افغان موج   

 

نورمحمد غفوری

جبهه او ائتلاف

سریزه:
زموږ په ګران هیواد افغانستان کې په دې وروستیو کلو کې د دموکراسۍ تمرین کیږی او دولت  په زور او هم دقانون له لارې د ګوندونو د سیاسی فعالیت مخه نه نیسی. د هیواد په اساسی قانون کې تر ډیرې کچې دموکراتیک ارزښتونه تسجیل شوی او سیاسی پلورالیسم منل شوی دی.  د ګوندونو د فعالیت او دموکراتیکو آزادو ټاکنو قوانین هم تصویب شوی. د سیاسی مبارزې د  ټولو وسیلو او تکتیکونو په لړ کې د همدې قانونی امکاناتو څخه د ګټې پورته کولو په خاطر ګوندونه راجستر شوی، تر څو چې خپلو مرامی موخو ته د رسیدو له پاره په قانونی او مصئونه فضا کې  په ښه توګه سوله ایز سیاسی فعالیت وکولای شی.

دګډو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره د دوو او یا څو ګوندونو سازمانی  یووالی او د جبهو  او یا ائتلافونو جوړول هم د دموکراسۍ له رواجی سیاسی پروسو څخه شمیرل کیږی. په هیواد کې اوس د ګډو هدفونو د ترلاسه کولو په خاطر د ګوندونو او سیاسی سازمانونو د وحدت او یا د عمل د یووالی موضوع توده ده.  زه غواړم په دې لیکنه کې  د جبهې او ائتلاف په اړه خپل راسره او راټول کړی معلومات له درنو لوستونکو  سره شریک کړم.

تعریفونه:

   جبهه عربی لغت  دئ چې د (Front) په ځای چې اصلې ولیې یې د لاتینی (frons) څخه راوتلې،  کارول  شوئ او زموږ په هیواد کې په پښتو او دري ژبو کې رواج شوئ دی  لغوي  مانا یې  د مخ تندئ، مخکې ځای ، دجګړې لومړۍ لیکې، د خلکو ټوله او داسې نورې دی. جبهه د پوځي، اقتصادي، اجتماعي او سیاسي لحاظه په بیلا بیلو ډولونو تعریف شوې. د سیاسی لحاظه هم د جبهې له پاره تعریفونه یوله بله مختلف دی. ویلای شو چې جبهه د سیاسی ګوندونو او شخصیتونوهغې ډلې ته وایی چې د مشترکو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره د ټاکلې (لنډې او یا اوږدې) مودې له پاره سره یوځای شوی وي. یاپه بل عبارت، جبهه د انسانانو هغه ډلې ته وایی چې د شریکو ارزښتونو لرونکي وی او د ګډو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره یوځای مبارزه کوي. جبهه زیار باسی چې د ټاکلو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره ټولې مینه والې خواوې او ځواکونه سره یوځای کړی،  د عمل وحدت ته یې وهڅوی او تربریایې رهبری کړی.

 سیاسی ائتلاف (Koalition): د ائتلاف د لغت ولیې د لاتینی (coalitio) له کلمې څخه را وزي چې د يوځای کیدو، یووالی او اتحاد مانا ورکوی. په لنډه توګه ائتلاف  د مستقلو جوړښتونو هغه مجموعه ده، چې مشترکې موخې تعقیبوی.  ائتلاف په سیاست کې هغه اصطلاح ده چې د سیاسی ګوندونو یا فعالینومقطعی او موقتی یووالی (معمولا دانتخاباتو د یوې دورې له پاره) ښئی.  په ډیرو هیوادونو کې سیاسی ګوندونه یو له بله سره د غښتلی دولت او حکومت د جوړولو او یا په  اپوزیسیون کې د شریکو هدفونو د ترسره کولو په خاطر د ټاکلی وخت له پاره عملی یووالی کوی. سیاسی ائتلافونه چې په ټاکلې موده کې  د مشخصو موخو د تر سره کولو له پاره جوړیږی، د ټاکلو پروتوکولونو او قراردادونو پر بنسټ فعالیت کوی. که چیرې یو او یا بل لوری د منل شوو قراردونو له منځپانګې سرغړاوئ وکړي، کیدای شی چې د ائتلاف د بل لوری لخوا د عمل یووالی ته د پای ټکئ کیښودل شی. دا ډول ائتلافونه کله د یوې انتخابی دورې څخه زیاته موده دوام کوی او کله بیا د هغې مودې تر پایه هم دوام نه شی کولای.

