افغان موج   

له بي بي سی سره مې د پخواني ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني مصاحبه ولوسته. ډیرې خبرې مې ورپکې ولیدې. مصاحبه سوالونو ته د ځواب ورکولو تر څنګ ډیر نور سوالونه راپیدا کوي. ما نه غوښتل او نه غواړم په دې اړه ډیر څه ولیکم، ځکه چې دده د واک په وخت کې مې خپل انتقادونه او اصلاحي نظرونه او وړاندیزونه لیکلي او وړاندې کړي دي؛ خو بیخي چوپه خوله او بې له لیکلو هم سړی له داسې مصاحبې نه شي تیریدلای. نو دا لاندې لنډې یادونې به ددې لیکنې له درنو لوستونکو سره شریکې کړم.

د نړۍ دوهم متفکر به ځان بولي، د پوهنتون استاد وي او دیرش کاله یې په امریکا کې ژوند کړي وي، د ولس مشري په غاړه لري؛ خو د امریکا او ناتو د سیاست له رمز او راز څخه هومره ناخبره وي چې اوس وايي چې « یوه تېروتنه یې دا وه چې فکر یې کاوه، نړیواله ټولنه به تر ډېره زغم ولري.» زغم تر کومه؟ آیا شل کاله درته بس نه وو؟!

د امریکایانو له راتګ سره یوځای د ډیر اعتمادي کس په حیث د مالیې وزیر وټاکل شو، د پوهنتون ریاست یې وکړ او د ۲۰۰۹ کاله تر ۲۰۱۴ کال پورې د خارجې پوځي ځواکونو څخه افغانی وسله والو ځواکونو ته د دندو دلېږد لویه او مهمه ملي پروژه ور وسپارل شوه، ډیرو ولایتونو ته یې سفرونه وکړل، ټول مهم وسله وال قطعات یې معاینه کړل، اوه کاله یې ولسمشري وکړه او د ټولو وسله والو ځواکونو سرقوماندان و، خو د وسله والو ځواکونو له ادارې څخه هومره ناتوانه او د هیواد له وضعیت څخه هومره ناخبره و چې پخپله وایي چې د هیواده د وتلو په وخت کې « د ملي امنیت سلاکار ډاکټر محب او د ولسمشر د امنیت ځانګړي ځواک (پي پي اېس) قومندان راغلل او راته یې وویل چې (پي پي اېس) سقوط کړی.‌ که زه مقاومت وکړم نو ټول وژل کېږو. هغوی زما د دفاع توان نه درلود. ډاکټر محب سخت وارخطا و. ما ته یې له دوه دقیقو ډېر وخت رانکړ. زما هدایت دا و چې خوست ته د تلو تابیا ونیسو. هغه (محب) راته وویل چې خوست او جلال اباد هم سقوط کړی. زه نه پوهېدلم چې چېرې ځو. کله چې الوتکه پورته شوه ایله هغه وخت پوه شوم چې له افغانستانه وځو. نو دا هر څه ډېر ناڅاپه وشول.» په ولایاتو کې د اردو خو لاڅه، چې د خپل پي پي ایس له سقوطه هم خبر نه و. خپل پي پي ايس یې سقوط کړی، غواړي چې لا تر مخه د تسلیم شوي ولایت خواته هغه وخت ولاړ شي چې بې له ارادې په الوتکه کې اچول شوی او له رضایت پرته ناخبره خارج ته وړل کیږي. په دې ډول د نظام د سقوط پړه پر «ډاکتر محب» وراچوي چې ډیر ډار شوی او «سخت وارخطا و» او ښکاروي چې دی یې له افغانستان څخه دده له ارادې او تصمیم پرته را ایستلی او طالبانو ته یې د واک نیولو شرایط برابر کړي دي.

دعوا یې درلوده چې د ډیرو ناکامو دولتو له پاره یې طرحې او پلانونه جوړ کړي، د کاناډا صدر اعظم یې شاګرد دی او اوباما هم ورته د استاد په سترګه ګوري، خو پخپله د یوې ورځې وړاندې د خپل کار او وضعیت تحلیل او وړاندوینه نه شي کولای. سهار لا نه پوهیږي چې ماسپښین به څه کیږي او دی څه باید وکړي. اوس اعتراف کوي او وايي چې « د هغې ورځې پر سهار مې فکر هم نه کاوه چې ماسپښین به له افغانستانه وځم.» اردو ته یې ویل چې شپږ میاشتې مقاومت وکړي، حالات بدلیږي، خو ده د خپل کار د څوساعتونو وړاندوینه هم نشوای کولای.

هغه چې هر ډول امکانات او چانسونه په لاس ورکړل شوي و او د ملت د مشر په حیث یې د خارجیانو په وړاندې د افغانانو استازیتوب کاوه، بې له دې چې هغه وخت خلک خبر کړی او د غورو او خیالی بریاوو پر ځای ملت ته رښتیا ووایي، اوس وایی چې « له بده مرغه په بشپړه تیاره کې ساتل شوی وم». او ډیر نور...

 

دی پخپله هم ښه اداره چي نه و، خو نا اهلو، بې تجربه او بې وفا کسانو ته د کارونو ورسپارلو او له کنترول پرته د باور کولو پایله همداسې او لا تر دې بدتره وي چې په الوتکه کې يې کښینوي، خو دی لا خبر نه وې چې چېرته یې وړي او پرواز پر کومه خوا دی؟!

نور محمد غفوری

31.12.2021