ځانګړنه داده چې دا ډول شخصیتونه، ټولنیز سازمانونهاو سیاسی ګوندونه، دولتي مؤسسې او بنسټونه په ملی تفکر سنبال او ملي ګټې ورته تر شخصی او ګروپی ګټو مقدمې وي.ملي تفکر د یوې ټولنې د وګړو هغه ګډ شعور، لیدلوری، او فکر دی چې د ملي هویت، ملي ګټو، او ګډو ارزښتونو پر بنسټ ولاړ وي. په بله وینا، ملي تفکر هغه ذهنیت دی چې د یو ملت د خیر، پرمختګ، او یووالي لپاره د وګړو ترمنځ پیدا کېږي او هغوی هڅوي چې د خپلې ټولنې لپاره په ګډه کار وکړي، زحمت وباسي اودقربانۍ ورکولو ته چمتو وي. ملي تفکر د هغه پوهې پر اساس جوړېږي چې د ملت وګړي یې د خپلې ژبې، کلتور، تاریخ، او ملي ارزښتونو سره پیوستون ولري.خپل ملي هویت (نه قومي او محلي هویت) وپیژني او ساتلو ته یې ژمن وي.

د ملي تفکر لرونکي وګړي، سازمانونه او سیاسي ګوندونه د هېواد په سطحه د ټولو وګړو او ټولو ټولنیزو ګروپونو ګډې ملي ګټې پر خپلوشخصي، ګروپی او ګوندي ګټو لوړې بولي.د هیواد په داخل کې د مشخص قوم، ژبې، محل، دین، مذهب او بل لوی او کوچني ټولنیزګروپ ګټي د وطن د عامو ملي ګټو په چوکاټ کې ګوری او هغو ته په ملی ګټو ارجحیت نه ورکوی. یا په بل عبارت، ملی ځواکونه اول د ټول ملت ګټې په پام کې نیسی او بیا د هغو په چوکاټ کې پخپلو ګروپی او شخصی ګټو پسې ګرزي. د ځان او ټولنیزو ګروپو ګټې تر ملی ګټو لوړې نه بولی، بلکې شخصي او ګروپي ګټې د ملي ګټو تابع بولي.که چیری ملی ګټې په خطر کې شی، نود ساتلو له پاره یې تر خپلو ګروپی او شخصی ګټو تیریږي او تر ملی ګټو یې قربانولو ته چمتو وي.

ملي تفکر د ټولنې د بېلابېلو برخو ترمنځ د همکارۍ او یووالي روحیه پیاوړې کوي، د هېواد اتباع د خپلې ټولنې په وړاندې بې پروا نه اوسي، بلکې د ټولنې د ښو او بدو په وړاندې د ځان د مسئول ګڼلو احساس لري.ملي تفکر پر دې باور ولاړ دی چې ملي ارزښتونه باید وساتل شي او راتلونکو نسلونو ته انتقال شي. ملی قوتونه د هېواد د سیاسي نظام د ثبات، قانون جوړونې او حکومتدارۍ لپاره کار کوي. څرنګه چې دولت د ملي حاکمیت بنسټیز استازی دی، ځکه نو ټول ملي ځواکونه په هیواد کې د باثباته دولتی نظام او غښتلی حکومت په جوړولو او ساتلو کې زیار باسي. ملي سیاسي ګوندونه او نور سیاسي او ټولنیز سازمانونه د خلکو د سیاسي- ټولنیزاستازیتوب او د ملي ګټو لپاره د سیاسي مبارزې عمده وسیله ده.دوی د قدرت په ترلاسه کولو او د ملي پالیسیو پهپلي کولو کې رول لوبوي. دا ځواک د قوانینو د جوړولو، د قانون پلي کولو، او د سیاسي اړیکو د جوړولو لپاره فعالیت کوي. که په هېواد او ټولنیز ژوند کې د بدلون او تغیر غوښتونکي وي، هغه په ټولنه کې د شر اچولو، بغاوت کولو او د داخلي او نیابتي جګړې د لارې نه غواړي، بلکې د سوله ایزې لارې د قانون په چوکاټ کې تدریجي اصلاحات او بدلونونه غواړوي.  

