افغان موج   

ژوندی حــــــرکــــت  وکــــړه چــی بـــدلــــه زمـانـــه ده

او پـــاتـه ځـنې نــــه شــې دا روانــــــه قـافــلـــه ده

چې لویـږې بیا جګــېږه مخ په وړانـــدې حـرکــت کــړه

قــوي انســان هــغـه دی چـــې ئې ټـیـنګـــه اراده ده

نن پام کړه د پـرون غوښتنې نــــــورې زړې ښــکاري

ځــان نوی کـړه افـغــانـه د ژوندون نوې خواسته ده

د سولې په لـور درومه د مشکل ګــریوان کړه څــیرې

واحـــد شه ســره یـوشـــــه چې یــووالي کې قــوه ده

پرمخ ځه وړاندې ګــوره په شاتـګ کې ګــټـــه نشـــته 

بـدل ویــنم ځـــواکــــونــه نـــوې رنګ مــبـارزه ده

هدف چې ژوندکې نه وی هغه ژوند خوشې عبث وي

په مړو کې ئې شمیره چې ئې زړه کې مړه  اسره ده

مأیوس نه شې هیڅکله (غفوری) متانت غواړي

د ســتر مـرام لــپاره ضرور ســتره حوصله ده

 

نورمحمد غفوري