افغان موج   

چی راغلی دی،راوړی دی ھرچاغم

دلته ھرچا را بارکړیدی په شا غم

یویی یوغم،بل یی بل غم دلته راوړي

دلته ھرسړي راوړی دی جدا غم

مونږته دوست اودښمن دواړوغم راوړی

لورولی دی په مونږ ټولی دنیا غم

له رقیب نه خوګیله نشته ، رقیب دی

خوله ټولو نه راوړی ډیر، آشنا غم

ھیچا غم د غم په نوم راوړی ندی

دوی راوړی په خوښیواوخنداغم

د خوښیوپه لباس ، ملبس غم وي

ځکه مونږ بدرګه کړی په ګډا غم

مونږد ھرغم په ضد داسی قیام کړی

چی په بل نوم اوڅیره راغلی بیاغم

 

الحاج الھام الدین قیام

۰۶/۱۱/۲۰۱۴