افغان موج   

 

کابل-  د میزان د میاشتې ۱۵ نېټه

 

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هیواد تکړه شاعر، سیاستوال او ژورنالیست ډاکتر محمد حنیف بکتاش له دې نړۍ څخه سترګې پټې http://afghanmaug.net/images/ainda.JPGکړې او په دې توګه زموږ د هیواد د علم او فرهنګ له آسمانه یوبل ستورئ هم ولوید.

 

انا لله و انا الیه راجعون

د افغانستان د (وطن د ترقۍ ملی ګوند) مشرتابه په داسې حال کې چې په دې ستر غم کې ځان شریک بولي، مرحوم ته د لوی څښتن تعالی له درباره د فردوس برین غوښتنه کوی، د هغه د کورنۍ ټولو غړو او په تیره بیا د هغې اولادونو، میرمنې او وروڼو او په ځانګړی توګه د (وطن د ترقۍ ملی ګوند) لومړی مرستیال ښاغلی ډاکتر محمد آصف بکتاش ته خپل د تسلیت مراسم وړاندې کوی.

عبدالحی مالک

د وطن د ترقۍ ملی ګوند رئیس