افغان موج   

د افغانستان ملی ګوند

 اعلاميه

د مرغومی ۲۰ کال ۱۳۹۰

کابل – افغانستان

د دريو لسيزو را هيسې دهيواد فضا د جګړې تورووريځو پوښلی او ورڅخه وينی  راوریږي  . سره ددې چې د لسو کالو را په دېخوا د ناتو ځواکونه د امريکا د متحده ايالاتو په مشرۍ  دسولې  دراوستوپه نامه په افغانستان کې ددولت دمخالفینوسره په جګړه  آخته دي ، خو د هرې ورځې په تيريدو  وضعه  لاکړکيچنه کیږي او جګړه نوی ابعاداو پراختيا پيداکوي .

له ګاونډيو هيوادو څخه د ترهګروډلودرالیږلو، دافغان امنیتي  ځواکونو سره دمشورې او هماهنګۍ پرته د  شپې له خواد خارجی ځواکونو د نظامی عملياتو او په پايله کې د ملکی

تلفاتو اود کورونو دبې ځایه اوپه خپل سر تلاشيو او د ملکی خلکود بمباريو له امله   زمونږ دخلکو حوصله پای ته رسیدلی ده.   دوطن بیګناه خلك هره ورځ  وژل کیږي  اوټول افغان ولس  په خپل کور اوخپل ټاټوبي کې په ډار او ويره  شپې او ورځې تېروی .

زورواکان او دبشر دحقوقو ماتوونکی د هيواد داساسی قانون ټول دموکراتيک ارزښتونه تر پښو لاندې کوی . سړی تښتونه ، دشخصی اوعامه شتمنيو غصبول دوام لری ، د غيرقانونی وسله والو ډلو او نشه ای توکو د قاچاقبرانو لاسونه ورځ تر بلې پسې اوږديږی ، په اداری دستګاه کې د اداری فساد ، بوروکراسۍ، بډو او اختلاس، بی باز خواستۍ٬ ناامنۍ، بيکارۍ ، او ورځ په ورځ زياتيدونکی بېوزلۍ، د دولت او خلکو تر منځ واټن د کړکېچ    تر کچې پراخ  کړی دی .

د افغانستان ملی ګوند باور لری چې د پيښو په اړه د اوسنۍ واکمنې ادارې بې مسؤليته چلندله يوې خوا او د خپلواک افغانستان په چارو کې د ګاونډيانو پرلپسې مداخلې اود خارجی مداخلو په مخنيوی کې د نړيوالې ټولنې پاتې راتلل له بلې خوا، زمونږ د هيواد برخليک او راتلونکی د ګواښونو سره مخامخ کړيدی .

د يوې  ځنډنه منونکی او بېړنۍ دندې او د افغانی ټولنې د حياتی اړتيا په توګه  د تل پاتې سولې او ډاډمن امن د تأمين لپاره هڅه او هاند دافغانستان ملی ګوند ورځنۍ اجندا جوړوی .  مونږ پر خپل ولس او د هغه د سولې پر بر حقه غوښتنه باندې باور لرو .  افغان ولس زمونږ د هيواد، سيمې او نړۍ د سولې د پاره د ګواښ ځالې او مرکزونه د پريمانه قربانیو په منلو سره بربنډاو په ګوته کړل او ټوله نړۍيې د هغه په وړاندې را اوچته کړه . مونږ په داسې حال کې چې د سولې د تأمين په لار کې د افغانی او نړيوالو هڅو بېدريغه ننګه کوو، په قطر او د نړۍ په بل هر ځای کې د سولې د خبرو اترو د اغېزمنتوب او رښتينی سولې د ټينګښت له پاره په لاندې ټکو ټينګار کوو:

-     سوله زمونږ د ټولنې حياتی اړتيا ده ، زمونږ د هيواد دخپلواکۍ ، ملی واکمنۍ ، ځمکنۍ بشپړتيا، ودې او پرمختګ برخليک د سولې د سترې چارې سره تړاو لری، د تلپاتې سولې د پاره هڅه او هاند د افغانستان د ټولو بچيانو ستره ملی او وطنی وجيبه ده . مونږ ددې سترملی آرمان په تحقق کې د ټول افغان ولس د پراخ ګډون پلوی کوو .

