افغان موج   
FacebookTwitterDiggDeliciousGoogle BookmarksRedditLinkedinRSS Feed

د تلې میاشتې انتخاباتی کمپاینونو د هیواد په ښارونو او کلیو کې ټول نور بهیرونه تر سیوری لاندې راوستلي دي. د هیواد د پارلمان د ۲۴۹ چوکیو له پاره ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړی چې د ۸۰۰ څخه زیات کاندیدان یوازې د کابل ولایت څخه دی چې د ۳۳ چوکیو له پاره کاندید دی. غواړم په دی لیکنه کې لوستونکو ته په لنډه توګه د کاندیدانو د ترکیب په اړه د خپلو معلوماتو پر بنسټ معلومات وړاندې کړم.

د هیواد ولسی جرګې ته کاندیدان د مختلفو ټولنیزو ګروپو او د مختلفو هدفونو له پاره راپورته شوي. که د کاندیدانو فهرست، عکسونو او شعارونو ته وکتل شی، د مختلفو مقیاسونو پراساس په مختلفو ګروپونو ویشل کیدای شی.

د ګوندونو سره د اړوندتوب د مشخصې پر بنسټ د راتلونکی پارلمان کاندیدان په دوو غوره کتګوریو ویشل کیږی:

1.                       یوه ډله هغه کسان دی چې د مختلفو ګوندونو له پلوه کاندیداتورۍ ته وړاندې شوی دی. ددې ډلې ګڼ شمیر هغه کسان دی چې د جهادی تنظیمونو لخوا معرفي شوی، خو یو کم شمیر داسې کسان هم شته چې د غیر جهادی ملی او دموکراتو ګوندونو په استازیتوب یې ځانونه کاندید کړی دی. داسې ښکاري چې دا کسان به د پارلمان له لارې خپلو ګوندی مبارزو ته دوام ورکوي.

2.                       بله ډله هغه کسان دی چې د مستقل کاندید په حیث انتخاباتی سیالیو ته را وړاندی شوی او ددې ډلې شمیر ډیر دی. خو په دې مستقلو کاندیدانو کې ډیر داسې کسان هم شته چې په ګوندونو کې یې عضویت څرګند او یا د یوه او یابل ګوند خواته واضح میلان لري.  

د ټولنیزې مبدأ پر بنسټ هم د پارلمان کاندیدان له مختلفو ټولنیزو طبقو او اقشارو را پورته شوي دي.

1.                       یوه ډله د اوسنیو واکمنانو او د مجاهدینو د رهبرانو اولادونه او خپلوان دي چې د خپلوشتمنیو او واک د ساتلو او دوام په خاطر یې رامخته کړي او کاندید کړی دي. (لکه د ښاغلي محقق، انجینر حکمتیار، جنرال دوستم، اسماعیل خان، جنرال بابه جان، انوري، کریم خلیلی او نورو زامن او نږدې خپلوان). د همدې ډلې د بریالیتوب امکان هم زیات دی، ځکه چې دوی سیاسی واک، وسلې او پریمانه پیسې او نور امکانات په لاس کې لري.

2.                       بله ډله هغه کسان دی چې د اوسنی دولت او حکومت سره او یا د هغو د یوه او یا بل لوری سره په همآهنګۍ کې او د هغوی په تشویق او حمایت یې ځانونه کاندید کړی او د حکومتي واکمنانو لخوا حمایه کیږي.

3.                       د کاندیدانو بله ډله د پارلمان پخوانی وکیلان او یا د ولایتی شوراګانو غړی دي. دوی هم د بریالیتوب چانس لري، ځکه چې د پیسو څښتنان او د رایو په ټولولو او اخیستلو کې مهارتونه او د کمپاین کولو تجربې لري.

4.                       د کاندیدانو په لړ کې هغه کسان هم ډیر دی چې د دولت په نظامی او ملکی برخه کې یې لوړې دندې اجرا کړې او اوس تقاعد ته سوق شوي دی.

5.                        د اقتصادی تصدیو (تولیدی فابریکو، خصوصی پوهنتونونو، لوژستیکی، اکمالاتی او تجارتی شرکتونو او نورو) رئیسانو او استازو هم ځانونه پارلمان ته کاندید کړي. د دوی ګڼ شمیر په اقتصاد کې له پریمانه تجربو او بریالیتوبونو سره سره د سیاست له چارو سره په لازمه اندازه بلدتیا او مهارت نه لري.

