افغان موج   

نور محمد غفوری

 پوهنوال دوکتور سید محمد ټینګار په رښتیا ټینګار و. پوهنوال دوکتور سید محمد ټینګار ټینګ انسان، ټینګ ملګری، ټینګ مبارز، ټینګ عالم، ټینګ افغان او بالآخره ټینګ انسان و. پوهنوال دوکتور سید محمد ټینګار د هلمند په ولایت کې زیږیدلی او په عالی نمرو د لیسې تر سرته رسولو وروسته یې د کم وخت له پاره د ښوونکي دنده سرته ورسوله او بیا یې د کابل پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې لوړو زده کړو ته دوام ورکړ. له پوهنځي څخه د لوړو نمرو په اخیستلو د لیسانس د دیپلوم تر لاسته راوړو وروسته د آلمان دموکراتیک جمهوریت ته د تحصیل له پاره ولاړ او د اقتصاد په څانګه کې د دکتورا تر اخیستلو وروسته یې د کابل پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې د استاد په حیث دنده ونیوه او د هیواد د ځوانانو په مسلکي روزنه بوخت شو.

کله چې په افغانستان کې د شریرو ځواکونو لخوا د نوموړي ژوند په خطر کې ولوید او د دندې او کار شرایط یې له منځه ولاړل، نو مهاجرت ته مجبور او د آلمان په مختلفو ښارونو کې یې له خپلې کورنۍ سره ژوند اختیار او په کار او فعالیت بوخت شو.

د بن تر کنفرانس وروسته بیرته خپل هیواد ته راستون شو، د آلمان سوکاله ژوند یې پریښود او د کابل پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې يې د استاد په حیث دنده ونیوه چې په لنډه موده کې یې د پوهنوالۍ تر علمی رتبې ځان ورساوه. په صنفونو کې د تدریس سربیره یې په علمی او تحقیقاتی چارو کې زغرده ونډه واخیسته او ډیر علمی آثار یې ولیکل چې اوس هم د بیمې، ملی اقتصاد، تجارت او په نورو اقتصادي څانګو کې تري ګټه اخیستل کیږي.

د پوهنوال دوکتور سید محمد ټینګار علمی او تدریسی فعالیت یوازې د کابل پوهنتون د اقتصاد په پوهنځی کې محدود پاته نه شو. ده په نورو خصوصی پوهنتونونو لکه د تابش او دعوت او نورو په تدریس کې برخه واخیسته.

پوهنوال سید محمد ټینګار یوازي لوړ علمی تحقیقاتی شخصیت نه و، بلکې نوموړي ښه منیجر او اداره چې هم و. د همدې استعداد د لرلو له کبله د ځینو عالی زده کړو د موسسو ریاستونه او د علمی مرستیال دندې هم ور وسپارل شوې چې په خورا بریالیتوب او پوره مهارت یې سرته ورسولې. په وروستیو کلونو کې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ریاست ور د غاړې شو. نوموړي په هر ځای کې پخپله دنده کې د ابتکار او خلاقیت څخه کار اخیست او نوی تدریسی میتودونه، انضباطی- اداري اصول او مترقی بدلونونه یې رامنځته کول. نوموړي له قانون او مقرراتو څخه د هر ډول سرغړونو پر ضد ټینګه مبارزه کوله او له هر ډول سیاسی، اقتصادی او اخلاقی فساد سره یې د مخالفت او مقاومت ټینګه روحیه لرله.

پوهنوال دوکتور سید محمد ټینګار د ځینو بانکونو د څارني په ډله کې هم غړیتوب لاره او ټوله ورځ د هیوادنیو چارو په سمبالتیا مشغول و. پوهنوال دوکتور سید محمد ټینګار د پاک لاس، قوی ارادی، خلاق تفکر، ابتکاري چلند، د وطن په مینه ګرم زړه، خاص جدیت او فوق العاده انرژۍ څښتن و. د وطن د خدمت له پاره په کار او زیار کې يې ستړیا نه پیژندله. په کاري، سیاسي او ټولنیز محیط کې د لوړې اوتوریتې او مسلکی مهارت خاوند و. ورسپارل شوې دنده یې په خپلواکۍ اجراکوله، له همکارانو یې د مواظبت، مرستې او مهربانۍ تر څنګ په قاطعیت چلند کاوه. چاته یې په اړوندو چارو کې د لاسوهنې او غیر قانوني مداخلې اجازه نه ورکوله. په قانون او خپل قول ولاړ او په ملګرتیا کې خورا وفادار شخصیت و. دده سپینې او سوچه خبرې، لوړ نظر، صادقانه چلند به یې د ټولو ملګرو او همکارانو په ذهن کې تر ډیره پاته وي.