پــــــــرتلــــه:  که د جبهې او ائتلاف تعریفونو او لنډې توضیح ته ځیر شو، ښکاری چې دا دواړه اصطلاحګانې یوشان  او یا ډیر سره ورته تعریفونه لری او د یو ډول او یا سره ډیرو نږدې حالتونو او سیاسی فعالیتونو څرګندونه کوی. ددې له پاره چې د دوی ورته والی، تفاوت او د دواړو  د کارولو اړتیا ښه څرګنده شی، د هغو تاریخی شالیدته کتنه کوو.

تاریخی شالید:

3. 1. جـــبهــه:  د جبهې د اصطلاح  را منځته کیدل اوږده تاریخی سابقه لری چې په اروپا کې د ۱۸۴۸- ۱۸۴۹ کلونو انقلاب ته رسیږی. د ۱۸۴۸/۴۹ میلادی کلونو په انقلاب کې چې د اروپا ډیر هیوادونه یې په غیږ کې نیول، بیلابیلو ټولنیزو طبقو او سیاسی ګوندونو د ډول ډول ایدیالونو پر بنسټ  د خپلو خپلوموخو د ترلاسه کولو له پاره برخه اخیستې وه. په دې انقلاب کې انقلابی سوسیالیستانو، رادیکال دموکراتانو،  انارشیستانو او د ټولنیزو سیاسی بدلونونو غوښتونکو نورو طبقو او قشرونو ګډه برخه لرله. د انقلاب مسلطه ایدیولوژی لبرالیسم وو او غوره هدف یې د بورژوازی دموکراتیکو ریفورمونو  او سیاسی آزادیو لاسته راوړل ووچې تر څنګ یې نورو ملی، ښيو او کيڼو انقلابی ځواکونو د ځینو سرحدی او ملی ستونځو د حلولو او یا د رادیکالو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره  هم هڅې کولې.

د طبقاتی مبارزې د مارکسیستی تحلیل او نظریو پر اساس د کارګرانو او بورژوازانو طبقی نه پخلاکیدونکې (انتاګونیستی) طبقې دی چې  باید یو له بله سره دوامداره مبارزه وکړی. خو د ۱۸۴۸ او ۱۸۴۹ کلونو د انقلاب په بهیر کې مارکس او انګلس دواړو دا موضوع طرحه کړه چې باید پرولتاریا له بورژوازۍ سره د انقلاب په بریا کې مرسته وکړی، آزادی غوښتونکي پانګوال  د ځان خواته راکش او ملګری کړی چې د بورژوا دموکراتیکو حقوقو د ترلاسه کولو له پاره یوځای غښتلې مبارزه وکړی؛ ځکه چې د بورژوازي آزادیو د ارزښتونو اهمیت د پانګوالو او کارګرې طبقې دواړو له پاره خورا زیات دی. د بلې خوا مارکس او انګلس داسې انګیرل چې د کارګر طبقه او د هغې مخکښ سیاسی اوانګارد ښایی وکولای شی چې بورژوازی انقلاب ته په پرولتاری انقلاب وده ورکړی. په داسې حال او داسې وخت کې د سیاسی او په تیره بیا د چپو سیاسی ګوندونو ترمنځ د مشترکو موخو د ترلاسه کولو له پاره د نورو (بورژوازی)  ګوندونو سره د جبهې جوړولو موضوع پخپله د کارل مارکس او فریدریک انګلس لخوا طرحه شوې ده.

د روسیې د اکتوبر تر انقلاب وروسته په ۱۹۱۹ م کال کې کمونستی انترناسیونال (کومینتِرن) د شوروی اتحاد د کمونست ګوند په مشرۍ او نوښت غونډه وکړه. په دې غونډه کې د سوسیالیستانو، سوسیال دموکراتانو او نورو چپیانو پر ضد د مبارزې شعار په داسې حال کې پورته شو چې د هغو ډیرو برخو د کارګری جنبش سره ټینګ تړاو درلود. تر ډیره وخته، ان د فاشیسم د راپورته کیدو تر کلونو هم،  دې وضعیت دوام وموند. په کومینترن کې غړو کمونستی ګوندونو د شوروی اتحاد د کمونست ګوندد مسلطو افکارو تر اغیزې لاندې د کارګری، بزګری  او بورژواژی جنبش غیر کمونستی ډلې، په تیره بیا سوسیال دموکراتان خپل اصلی دښمنان بلل او هغوی یې ان د «سوسیال فاشیسم» په نامه یادول او ټکول. 

