افغان موج   

  په خواشینی سره مو خو خبر ترلاسه کړی  چه زمونږ د هیواد شمالی ولایتونه   د لویو موسمی  سیلابونو له امله د جدی ستونزو سره مخ شوی دی لویو سیلابونو زمونږ یوشمیر وطنداران  وړی او کورونه یی ورویجاړ کړی په زرونو جریبو  کروندی یی تخریب شوی تردی چه د هغه سیمو خلک او حیوانات  د چښلو اوبو د نشتوالی یا کموالی سره مخ شوی دی .

دا اول ځل نه دی چه دلته دا ډول طبیعی افتونه رامنځته شوی، د ا طبیعی حوادث وخت ناوخت په ډیرو نوروهیوادو کی هم  رامنځته کیږی ولی د هغو هیوادونو حکومتونه  یی سمدلاسه چاره  او غمزپلو ته سمدلاسه هر ډول انسانی مرستی رسوی  له بده مرغه زمونږ د هیواد غلامه ، فاسده او بی کفایته اداره د یو څو عالی کوترو په ښودلو او انځورونو په جوړولو هم زمونږ هیوادوال ،  هم نړیوال  او هم الله ج تیرباسی او د منظمو،  پوره او په خپل وخت  مرستو رسولو څخه پاتی راغلی دی .

د حیرانتیا وړ ، ویل کیږی چه د حکومت په میلونونو  ډالرو بودیجه د کاندیدانو د کمپیاین ، سکوریتی او د  کمیسونونو د نورو بی مورده مصارفو د پاره بی له دی چه دهغه کاندید څرنګوالی او وړتیا  پکی په نظرکی نیول شوی خرڅیږی مګر د داسی ناڅاپی طبیعی او غیر طبیعی تولنیزو پیښو د پاره یی لاسونه خالی ، ملاوی یی ماتی او پښی یی ستړی او ریږدی  ؟

د یوی خوا خلک له دی لوی ستونزو سره مخ شوی او د بلی خوا د مفسد حکومت بی کفایتی مونږ دی ته اړ باسلو چه له ملګرو ملتو او نړیوالو نورو بشردوستو موسسو څخه  د سمدلاسی هر اړخیزو مرستو  غوښتنی اوهیلی ولرو چه زمونږ د غم زپلواو سیلاب وهلو وطندارانو سره  یی تر سره کړی  تر څو د نورو ستونزو د پیښیدو مخه ونیول شی.

دا به هم له یاده نه باسوچه د اسلامی مقاومت مجاهدینو سره د دی چه مادی او مالی امکانات یی د اشغلګرو او د هغو د غلامی ، فاسدی او بی کفایتی اداری په تله د مقایسی وړ هم نه دی او د کومو هراړخیزو محدودیتونو سره چه دوی لاس او ګریوان د ی  ،  د هیلوو  ډکی اعلامیی په نشرولو یی د خپلو غمزپلو ورونو د تسلی پیغامونه  او د مرستو کولو  اعلامیی یی خپری کړی د لمانځنی وړ او د هغو د خپلو غمزپلو وطندارانو سره  د غم شریکول ، خواخوږی نښی او د ایمان نښی دی   او  زمونږ هیوادوالو ته په ډاګه  شوه  چه د ملت اصلی دوستان او دشمنان څوک دی .

د دی د پاره چه سیلاب وهلو  ته انسانی مرستی له هره اړخه ژر ، پوره او په منظم ډول ( بی له دی چه د لاسپوڅی اداری فاسده مشرتابه او عمله پکی عیش و نوش وکړی او حق حقدار ته و نه رسیږی) زمونږ د افغان ملت د سولی ږغ  اتحادیه  د جنګ له ټولو خواوو څخه  جدی هیله او تمنا لرو چه د د غه سیلاب زپلی سیمو په شاوخوا لږتر لږ دیوی میاشتی د پاره رښتینی اوربند اعلان کړی تر څو هر څوک   په ارامه او مصونه فضا کی د سیلاب وهلو سره مرستی جاری وساتی . او له دی وروسته هر څای کی چه داسی پیښی رامنځته کیږی د همدی مثبت او انسانی تعامل څخه کارواخلی .      ومن الله التوفیق