افغان موج   

نور محمد غفوری

(بیړنۍ لیکنه)

نن د جمعې ورځ د ۱۳۹۶ هـ لمريز کال د میزان د میاشتې ۲۱ مه نېټه چې د ۲۰۱۷ زيږيدیز کال د اکتوبر د میاشتې له ۱۳ مې نیټې سره سمون لری د کابل د ښکلی ښار په ټايمنيو کې له درنو ملګرو سره د ماښام په میلمستيا کې په خواږه مجلس ناست وم چې ناڅاپي زما د ګران ملګري عبدالرحیم خان د تلفون زنګ د ډیرې مودې وروسته راغی. ما د مجلس د ملګرو په اجازه تلفون ته په خوشحالۍ ځواب ورکړ. تر لنډو خبرو وروسته ئې راته د جرمني د کُلن په ښار کې زما د ځوانۍ د دورې د درانه استاد شاه محمود حصين د مړينې د لوی غم خبر راکړ چې اندامونه مې ئې په لړزه راوستل.

انا لله و انا اليه راجعون

تر هر څه د مخه د زیارکښانو د ګټو  مدافع تيوريسن، شاعر، تاریخ پوه، ژورنالیست، تحلیلګر، غښتلي مبلغ او څیړونکي استاد  شاه محمود حصين ته د لوی خدای ج له درباره جنتونه او اجمل جان، ایمل جان، او د استاد لور او ميرمنې ، سید محمود او محمد آصف شریفۍ او د متوفي د کورنۍ نورو ټولو غړو او همدا راز د هغه د سیاسی ارمانونو او د مبارزې د شريک سنګر ملګرو ته د زړونو تسل او جميل صبر غواړم.

زه شاه محمود حصين د ۱۳۵۲ کال را په دې خوا د هغه له دریو نورو مبارزو وروڼو سره يوځای له نږدې پیژنم او تر ننه پورې د هېواد د پرمختګ د مبارزې د سنګر شریک ملګري پاته شوي يو. کله چې زه په شاهي رژيم کې د وردګو د ولایت د چک د ولسوالۍ له ليسې څخه د سیاسی او ګوندي فعالیتونو له کبله خارج شوم، د سر دار محمد داؤد خان تر کودتا وروسته مي بیرته د هغه وخت د پوهنې له وزیر (پژواک) څخه د ميدان د جمعيت په لیسه کې د داخليدو امر واخيست، دا زړه ور مبارز شخصیت زموږ د تاریخ د مضمون استاد ؤ.  ما د لومړي ځل له پاره د تاريخ داسی تکړه، پوه، خوله ور او تحلیلګر استاد ولید چې نه مې په مخکې لیدلی ؤ او نه مې تر هغه ورسته وموند. له همغه اولو ورځو ئې له ماسره په شفقت او مهربانۍ چلند کاوه.  زه د مسافرۍ په سختوشرایطو کې دده او د هغه د نورو مبارزو ملګرو استادانو له لارښونو او د مخالفينو په وړاندې له عملي حمايت څخه برخمن شوم. زما په همغه سختو وختونو کې د ښاغلی شاه محمود حصين او د نورو ډیرو استادانو مرستې، تشویق او لارښونې له یاده نه دي وتلي او تر ننه پورې ئې احسانمن او مشکور یم.

استاد شاه محمود حصین د ارتجاع او امپریالیسم پر ضد او د ټولنیز عدالت، پرمختګ او آزادۍ د لارې زړه ور، خوله ور، د قلم او منطق څښتن، متعهد او معتقد مبارز شخصیت ؤ چې په هیڅ وخت او هيڅ شرایطو کې ئې د ظلم او استبداد پر ضد د مبارزې څخه لاس وا نه خیست. هیڅ کله ئې هیڅ زورور ته سر ټيټ نه کړ او یوه شيبه یې هم د غریبو خلکو د ګټو او د ملي عامو مسئلو له دفاع څخه فکر وزګار نه شو. د خلکو او روښانفکرانو د بيدارۍ او سياسي – ټولنیز شعور د لوړولو له پاره ئې په مطبوعاتو کې فعالیت لاره، لنډې کیسې او شعرونه، خبرونه او تحليلونه ئې ليکل، تاریخي او انتقادي څیړنې ئې کولې، سازماني، ستراتيژيکې او تکتیکي لارښودنې ئې لرلی او د خلقو د رنګارنګ دښمنانو د تبلیغاتو پر ضد ئې په سرعت، جرئت او صریح لحجه ځوابونه ليکل او اسناد ئې وړاندې کول.

شاه محمود حصین په شاهي نظام کې ډیر فشارونه وزغمل، د سردار داؤد خان په جمهوری رژیم کې وځوريد، د خپلو خلقي ملګرو د انقلابي حاکميت په وخت کې ئې بندیخانه او شکنجه وليده، د ببرک کارمل او ډاکتر نجيب په دوران کې بندي او ډول ډول فشارونه ئې ولیدل. د مجاهدينو د حکومت تر زجر وروسته د هيواد پریښودوته مجبور شو او هند ته ئې مهاجرت وکړ. هلته ئې د استقلال په نامه د نشريې چاپولو ته اقدام وکړ چې وروسته اروپا (جرمني) ته راغی. په ۱۹۹۶کال کې ئې په اروپاکې د (افغانستان د ملی يووالی او پرمختګ ټولنې) په غونډو کې ګډون کاوه. وروسته بیا په ۱۳۹۸ کال کې (د افغانستان له پاره د سولې او دموکراسۍ د ګردي میز) د بنسټ ايښودونکو له ډلې او د هغه د رهبری هیئت غړی ؤ. په ۲۰۰۰ کال کې ئې (په اروپاکې د افغانانو د تفاهم د نهضت) په جوړولو کې زیار وایست او د هغه د رهبرۍ غړيتوب ئې لاره. په اروپا کې د افغانانو د تفاهم د نهضت د نشراتی ارګان (باور) مسئول مدير ؤ او د ډیرو تاریخی، انتقادی او لارښودو کتابونو د ليکلو تر څنګ ئې د  (استقلال) تر نامه لاندې انټرنيټي پاڼه چلوله. ده د سرطان د سختې مریضۍ تر آخرو وختونو پورې قلم له لاسه ونه غورځاوه او د کمپيوټر مونيټور ئې له مخې لرې نه کړ.

شاه محمود حصين هيڅ وخت شخصی ګټو ته پر ټولنیزو ګټو ترجیح ور نکړه او هيچا په ډالیواو چوکيو تطمیع نشوای کړای. د مرګ تر وروستيو سلګيو پورې د خلقو او وطن په دفاع کې د ارتجاع او استعمار د غښتلي اونه ستړي کيدونکي مبارز په حیث پاته شو. ده راتلونکو نسلونو ته هم هغه څه پری ښودل چې نوم به ئې تر پیړیو پورې ژوندی وي.

هيله ده چې د استاد شاه محمود حصین د ارمانونو د لارې ملګري به په اتحاد او اتفاق د نوموړي او نورو ټولو پرمختګ غوښتونکو مبارزينو د هيلو د پوره کولو په لار کې عمل وکړي.

روح ئې د خوشحاله، نوم ئې تلپاته او ارمانونه ئې د په عمل کې پلي شی!

 

Image result for شاه محمود حصین