کله چې په ۱۹۳۳م  کال کې په آلمان کې فاشیستانو د ملی سوسیالیسم (ناسیونال سوسیالیسم) تر نامه لاندې سیاسی ځواک ونیو، د کمونستانو تر څنګ یې سوسیال دموکراتان او چپ بورژوازی ځواکونه هم بندیخانو او فاشیستی پنډځایونو (Konzentrationslagern) ته واچول. په دې وخت کې کمونستان د خپل سیاست غلطۍ ته متوجه شول او کومینترن  د ۱۹۳۴ م کال وروسته د نوی سیاست د طرحه کولو فکر وکړ. د کارګری او کمونیستی ګوندونو سره د فاشیسم په وړاندې د بزګری او چپو بورژوازی ګوندونو د عمل د یووالی  او جبهو جوړولو نظریه راپورته او غښتلې شوه. په ځینو هیوادونو کې (لکه فرانسه) د کمونستانو او سوسیالستانو تر منځ د ګډو فعالیتونو له پاره پروتوکولونه لاسلیک او جبهې جوړې شوی. کومینترن په ۱۹۳۶ م کال کې پخپله اومه نړیواله کنګره کې د (سوسیال فاشیزم) له ایدیولوژیکی طرحې ځان راویوست. د کومینترن د فعال او پیژندل شوی شخصیت او د بلغاریا د کمونست ګوند د لارښود (ګیورګی دیمیتروف Georgi Dimitrow ) په مشرۍ یې له سوسیالیستانو، سوسیال دموکراتانو او نورو  بورژوازی چپو ګوندونو سره د فاشیسم پر ضد د متحدې جبهې لاره ونیوه. د ګډو هدفونو له پاره یې د واحد عمل هڅې غښتلې کړې او د اوږدې راتلونکې له پاره يې د پراخه پروګرام پر بنسټ په بیلا بیلو هیوادونو کې د واحدو غښتلو ګوندونو د جوړولو نظریه وړاندې کړه. د ګډو هدفونو د ترلاسه کولو په خاطر د کارګری کمونستی ګوندونو، بزګری ګوندونو، سوسیالیستانو، سوسیال دموکراتانو او نورو سیاسی جوړښتونو ترمنځ  د عمل یووالی  د جبهې په نامه و بلل شو. ډیرې دا ډول جبهې د کمونستو ګوندونو تر لارښونه لاندې رامنځته شوې او د (خلقی جبهو) په نامه یادې شوې. په هسپانیاکې د همداسې مفکورې پر بنسټ د رامنځته شوې خلقی جبهې  له برکته په ۱۹۳۶- ۱۹۳۹ کلونو کې کمونستانو په تاریخ کې د لومړی ځل له پاره په اروپایی هیواد کې په حکومت کې د ائتلاف له لارې ونډه تر لاسه کړه.

د کومینترن د نوی سیاست تر اغیزې لاندې په ۱۹۳۶/۱۹۳۷ م کلونو کې په فرانسه کې، په ۱۹۳۶م کال په هسپانیا او چیلی کې ، په ۱۹۴۱ م کال په یونان کې او همداراز په ځینو نورو هیوادونو کې هم د خلقی جبهو د بنسټ  ډبرې کیښودل شوې. د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې د فاشیسم له تیری څخه د شرقی اروپا د هیوادونو د آزادۍ او له شوروی اتحاد سره د هغو داړوندتوب  په پایله کې تر ۱۹۴۵ کال وروسته د خلقی جبهو جوړولو او د هغو د فعالیتونو منځپانګې کیفی بدلونونه وموندل او په ډیرو هیوادونو کې د (پلاروطنې جبهې) په نامه او په ځینو کې په نورو نومونو (لکه ملی جبهې) ونومول شوې. دداسې جبهو د ملاتیر د کارګری او بزګری ګوندونو څخه جوړ وو چې ورپکې نورو  فاشیستی ضد ځواکونو هم ونډه لرله؛ خو د کمونستو ګوندونو د اوانګارد او رهبرۍ رول ورپکې تأمین وو.   .  په ځینو هیوادو کې خلقی جبهې د انتخاباتو له لارې هم  دولتی واک ته ورسیدې. په ۱۹۷۰/ ۱۹۷۳ کلونو کې  د سلوادور الیندی (Salvador Allende) تر مشرۍ لاندې په چیلی کې خلقی جبهې د آزادو ټاکنو له لارې سیاسی ځواک ترلاسه کړ چې د «اوګوستو پینو چیت» (Augusto Pinochet) د خونړۍ پوځی کودتا په واسطه له منځه ولاړ.