 -     له دې امله چې په افغانستان کې سوله او جګړه افغانی او نړيوال اړخونه لری ، نو ځکه د سولې برخليک د افغانانو او نړيوالود رښتينو او صادقانه هڅو سره تړاو لری . بې له شکه دسولې خبرې اترې بايد د افغانانو په مشرۍ تر سره شی ، خو د سولې دبهير څخه د ملګروملتو د سازمان او نړيوالې ټولنې ملاتړ د حياتی ارزښت لرونکی  بولو .

-   د سولې د يقينی کيدو له پاره د سولې دخبرو آترو د پيل سره سم بايد پوره او کامل اوربند اعلان شی . د دواړو خواو له پاره د منلو وړ ميکانيزم له مخې بايد د اوربند جدی مراعات او څارنه وشی . 

-      زمونږ له نظره د سولې بهير هغه وخت بريالی او ګټور دی چې د خبرو آترو دواړې خواوې د هيواد اساسی قانون ، انسانی کرامت، د بشر حقوقو، په ځانګړی توګه د ښځو دحقوقو ، مدنی آزاديو ( د فکر او بيان ازادی ، د مطبوعاتو، سياسی ګوندونو ، مدنی ټولنو او نورو...) او تر لاسه شوو برياو، ټينګښت او ودې ته ژمن پاتې شی .

-   د تل پاتې سولې او ټيکاو د منځته راتلو د پاره بايد د ملګرو ملتو په مشرۍ د ديپلوماتيکو هلو ځلو په پايله کې د سيمې هيوادونه په ځانګړی توګه د افغانستان ګاونډيان د سولې اوسنئ بهير نه يواځې داچي مختل نه کړی ، بلکې د هغه ملاتړ وکړی او د افغانستان په چارو کې د نه مداخلې تضمين ورکړی .

-   مونږ  پدی باور  لرو چی که دسولي مذاکرات په صادقانه ډول  پر مخ  بو تلل شي  او ټول افغان ولس  دسولي دمذاکراتو په هکله   په پرلپسي اورښتني ډول  په جریان کی واچول شي او دشفافیت  په هکله  یی ډاډه شي ٬ بيله شکه  به یې ټول افغانان  تر شا ودریږي اوهيڅوک به  ددی جرئت ونکړي چی د سولي په لار کې خنډ ونه واچوي . 

د افغانستان ملی ګوند باور لری چې ددې اصولو په دقيق مراعات سره به د افغانستان د جګړې ځپلی ولس د سولی آرمان،  چی ددوی  حق دي،  تر سره شی .  دافغانستان ملی ګوند د افغانستان په ټولواصيلو بچيانوغږ کوی چې خپلې ليکې په هيواد کې دسولې او امن دټينګښت ، ودې او پرمختګ ، د هيواد دسمسورتيا او نېکمرغۍ له پاره سره نږدې او متحدې کړی .                                                  

و من الله توفيق .

د افغانستان ملی ګوند اجرائيه شورا

 

 

 

اعلاميه

حزب ملی افغانستان

۲۰ جدی ۱۳۹۰

کابل ـ افغانستان

 

از سه دهه به اينسو فضای کشور را ابرهای ضخيم و سياه جنگ پوشانيده که از آن خون ميبارد . با وجود ده سال درگيری نيروهای ناتو به رهبری ايالات متحده امريکا با مخالفين مسلح دولت زير نام برگشتاندن صلح در افغانستان ، وضع با گذشت هر روز متشنج تر گرديده ، جنگ دامنه و ابعاد جديد بخود کسب مينمايد.  بعلت صدور گروههای تروريستی از کشورهای همسايه،  عمليات نظامی شبانه بدون مشوره و همآهنگی با نيروهای امنيتی افغان و در نتيجهء تلفات ملکی ، تلاشی های بيمورد و خودسرانهء  منازل و بمباردمان مردم ملکی ، تحمل مردم ما به پايان رسيده است . هرروز مردم بيگناه کشور کشته ميشوند. افغانها شب وروز در ترس و وحشت بسر ميبرند.

زورمندان و ناقضين حقوق بشر ارزش های دموکراتيک قانون اساسی را پامال ميکنند، آدم ربايي ، غصب دارايي های شخصی و عامه دوام دارد، فعاليت  باندهای مسلح غيرقانونی و قاچاقبران مواد مخدر بيش از پيش گسترش می يابد، فساد اداری در دستگاه دولتی ، رشوت و اختلاس ، بی بازخواستی ، ناامنی ، بيکاری و فقر روزافزون،  فاصله ميان مردم و دولت را تا مرز بحران پهنا بخشيده است .

