افغان موج   

 

زړه آشنادي٬ځګر آشنـــادي

ستاپه طرف٬زمانظر آشنادي

 

ته چه غلي غلي ګوري ماته

ددیواله دسیوري شاتــــــــه

ماته ستادمړوسترګوهنرآشنادي

 

 

باغونه مي ډیردي لیدلي

له یاده مي ندي وتلـــــي

ماته داناروباغ ستاپه ټټرآشنادي

 

چه پکښي کیږي دیدنونه

اوپوره کیږي آرمانونــه

ماته ددوومینوهغه ماذدیګرآشنادي

 

ته چه منګۍ واخلي٬شي روانه

دهمځولو په سرکي خیرامانــــه

ماته ستادمستوخنده ګانوبرګودرآشنادي

 

ستالیوني میني٬لیوني کړم

داوردپاسه ئ سپیلني کړم

له نظره نشي ماته ستاښکلي بشرآشنادي

 

زه لکه ملنګ له کوره یم وتلــــــي

کچکول په غاړه ستاکلي ته درغلي

دمیني خیراتخورته ستادکور ورآشنادي

 

تاچه په توروسترګودې کتلــــــــــې

تل د بڼوغشي د زماپه زړه ویشتلې

یعقوب (منګل) ته ستادداسي جنګ پسمنظرآشنادي

 

(یعقوب( منګل

03۰01۰2013

آلمان