افغان موج   

زمونږپه ګران هيوادکې دری ديرش کاله کيږي چه کله وروردورورپه ضدتوپک اخيستئ اوکله پردئ لښکرې هم زمونږدټکولولپاره راغلي دي پدې جګړاوګډوډيوکې زمونږولسونوته مرګ ژوبله اوړي ،هيواد ېې وران ويجاړکيږي او٠٠٠٠٠٠٠٠٠

خواياپدې موکوم وخت لږفکراوسوچ کړیدی،چې پدې ټولوناخوالوکې کوم چاپه کومه اندازه رول لوبولئ دی٠که وپوښتم چې اياداټوله ملامتياپه پرديوکې ده؟ايامونږافغانان پدې ناخوالو،وروروژنه اووطن ورانونه کې هيڅ لاس نلرو؟ ايامونږواقعااوپه پشپړه توګه بيګناه يو؟او٠٠٠٠٠٠٠؟

ومې غوښتل چې دافغانانونه دپوښتنواوغوښتنويوه لړۍ پيل کړم٠دالړۍ دادی پدې لاندې شعرپيلوم٠هيله ده چې دالړۍ راسره تعقيب کړئ٠

دافغان په سرنوشت ،ډيرانديښمن يم

زه پدې له ټول جهان نه،ګيله من يم

چې به خپل کړه،په تاواړوي افغانه

زه دچاپه داسې کړوباندې شکمن يم

له کلونومې،په زړه کې وسوسه ده

له افغان مې،دپوښتنو تلوسه ده

چې څه پېښ شول اوڅه وشول،ولې وشول؟

چې افغان ته دادکوم چادسيسه ده

څوپوښتنې ،له افغان لرم په زړه کې

زه يو ښکلئ سترارمان لرم په زړه کې

نه په سوال،نه په زاريو،نه دعاشي

زه دستربدلون يوپلان لرم په زړه کې

ستادلوړې شملې جارشمه افغانه

په غيرت دې اطمنان لرم په زړه کې

خوافغانه بياهم لږڅه راته غوږشه

دګيلويواوږد داستان لرم په زړه کې

ګوره !وروره  راته ښه حوصله وکړه

چې سوالونه ښه پريمان لرم په زړه کې

راته هرڅه په قسم وايه افغانه

په قسم دې سخت ايمان لرم په زړه کې

راته هرڅه سپين،صفاوايه  افغانه

سرګذشت دې،ټول رښتياوايه  افغانه

چې په هيڅ خبره سترګې پټې نکړې

ښه په لوړږغ،ښه رساوايه افغانه

الحاج الهام الدين قيام