به باور حزب ملی افغانستان، برخورد غيرمسؤلانه اداره موجود در رابطه با رويدادها و حوادث از يکجانب ، مداخلات پيهم کشورهای همسايه و کوتاهی جامعه بين المللی در مورد جلوگيری مداخلات خارجی در امور افغانستان مستقل از جانب ديگر، سرنوشت و آينده کشور ما را با  تهديد مواجه ساخته  است .

تلاش و مساعی پيگير در جهت صلح دايمی و امنيت مطمئن  بمثابه وظيفه فوری و تأخير ناپذير ، اجندای روزمره حزب ملی افغانستان را تشکيل ميدهد. ما به مردم خويش و داعيه برحق آن مبنی بر تأمين صلح باور داريم . خلق قهرمان افغانستان  مراکز و آشيانه های تهديد صلح کشور ما ، منطقه و جهان را با تحمل قربانی های فراوان  برملاء و افشاء ساخت و همه بشريت را عليه آن بسيج نمود .

ما در حاليکه از تلاشهای سازندهء افغانها و جامعهء  جهانی به خاطر تأمين صلح،  بيدريغ حمايت مينماييم ، جهت تحکيم صلح واقعی و مؤثريت گفتگوهای صلح  در قطر و هر نقطه ديگر جهان  به نکات زيرين تأکيد مينماييم :

ـ   صلح ضرورت حياتی جامعه مااست.  سرنوشت استقلال ، حاکميت ملی ، تماميت ارضی ، ترقی و انکشاف کشور ما با امر خطير صلح بستگی دارد ، تلاش و مساعی در جهت صلح دايمی وجيبه بزرگ ملی و وطنی همه فرزندان افغانستان ميباشد . ما از مشارکت وسيع همه مردم  در امر تحقق اين آرمان بزرگ ملی حمايت و پشتيبانی می نمايم .

ـ  ازينکه صلح و جنگ در افغانستان دارای ابعاد ملی و بين المللی اند، ازين رو، سرنوشت صلح با تلاشهای واقعی و صادقانه افغانها و جامعه بين المللی گره خورده است . بدون ترديد گفتگوهای صلح بايد به سرکردگی افغانها ادامه يابد ، ولی حمايت  سازمان ملل و جامعه بين المللی از روند صلح دارای اهميت حياتی است .

ـ  بمنظور يقينی ساختن صلح ، بايد آتش بس کامل موازی با پروسهء گفتگوهای صلح اعلان گردد و طی ميکانيزمی که محصول توافق جانبين باشد ، از رعايت آتش بس توسط طرفين ، نظارت دقيق بعمل آيد .

ـ  از نظر ما روند صلح وقتی مثمر و مؤفقانه است که طرفين گفتگوهای صلح به قانون اساسی کشور ، کرامت انسانی ، حقوق بشر ، بالاخص حقوق زنان ، آزاديهای مدنی ( آزادی فکر وبيان ، مطبوعات ، احزاب سياسی ، جامعه مدنی و غيره ...) و تحکيم و توسعه  دستاوردهای موجود متعهد باشند .

ـ  استقرار صلح و ثبات دايمی مستلزم تلاشهای وسيع  ديپلوماتيک تحت رهبری سازمان ملل متحد است  تا کشورهای منطقه بالخاصه کشورهای همسايه نه تنها روند صلح را مختل نه سازند، بل آنرا حمايت نمايندو تضمينی مبنی بر عدم مداخله  در امور داخلی افغانستان بسپارند.

ـ  ما باور داريم ، اگر مذاکرات صلح صادقانه پيش برده شود و همه مردم افغانستان طور صادقانه و پيهم از جريان مذاکرات مطلع گردندو بر شفافيت آن مطمئن شوند، همه افغانها چون تن واحد در عقب آن قرار خواهند گرفت و هيچ دشمن وطن و مردم جرأت نخواهد کرد تا موانعی در زمينه ايجاد نمايد .

حزب ملی افغانستان باور دارد که با پيروی دقيق از اين اصول ، مردم  جنگزده افغانستان با آرمان صلح که حق بلامنازعه شان است ، خواهد رسيد . حزب ملی افغانستان همه فرزندان صديق افغانستان  عزيز را فراميخواندتا بخاطر استقرار صلح واقعی و امنيت مطمئن در کشور ، ترقی و پيشرفت ، آبادانی و سعادت آن،  صفوف خويش را فشرده تر  و متحد سازند .

ومن الله توفيق

شورای اجرائيه حزب ملی افغانستان