افغان موج   

په کندهار کي د بيدفاع مامورينو دوامداراو منظم تروراو د حکومت بې پروايي

لړم ١٣ مه ١٣٨٩

کله چي په کندهار او اړوند سيمو کي د بهرنيانو پوځي عملياتو شدت وموند او چارواکو دا ناري شروع کړي چي د طالبانو ځالي يي کوټلي او ډير ضعيفه کړيدي، د ښاريانو سره لږ هيله پيدا سوه چي کندهار به د اورپکو د بريدونو نه يو څه په کرار سي . خو په واقعيت کي د حکومت د واک او قدرت کوم اثار ونه ليدل سول . د بيلګي په توګه به يو مشکل ته اشاره وکړو چي هغه پر عامو خلکو باندي د ترهګرو ناڅاپي او غلچکي حملي دي چي د پخوا په څير دوام لري او دولت او ملاتړي يي مطلقا پدي برخه کي ناکامه پاته سوي دي .

په کندهار کي ، خصوصا د ښار په مينخ کي د توپکيانو غلچکي بريدونه د پخوا په شان روان دي او هر وخت خلک پکښي قرباني کيږي . د پنجشنبي په سهار يو زړه بوږنوونکي خبرخپور سو چي يو حکومتي مامور چي د کندهار د سواد زدکړي په مديريت کي يي کار کاوه ، کله چي د دفتر لور ته روان وو نامعلومو وسلوالو بريد پر وکړ او شهيد يي کړ.

ددي خبر په اوريدو سره مي ذهن د کندهار ظالمو او فاسدو چارواکو ته متوجه سو. اصلي خبره دلته ده چي مسلکي تروريستان او انسان وژونکي خپل د قدرت او نفوذ د تثبیت لپاره د کندهارښار په زړه کي په رڼا ورځ انسانان په مرميو وژني او تښتي. د فاسدي اداري چارواکو هيڅکله دا غيرت او نيت ندی کړی چي وښيي چي هيڅوک نسي کولاي د خلکو امنيت له ګواښ سره مخامخ کړي او ددوي واک تر سوال لاندي راولي . مګر نه . دوي په کانکريټي ماڼيو کي په ډير امن کي اوسيږي اود عام او تام مصوونيت احساس کوي او د لوي خداي له قهره نه ويريږي . خو( له مرګه به هيڅکله بچ نسي ولو که په ډيرو قوي او ټينګو برجونو کي و اوسيږي ). اوس بيرته د خبري سر ته راګرځو چي د پنجابي غلامانو لخوا د بيګناه او بيدفاع وګړو وژل دی. پر بيدفاع خلکو باندي حملي او دهغوي وژل د ترهګرو د کمزورۍ علامه ده نه ددوي د قوت. دغه ډول وژني او ديته ورته ترهګري د اورپکو د مبارزي او پاليسي برخه ده. افراطي ډلي ولس ته هيڅ راز مثبت او ګټور وړانديز او پيغام نه لري ، چي ولس يي ملاتړ او هر کلي وکړي ، نو هرو مرو دوي مجبوره کيږي چي خپل د نفوذ او قوت د تثبیت لپاره د حاکمي اداري واکمنتيا تر سوال لاندي راولي او خپلي کاميابۍ ته ددي منفي او منفوري وسيلي په ذريعه لار هواره کړي . بلخوا د همدي ظالمانه اعمالو او ډار اچوني په واسطه خپل اغيز په غير مستقيم ډول پر خلکو تحميلوي او خلک په جبراو اکراه سره د هغه اطاعت ته مجبوره کوي.

فاسدو چارواکو خلکو ته د خدمت پر ځاي دهغوي حقونه او جايداد غصب کړل او دوي يي وځورل او د حکومته يي پردي او بيزاره کړل. د فاسدي اداري چارواکي دلته د ژوند او اوسيدلو نيت نلري نو ځکه نن ورځ ښه موقع ګڼي چي خپلي پانګي ډيري او په بهر کي يي ذخيره کړی . نو دداسي فاسدي اداري نه د خدمت او د خلکو د هوسايني تمه بيځايه او سادګي ده. که نه همدا اوس چارواکو ته ښه ډير فرصت سته چي هيواد له برباديه وژغوري او د خلکو زړونه لاس ته راوړي. حکومتي چارواکي که د عامو خلکو د امنيت غم نه خوري ، اقلا بايد د خپلو ملکي مامورينو حفاظت دي وکړي تر څودوي وسي کولاي خپلو دندو ته په ډاډه زړه سره حاضر سي. دولت کولاي سي چي مامورينو ته د دولتي ودانيو په ګاونډ کي کوچني ښارګوټي جوړي کړي ، تر څو دوي په اساني سره وظيفو ته ولاړ سي. ( د زرهاوو جريبو مځکو چي دوي غصب کړيدي حساب خو هغسي اخرت ته پاته دی). په کندهارښار کي د سري احصاييو له مخي د ملکي مامورينو شمير صرف د ٤٠ په شاوخوا کي دی نو ددوي ساتنه دومره غټ کار هم ندی. دغه شمير هغه بيچاره مامورين دي چي خلکو او هيواد ته د خدمت د روحيي په خاطر ددولت په ټيټو رتبو او چوکيو کي کار کوي. نور خو ټولو ته معلومه ده چي هلته اداره بالکل صفر ده. چارواکي خو هغسي د دنيا او نوم شوقيان دي ، نو بايد دوي د خپل تاريخي وياړاو نوم په خاطر د کندهار خلکو ته يو ښه خدمت وکړي تر څو په ښه نامه يي ياد کړي. په کندهار کي د خلکو مشکلات بيخي ډير دي ، لږ تر لږه دي دوي ته يو نسبي امنيت راولي چي د ولس حق او د چارواکو مسووليت دی.