(باید ووایو  چې د خلقی جبهو په نامه نور سازمانونه او سیاسی فعالیتونه هم شته چې زموږ له بحث سره تړاو نه نیسی،  لیکنه اوږدوی او وخت نیسی، نو ځکه یې له څیړلو تیریږو.)

3. 2. ائتلاف: د سیاسی ګوندونو ائتلاف بیا ترډیرې کچې په غربی هیوادونو او دغربی اروپاپه نورمالو شرایطو کې مطرح شوی او بیايې په نورو هیوادونو کې هم رواج موندلی دی. په غربی هیوادونو کې چې دوه یا څو ګوندونه د دولتی واک د نیولو او ساتلو او یاپه اپوزیسیونی مبارزه کې د ټاکلو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره سره یوځای شوی، ائتلافونه یې جوړکړی دی. د هغوی ترمنځ د جبهې اصطلاح رواج نه دی موندلی.   د ائتلاف اصطلاح په دې آخرو کلونو کې زموږ د هیواد د سیاسی فعالینو ترمنځ هم لاره پرانیستی او د چپو ګوندونو ترمنځ  هم استعمالیږی. 

په دموکراتیکو هیوادونو کې   د سیاسی ګوندونو ترمنځ دا ډول ایتلافونه ډیر اړین او رواجی دي، ځکه چې ګوندونه په یوازې ځان نه شی کولای چې په انتخاباتو کې دپایداره حکومت د جوړولو له پاره لازم اکثریت تر لاسه کړی. دا ډول ائتلافونه اپوزیسیونی ګوندونو ته په پارلمان کې دا امکان ورکوی چې په ګډه سره، تر جدا جدا فعالیت، زیاتې چوکۍ ترلاسه کړی او له دې لارې په سیاسی تصمیمونو او پریکړو باندې اغیزه وکړی.

ائتلافونه د مختلفو لارو او ډول ډول موخو د ترسره کولو له پاره منځ ته راځي. د ائتلافونو د موخو او جوړولو د لارو تنوع د هر هیواد د ټولنیزو - سیاسی مشخصو شرایطو،  مسلطو قوانینو او سیاسی رواجونو  پر بنسټ ولاړه ده. په دې ټول رنګا رنګ والي کې دا موضوع باید په نظر کې ونیول شی، چې ایتلافونه د زور او  جبر له لارې نه شی رامنخته کیدای. د ایتلافونو د جوړولو له پاره یوازې د ګوندونو د رهبرانو موافقه هم کافی نه وی، بلکې لازمه ده چې د ګوندی غړود پراخه کتلو ترمنځ متقابل باور او تر  نورو زیات شریک هدفونه، ستراتیژۍ  او تکتیکونه موجود وی. د کلکو او غښتلو ایتلافونو د رامنځته کیدو له پاره د ګوند د غړو باور او قناعت اړین دی. سیاسی ګوندونه زیار باسی چې د لویو ایتلافونو په جوړولو بریالی شی، تر مخالف لوری زیات ځواک را ټول کړی، تر څو چې د تاکلې مودې د مشخصو شریکو هدفونو د پلی کولو له پاره ځواکونه منسجم کړای شی، خو په دې بهیر کې خپلو ټاکلو ارزښتونو او سیاسی موخو ته ډیر پام کوی او یوازې د همدې اهدافو  او ارزښتونو په رڼا او پولو کې ائتلافونو ته حاضریږي.

په ځینو دمکراتیکوهیوادونو کې د ائتلافونو، په ځانګړی توګه د حکومت له پاره د ائتلافونو، د رامنځته کولو له پاره ټاکلی دولتی او حقوقی اصول شتون لری او ګوندونه هغه په نظر کې نیسی؛ خو په نورو هیوادوکې بیا دا سې اصول او تعامل شتون نلري او ګوندونه پخپله خوښه او آزاد ډول یو له بله سره چلند  کوی. د ائتلاف له پاره چمتو ګوندونه په لومړی ګام کې پخپل منځ کې لومړنۍ خبرې اترې او یو له بله سره د ټاکلو موخو د منځپانګو پر سر جوړښت کوی. که په دې خبرو اترو کې د ټاکل شوو ګډو موخو په اړه موافقه وشی، نو بیا په رسمی شکل یو له بله سره تړون یا پروتوکول لاسلیک کوی. د ائتلاف د پروتوکولونو د شکل او محتوی په اړه هیڅ قانونی او مخکې جوړ شوې اصول نشته او ګوندونه د هغو د محتوی او شکل په ټاکلو کې آزاد لاس لری. دا هم د ګوندونو خپل واک دی چې د ائتلاف پروتوکول په مطبوعاتو کې خپروی او یا په دې اړه هیڅ اقدام نه کوی.