6.                       ددې تر څنګ ځوانانو، د لوړو زده کړو څښتنانو، سیاسیونو او د سیاست مینه والو هم د پارلمان د چوکیو د نیولو له پاره د سیالیو میدان ته را دانګلی. که د ټولنې عمومی روحیې او له تنظیمی سیاستونو او دولتی واکمنانو سره د خلکو د مخالفت او نارضایتۍ کچې ته وکتل شی، د همدې کسانو د بریالیتوب چانسونه شته. خو څرنګه چې په افغانستان کې د شفافو او عادلانه انتخاباتو امکان نشته، پلویان یې پخپلو منځو کې تفاهم نه لري، پیسې، وسلې او سیاسی واک په لاس کې نه لري چې په روانو انتخاباتو کې غوره رول لوبوي، نو د بریالیتوب چانس یې کم دی.

7.                        د کاندیدانو په لړ کې داسې کسان هم شته چې په خارجی هیوادونو کې ژوند او کار کوی، خو د انتخاباتو له پاره افغانستان ته راغلی او ځانونه یې ولسی جرګې ته کاندید کړی دي. په دې لړ کې داسې کسان هم شته چې افغانی پاسپورت نه لری. څو ورځي مخکی همداسې یو کس د انتخاباتو د مستقل کمیسیون لخوا د کاندیدانو له لسته لرې شو چې افغانی تذکره یې نه لرله.

د جنسیت له پلوه د نارینه و تر څنګ د ښځو کاندیدانو شمیر هم د لید وړ دی.

که د پارلمان کاندیدان د هغوی د موخو او د هغوی د سپورټګرانو له نظره تحلیل شی، کولای شو ووایو چې:

1.                        د سږ کال په انتخاباتو کې ګن شمیر روشنفکرانو، د لوړو تحصیلاتو لرونکو ځوانانو، سیاسی شخصیتونو، اجتماعی فعالانو او زړه سواندو دموکراتانو ځانونه د پارلمان له پاره کاندید کړي دی. دا ډول کسان چې ځینې یې د انتخاباتی کمپاین سره بلدیت نه لري، د رایو د رانیولو، د ډوډۍ او پلوونو د ورکولو، محلونو، قوماندانانو او محلی مشرانو ته د مرستو ورکولو توان او د حکومتی کسانو حمایت ورسره نشته، د لوړو هیلو او وطن ته د صادقانه خدمت له ارمانونو سره سره یې د کامیابۍ چانس کم دی. دې کسانو د خپلو خپلوانو، ملګرو او همفکرانو سره د اړیکو تر څنګ د اجتماعی شبکو او تبلیغاتو له لارې خپل تبلیغاتی کمپاین پر مخ یووړ. د تلویزیونی اشتهاراتو او د لویو مټنګونو د جوړولو څخه بې برخې و.

2.                       دموکرات، تکنوکرات، په خارج کې اوسیدونکی او کارکوونکی او هغه سیاسی مشران او جنګی قوماندانان چې له خارجیانو سره نږدې اړیکې لری او د خلکو تر منځ داسې فکر کیږی چې دوی له خارجه حمایه کیږی او د خارجی اهدافو د عملی کولو له پاره افغانستان ته را استول شوی او کاندید شوی دی. دلته باید ووایم چې زما د شخصي پیژندګلوی، معلوماتو او تحلیل پر اساس دا ډول قضاوت د دوی ډیرو په اړه سم نه دی.

3.                        هغو کسانو هم د پارلمان له پاره ځانونه کاندید کړی دی چې په وروستیو کالونو کې له خارجه حمایه شوی، د خلکو او دولتی مځکې او شتمنۍ یې غصب کړې، ظلمونه یې کړي، او له روا او ناروا لارو یې بی حسابه شتمنۍ راټولې کړې، اوس غواړی چې دا باد راوړې پیسې او توره شتمني وساتی او د همدې له پاره د پارلمانی مصئونیت د ترلاسه کولو په خاطر یې ځانونه ولسی جرګې ته کاندید کړی دی.

4.                        د کاندیدانو په ډله کې محلی قوماندانان، قومی او مذهبی مشران او مخور هم لیدل کیږي.

د کاندیدانو دې ترکیب او د انتخاباتی کمپاین او د انتخاباتو د مستقل کمیسیون لخوا د نن او پرون د انتخاباتو بهیر ته په کتو سره دا پایله تر لاسه کیږي چې افغانستان به په راتلونکو پنځو کالونو له اوسني پارلمان څخه په نسبي توګه د ښه پارلمان څښتن وی، خو له نسبي مثیت بدلون سره سره به تخصصی، معیاري، فعال او د خلکو خدمتګار پارلمان ونه لري.

 

 

نور محمد غفوري

21.1018