 ملي ټولنیز بنسټونه لکه د بشريحقونو د دفاع سازمانونه، صنفي اتحادیې، غیر حکومتي ادارې(NGOs) او ټولنیز خوځښتونه، مطبوعات او ټولنیزې رسنۍ، د ښوونې او روزنې بنسټونه، دیني جوړښتونه او د ملي ارزښتونو د ملاتړ لپاره مذهبيمشران او داسې نور د خلکو د نظرونو او احساساتو د جوړولو او د ملي ګټو لپاره د عامه پوهاوي او د خلکو د سیاسي او ټولنیزې پوهې د لوړولو لپاره حیاتي ارزښت لري. د سیاسي ملي ځواکونو فعالیت د کورني نظم او ثبات د رامنځته کولو لپاره مهم دی، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې د داخلي شخړو یا بهرنیو فشارونو سره مخامخ دي، ددې موضوع په نظر کې نیول خورا ډیر اهمیت لري. دا ملي بنسټونه د ټولنې د پوهېپه لوړولو، د فکرپه جوړولواودارزښتونو پهوده ورکولواو ساتلو کې غوره رول لوبوي؛ د قانون او دموکراسۍ په چوکاټ کې د دولت له پاره مشروعیت رامنځته کوي،د خلکو ملاتړ جلبوي او د دولت د پالیسیو تطبیق ته مشروعیت ورکوي.

 بهرنۍمداخلېاو زموږ د وطن دښمنان غواړي چې د قومي، ژبنيو اومذهبي اختلافاتو له لارې زموږ ملي یووالي کمزوری او د افغاني ملي ځواکونو رول زیانمن کړي. دوی پوهیږي چې په هغو هېوادونو کې چې ملي بنسټونه او سیاسي سیستمونه کمزوري وي، ملي ځواکونه د داخلي بې‌ثباتۍ له خطر سره مخ کېږي، فساد ورپکې رواج مومي او دا بیا پخپل نوبت سره د خلکو اعتماداو ورسره پخپله ملي جوړښتونهزیانمنوي.

ملی شخصیتونه، سازمانونه او ګوندونه د خارجی استعمار او د پردیو هیوادونو د لاسوهنو پر ضد د ملی ګټو د ساتلو له پاره کلکه مبارزه کوی. د ځمکنۍ بشپړتیا، ملی خپلواکۍ او ملی حاکمیت ساتل یې په لومړيقطار دندو کې شمیرل کیږي. د خارجی جاسوسيشبکو له پاره کار نه کوي، د ګاونډیانو ګټې پخپل هیواد کی نه ساتياو د چوکیو، پیسو او نورو شخصياو ګروپی امتیازونو د ترلاسه کولو په خاطر له ملي ګټو څخه نه تیریږی؛ملی ګټې د شخصی او ګروپی ګټو له پاره نه پایمالوی او ځان او وطن په پردیو یې نه خرڅوی. ملی ځواکونه د وطن هره لویشت خاوره د خپل وربایه خاوره بولي او په هر کونج کې چې د وطن دفاع ته اړتیا شي، هلته حاضر وي،نه داسې چی د بل ولایت او لری پرتو سیمو دفاع یوازې د هغه ځای د اوسیدونکو مکلفیت وبولی.

ملی شخصیتونه، ملی بنسټونه او ملی جوړښتونهکیدای شيچې د مليعاموګټو د ساتلو له پاره په هیوادکې د یوه او یا بل سیاسي نظام پلويوي. سیاسي ملي ځواکونه د ملي هویتد ساتلو، د سولې او ثبات د ټینګولو اود ټولنیز پرمختګ له پاره اساسي فکټور ګڼل کيږي چې دملي ګټو په خوندي کولو کېبنسټیز رول لوبوي. د دې ځواکونو بریا د شفافیت، د قانون حاکمیت، او د خلکو د ملاتړ په شتون پورې تړلې ده. د سیاسي ملي ځواکونو ځواکمن کول د ملي سیاست او د ټولنې د راتلونکي لپاره خورا مهمه ده اوپه اغیزمنهتوګه کارول یې د هېواد د سیاسي بریا او ټولنیز پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.

۱۲/۱/۲۰۲۵

نور محمد غفوری

 

Ghafury