پوهنوال دوکتور سید محمد ټینګارد کار په ګمارلو کې د کار وړ کسانو ته د کار دسپارلو ټینګ پلوی و او په دې اړوند یې هیڅ ډول واسطه او ذریعه نه منله، د ملګرتیا، قومی، محلی او ژبنیۍ اړیکې يې په پام کې نه نیوې. زه له نوموړي سره د نږدي ملګری او همکار په حیث ډیرې خاطرې لرم چې یوه به یې دلته یاده کړم. کله چې نوموړی د اقتصاد د پوهنځي رئیس و،  یوه ورځ مې یو ملګری چې له هند څخه یې په لوړو نمرو د اقتصاد په څانګه کې ماسټری راوړې وه ور معرفی کړ چې د اقتصاد په پوهنځي کې یې د استاد په حیث استخدام کړي. ده راته وویل چې زموږ او ستاسې پرنسیپ خو له ما څخه تاته ښه معلوم دی چې باید واسطه ونه چلیږی او هر څوک چې د کار وړ او مستحق وی، همغه باید د استاد په حیث کار ونیسی. د استاد د استخدام له پاره ازموینه تر سره کیږي او «زه به قول در کړم چې ددې ماسټر یوه نمره به هم څوک ونه خوری، خو نیمه نمره به هم اضافه ورنکړم». همداسې یې وکړل او د امتحان په وخت پخپله په صحنه کې حاضر و او حق یې حقدار ته وسپاره.

پوهنوال دوکتور سید محمد ټینګار د علمی لوړ کادری شخصیت سر بیره کلک وطنپال، مدنی، مترقی مبارز او غښتلی سیاسی شخصیت و. د ځوانۍ له دورانه یې د غریبو طبقو د ګټو د ساتلو، د هیواد د پرمختګ، د افغانانو د ژوند د هوساینې، د دموکراسۍ او فردي آزادیو د رواجولو او ټولنیز عدالت د تأمین په خاطر د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند په لیکو کې منظمه او دوامداره مبارزه پیل کړه او د ژوند تر آخرو شیبو یې له مختلفو لارو خپل دې انسانی او عالی هدف ته مبارزه کوله.

ما دا دروند او مبارز شخصیت په آلمان کې له نږدې او ښه وپیژاند. کله چې د دموکراتیک جمهوری نظام تر سقوط وروسته په۱۹۹۳ کال کې زموږ ملګرو (د افغانستان د ملی یووالی او پرمختګ ټولنه) د ژور ملی او دموکراتیک مرام سره جوړه کړه، نو دوکتور سید محمد ټینګار هم په دې ټولنه کې د غړیتوب غوښتنه وکړه او  تر ډیرې مودې د همدې ټولنې د مرستیال په حیث راسره پاته شو. د همدې ګډ کار او مبارې له برکته د اوږدو کلونو په موده کې دواړه نږدی همکاران او ملګري پاته شوو او کورنۍ اړیکې مو هم سره ټینګې شوې. هغه وخت چې د افغانستان د ملی یووالی او پرمختګ ټولنې (د چارو د انسجام کمیسیون) په ۱۹۹۹ کال کې (په اروپاکې د افغانانو د تفاهم د نهضت) د جوړولو پریکړه او اقدام وکړ، ددې نهضت لومړۍ اوه دیرش کسیزه غونډه هم د دوکتور سید محمد ټینګار په کورکې چې د آلمان د فرانکفورت په ښار کې و، وشوه. دوکتور سید محمد ټینګار د هیواد په داخل کې هم د ملی، مترقی، دموکراتو او خلقی ځواکونو په انسجام او تحرک کښې ډیر کار او زیار وایست او د مرګ تر لحظې هم د وطن او خلکو غمخوار او خدمتګار پاته شو. 

اوس چې دوکتور پوهنوال سید محمد ټینګار د سخت مرض له کبله د تل له پاره له فانی نړۍ سترګې پټې کړی، زما په څیر ډیر ملګری او د کورنۍ غړی یې غمجن کړل. د داسې لوړ ملی، علمی او سیاسی شخصیت مړینه به د ډیر وخت له پاره د هیواد په علمی موسسو، سیاسی بهیرونو او اجتماعی فعالیتونو کې لویه تشه رامنځته کړی او ځای به یې تر ډیره وخته خالی وی.

په پای کې نوموړی ته جنتونه، کورنۍ او ملګرو ته یې د زړونو صبر غواړم!

روح یې د ښاد او یادونه یې د تازه وي!

۱۲/۱۱/۲۰۱۸