افغان موج   

ميرزمان وفادار

فکرکوم په يوه خبره اوس ټول افغانان سره يوه خوله دي هغه داچې دولت موکمزوری،فاسد اود شته ستونزو او بحرانيولوي عا مل دی، دابيله اونا روا خبره ده چې چارواکې په دېخبروهغه اودغه کوي اوسترګي پري پټوي ،هغوی  خوله دېخبرېهم انکارکوي،چې افغانستان دنړۍ دفاسد ترينوهيوادونوپه سرکې ځایلري ،ولي حقيقت دادی،چې دفساد ناوړو اغېزو ټول هيواد په سراخستیدی،هغوی  چې پرون یې هيڅ نه درلودل اوس یې دناوړه شتو په حساب منشيان ستړي کېږي .مخکېنووختونوکې به ټولواکان وو د کورنیوجګړوپه وخت کې جنګسالاران او اوس چې په نامه ولسواکې ده ولېپه حقيقت کې واک هميشه د يوي وړوکې طبقېپه لاس کې دیکوم چې په خلاص مټ دخلکو په حقوقوتيري کوي چې په نتيجه کې دخلکواودولت ترمنځ پراخ بيلتون را منځته شوی دیاودغه دبېباورۍتشه دهيواد دښمنانوپه ډيره چټکۍسره ډکه کړيده چې ثبات ورسره سخت زيانمن شویاودهيواد پایښتمو له پوښتنې سره مخدي.

پردویمه لويه ستونزه موهم فکرکوم سرخلاص دیاوسره يوه خوله يوهغه داچې بهرنۍلاسوهنې دي چې د ګړنګ په څوکه یې درولي يو. خداي دې نکړي په ورلويدوبه مونوم اونشان ورک شي. وينوچې لرې اونږدېهيوادونه دخپل توان په اندازه په خلاص مټ زمونږ په کورنيوچاروکې لاسوهنې کوي.

خوکه سم ورته ځيرشو دريمه ستونزه موتردېخورا لويه اودخپګان وړده هغه داچې آخردامونږ افغانان يوچې نه يوتوانيدلي،چې خپلې ستونزېلکه دنورېنړۍ دخلکوپه شان پخپله حل کړو،نوځکه هم نړيوال راته د کمزوروخلکوپه سترګه ګوري اودا يوتريخ حقيقت هم دی، که څه هم کرزیصا حب مو زمريان معرفي کوي کوم چه دغيرت اوننګ سمبول دي ولېدهغه د خبرېپه مطلب هم ځان پوهول په کاردي،چې ايا د زمري نه یې مطلب دادیچې مونږغواړي زړه وراو زورور وښیياوکنه خدایدې نکړي زمریخووحشي حيوان دیکه څه هم پياوړیدي.

داچې ولسونو ته خدایزور ورکړیسمه اوازمويل شوېخبره ده عجيبه داده چې اخرزمونږپه هيواد کې هم ولسونه ژوندکوي اود نفوسوشميرمو هم په عجيبه ډول په زيا تيدودینو ولېیو ملي اوسیاسي ځواک نه شو رامنځ ته کولای او ولېداسېکېږي ؟ چې دې سوال ته زياتره افغانان ځواب ورکوي چې د لته بهرنۍلاسوهنې دي چې داځواب که پرځایهم دي خوډيربېخونده غوندېدی........؟

د تيرو دوولسوکلونوپه موده کې که څه هم په سيا سي نظام کې ژورېنيمګړتيا وېشته ولېدبيان دازادۍ ،سياسي اونوروجوړښتونو اوهلوځلوپوره پوره ازادي ده، دابېله خبره ده چې څنګه دا شرايط برابر شويدي ولېمهمه داده چې څنګه داشرايط تلپاتېاو لاښه کولایشو .

پوښتنهدلته دهچې ايا هغه روڼ اندي چې کولایشي له دېلارېد نظام په سمولوکې خپله دنده په ښه ډول سرته ورسوي دا کاریې کړیاوکه نه؟ ايا دویداوسني طلایې چانس نه لازمه ګټه پورته کړېاوکه نه؟چې فکرکوم ځواب یې بد بختانه په نه ورکولایشو.

کوم زيات شميرسياسي تش په نامه ګوندونه چې جوړ شوي ايا په ټولنه کېاختلاف همدومره ډير دی اوکه هسېپه اصطلاح اختلاف داختلاف له پاره په کاراچول شوی دی؟ اويوسوال بل دا چې خداید نکړي که چيرېاوسنۍ موقع له لاسه ورکړواودا ازادي نه وي زمونږ روڼ اندي به دېته حاضر وي چې دهغودخورا ناوړوپايلو مسو ليت په غاړه واخلي اوکه دپخوا په ډول به دملامتۍ  ګوتې  يو بل ته غزوي.

ټول په دېپوهيږو، چې دشته ستونزو نه دراوتلولاردولسواک نظام درلودل دي کوم چې مونږیې تراوسه لا هم په سمه معنا نه لرو خوکه وغواړوله اوسنیو امکاناتو نه په ګټه پورته کولوسره داکارشونیدی شرط به یې داوي چې دغفلت له خوبه راويښ شواو راپه يادکړوچې مونږ هم دنظام دسمون په چارو کې مسووليت لرو.دهيواداوسنیونازکو حالاتوته په کتواوديوېښېراتلونکې په هيله زه په دېباوريم چې د دېوخت اوضرورت دیچې ملي ګټو ته ژمن هيوادوال داکه په سياسي ګوندونو کې دي ،مدني ټولنواويانوروکې فعاليت لري اويا داچي په يوه کې هم شريک نه دي بايد د يوه پراخ سا لم (ملي روشنفکري) يووالي لپاره چټکې هلېځلېوکړي.داسې، چې که وه غواړي هر ګوند او ټولنه وکولای شي خپلبيلهویتهموساتي خوپه هغوموضوعاتوکې چې سره ورته نظرلري يوه خوله شي اوپه ګډه ديوه معقول پلان له مخېخپلېهلېځلېمنظمېکړي دمثال په ډول د(رښتوني ولسواک نظام) درلودل چې  په سيوري کې یې پر ستونزو بريا ډير اسانه کاردی .

 

۱۱/۴/۲۰۱۳