د دوو یا څو ګوندونو ترمنځ د ائتلاف د پروتوکول د لاسلیک په واسطه دحکومت د چلولو او یا د اپوزیسیون د غښتلی کولو له پاره ائتلافونه رامنځته کیږی. د دولتی ائتلاف لخوا داسې هڅې هم کیږی چې د یوې انتخابی دورې په موده کې د خپلو مؤکلینو د ګټو د دفاع  او د ګډو موخو د ترسره کولو له پاره قوانین وضع کړی او د راتلونکې بلې یا څو نورو انتخابی دورانونو له پاره هم ائتلاف ته دوام ورکړی. د ائتلاف د جوړولو له پاره د قرارداد کومه رسمی فورمه نشته، قانونی محدودیت نه لری او ګوندونه د خپل قرارداد په اړه پخپله آزاد فکر کولای او تصمیم نیولای شی.  د ائتلاف شریک ګوندونه کولای شی چې خپل سندونه او قرارداد علنی او نشر کړی، خو په دې اړوند قانونی مکلفیت او مجبوریت نه لری.

پـــــــــایلــــــه:

په لنډه توګه داسې ویلای شو چې  د جبهې  او ائتلاف اصطلاحګانې د شریکې او یا ډیرې ورته منځپانګې لرونکی دی، خو د رامنځته کیدو له پاره یې لاندې غوره بیلوونکې  او ګډې علامې په نظر کې نیولای شو:

الف: په لومړیو وختو کې جبهه په عمل کې د چپو سیاسی ګوندونو اتحاد وو  چې  په ۱۹۳۰ میلادی کلونو کې یې د کمینترن له خوا طرحه وشوه او په هغو کې د کارګری او کمونیستی ګوندونو یووالی او اتحاد له بزګری ګوندونو، سوسیال دموکراتانو، بورژوازی چپیانو او نورو  سره مطرح شو. ائتلافونه  بیا د تاریخی لحاظه د پانګوالی رژیم د ګوندونود عمل له  یووالی سره زیات اړوندتوب لری چې وروسته یې د کارولو ډګر پراخ شوی دی. 

ب: د جبهو بله غوره بیلوونکې علامه  د هغوی د رامنځته کیدو شرایط بللای شو. جبهه او د جبهې اصطلاح له همغه اولو تاریخي شیبو په انقلابی او جنګی شرایطو کې رامنځته شوې او وروسته هم د فاشیسم په ضد جګړه کې پخه او پراخه شوی ده.  د جبهې اصطلاح د سیاسی محتوی تر څنګ جګړه ایزه منځپانګه هم لری چې د انقلابی ټکرونو او له فاشیسم سره د جګړې په وخت کې د جګړې د جبهو د ساتلو او غښتلی کولو له پاره اړینه بلل کیده. ائتلافونه او  د ائتلاف اصطلاح له جګړه ایزو شرایطو سره مستقیمه اړیکه نه لری او د نورمالو اجتماعی- سیاسی شرایطو زیږنده دی.

ج: د جبهې اصطلاح په غوره ډول د شرقی اروپا په هیوادونو  او په سوسیالیستی کمپ کې رواج شوه، چې وروسته بیا په نورو هیوادونو،  په دې لړ کې زموږ په ټاټوبی کې هم معمول شوه.  اوس  په افغانستان کې د مذهبی ګوندونو له خوا هم د اتحادونو او هم د یوه ځانګړی تنظیم د نامه له پاره ترې کار اخیستل کیږی؛ په داسې حال کې چې ائتلافونه  په غربی دموکراسیو کې دبیلو بیلو ګوندونو ترمنځ د ګډو موخو د لاسته راوړو له پاره  منځ ته راغلی اوپه  نورو هیوادونو کې معمول شوی دی.

د: په جبهو او ائتلافونو کې معمول دادی، چې هغه ګوند یې په سر او رهبرۍ کې قرار لری چې ټولنیز نفوذ او سیاسی ځواک یې ډیر وی. د حکومت د جوړولو په وخت کې هغه ګوند ته  د ائتلاف د جوړولو دنده ورکول کیږي چې د ټاکنو ګټونکئ او تر نورو ډیرې رایې یې وړی وی. په اپوزیسیون کې هم په ائتلاف کې د غښتلی او نسبتا زیات نفوذ لرونکی ګوند برخه ډیره وی.