 

کندهار په افغانستان کي دوهم لوي ښار بلل کيېږي ، مګر هلته پد ي نژدي لسو کلونو کي هيڅ خدمت او بنسټيز کار ندي سوي. حکومت ونسواي کولاي چي پدي موده کي حتي ښار ته يوه منظمه بريښنا چي د اورپکو د تهديد څخه په امان وي برابره کړي. هلته د چارواکو د خيانتونواو د امنيت د نشت له کبله په سلهاوو ملکي مامورين د افغانستان د افراطي دښمنانو په لاس له مينخه ولاړل اودغه ناورين لا دوام لري . دولت تل ادعا کوي چي وطن په اوږد جنګ کي وران سوي دي او دا وخت ته اړتيا لري . چا پوښتنه ونکړه چي پدي لسو کلونو کي په کندهار کي پرته له لومړيو کلونو نه څو فيصده کار وسو چي د هغه پر بنسټ باندي حساب وشي چي معلومه شي چي داوراني څومره وخت غواړي. که د درواغجنو چارواکو د فارمولي پر اساس د افغانستان وداني ته تقسيم اوقات جوړ سي ، هيواد به مو تل ويجاړ وي او خلک به مو هيڅکله هوسا نه سي. همدغه درواغجن چارواکو هميش دا رپوټ رد کړيدي چي افغانستان د نړي د فاسدو حکومتونو په دوهم کتار کي راولي. (خامخا به يي همدا خداي شرمولي خاينان ردوي خکه چي حکومت او چارواکي خو همدوي دي). د دوهمي نړيوالي جګړي وروسته جرمني د خاوروسره برابر او په ايرو بدل سو، مګر لږ موده پس بيرته ورغول سو. د يوه چارواکي څخه پوښتنه وسوه چي څنګه مو هيواد داسي ژر سمسور سو ، هغه وويل چي جرمنيانو د هيواد پالني اود وطن د ميني په روحيه داسي ژر جرمني ودان او ښکلي کړ. خير دی که زموږ چارواکو په ټوله نړي کي د فساد دوهم تاريخي مقام ګټلی دی ، ځکه چي په درواغ ويلو کي بيا اول لمبر دي! ( دشيطان غوږونه دي کاڼه وي (بيرته خپل مقصد ته راځو چي امنيتي مسوولينو په کندهار کي حتي د يوي وژني څيړنه په ريښتيا سره ونکړه او د ترورونو يوه شبکه يي له مينخه نه يووړله اونه يي د ښار د مينخ د تروريستانو يوه ځاله په نښه کړه ، تر څو د دي ناځوانه حملو څخه خلک په کراره سوي واي. علت دادي چي دوي دا ولس د ځان او ځان د ولس نه نه بولي او نه داسي څوک سته چي پوښتنه وکړي. دولتي لوړپوړي چارواکي په فرمايشي مجلسونو سره او په مطبوعاتي ويناوو سره خلک غولوي او ځانته سرمايي را ټولوي .دوی داسي فکر کوي چي يوه نه يوه ورځ خو دلته ښه پراخه بي نظمي او چور شروع کيږي نو دلته د دايمي ژوند امکانات نشته ، ځکه دوي يو څو ورځي دلته د شخصي ګټو لپاره غنيمت بولي ، او نن يا سبا چي کله له دندي لري شول يا د بهرنيانو د ملاتړه محرومه سول او يا په زوره يي حکومت چپه سو ، بيرته خپلو کورونه ته په کانادا ، اروپا يا امريکا کي د رذالته ډک ژوند لپاره پناه وړي . پاته سو ويجاړ افغانستان ، او د وحشي او خرڅ سويو توپکيانو د بزکشۍ په ميدان کي بيوزله ولس.

خدايه ! ته زما ښايسته کندهاراو ميړني ولس ددي وحشي توپکيانو او غربي خاينانو له شره وژغورې. آمين!

لیژل سوی:

http://www.benawa.com/fullstory.php?id=40109